لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټريليا اؤ هندبه د انډر-19 نړيوال کپ په فائنل کې يو بل ته مخ کيږي


CRICKET-INDIA
CRICKET-INDIA
دفاعي چيمپئن اسټريليا اؤ هندبه د انډر-19 نړيوال کپ په فائنل کې داتوار په ورځ يو بل ته مخ کيږي.
له دې وړاندې په لمړي سيمي فائنل کې اسټريليا جنوبي افريقې ته په څلورو وکټو دماتې ورکولو او په دوهم سيمي فائنل کې هند نيوزي لينډ ته په 9 رنز ماتې ورکولو سره دفائنل لپاره کواليفائي کړې وه.
دانډر-19 نړيوال کپ په پلى اف ميچ کې بنگله ديش پاکستان ته په 5ؤ وکټو ماتې ورکړې او 7م مقام يې ترلاسه کړى دى.
د7م مقام په پلى اف ميچ کې پاکستان لمړى بيټنگ وکړو او بنگله ديش ته يې دگټې لپاره د236 رنز هدف ورکړو.
پاکستان په مقررو 50ؤ اورونو کې د8ؤ وکټو په تاوان 235 رنز جوړ کړل.
دپاکستان لخوا محمد نواز تر ټولو زيات 82 رنز جوړ کړي.
دبنگله ديش له لوري تسکين احمد درې، شاهد الياس او ديوان صابر دوه ، دوه وکټې ترلاسه کړي دي.
په جواب کې دبنگله ديش ټيم ورکړل شوى هدف په 46.2ؤ اورونو کې دپينځوؤ وکټو په تاوان پوره کړو.
دبنگله ديش کپتان انعام الحق په 112ؤ باؤلونو داتوؤ چکو او پينځوؤ چوکو په مرسته 128 رنز جوړ کړل.
په دغه ميچ کې دپاکستان زيات بالران دانعام الحق مخې ته بې وسه ښکاريدل.
انعام الحق او ليټن داس ددوهم وکټ په انډيوالۍ 179 رنز جوړ کړل او دبنگله ديش دټيم گټه يې باوري کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG