لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کانګرس کې د صدر بایډن په افغان تګلاره او افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د سنتېدو په عمل تنقید شوی


د صدر بایډن په حکومت د تنقید په ترڅ کې هغه وویل چې هغه افغانانو چې په افغانستان کې يې د امریکايي مرسته او د تحفظ وعده يې ورسره کړې وه، امریکايي حکومت شاته  پرېښودي دي. هغه وویل د صدر بایډن حکومت خپل فرض نظر انداز کړی و
د صدر بایډن په حکومت د تنقید په ترڅ کې هغه وویل چې هغه افغانانو چې په افغانستان کې يې د امریکايي مرسته او د تحفظ وعده يې ورسره کړې وه، امریکايي حکومت شاته  پرېښودي دي. هغه وویل د صدر بایډن حکومت خپل فرض نظر انداز کړی و

د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان یوې ډلې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د تحقیقاتي غونډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه او د ډلې مشر د صدر جوبایډن په افغان تګلاره او د انخلا په عمل تنقید وکړو او ويې وېل امریکايي حکومت هغه افغانان نظرانداز کړي چې د امریکې مرسته يې کړې او واشنګټن ورسر د تحفظ وعدې کړي وې.

د هاوس د فارن افېیرز یا د خارجه چارو کمېټۍ چېیرمېن او د حزب اختلاف ريپلېکن پارټۍ غړي مایکل ټامس مېک مېکال د افغانستان په اړه د تحقیقاتي غونډې پرانېسته وکړه او په خپل ابتدايي بیان کې وویل د لوړ رتبه پوځي چارواکو د مشورو برعکس بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا فېصله وکړه. "دا یو داسې فېصله ده چې زه يې مخالفت کوم"

هغه وویل وایټ هاوس او سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت په افغانستان کې سنګین ځمکني حقیقتونه نظرانداز کړي وو او د حالاتو ګلورین تصویر يې وړاندې کولو.

مېک مېکال د ۲۰۲۱ د اګست د میاشت په ۲۶ نېټه د کابل هوايي اډې نه بهر د ځانمرګي حملې ذکر هم وکړو چې ۱۳ امریکايان په کې وژل شوي دي
مېک مېکال د ۲۰۲۱ د اګست د میاشت په ۲۶ نېټه د کابل هوايي اډې نه بهر د ځانمرګي حملې ذکر هم وکړو چې ۱۳ امریکايان په کې وژل شوي دي

د صدر بایډن په حکومت د تنقید په ترڅ کې هغه وویل چې هغه افغانانو چې په افغانستان کې يې د امریکايي مرسته او د تحفظ وعده يې ورسره کړې وه، امریکايي حکومت شاته پرېښودي دي. هغه وویل د صدر بایډن حکومت خپل فرض نظر انداز کړی و.

مېک مېکال د ۲۰۲۱ د اګست د میاشت په ۲۶ نېټه د کابل هوايي اډې نه بهر د ځانمرګي حملې ذکر هم وکړو چې ۱۳ امریکايان په کې وژل شوي دي. هغه وویل دغه په لسو کلونو کې په افغانستان کې د امریکایانو دپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د خارجه د کمېټۍ د واکمن د ډېموکرېټک پارټۍ رکن ګرېګري ميکس افغانستان نه د امریکایانو د راوېستلو په د صدر بایډن د فېصلې دفاع وکړه.

هغه وویل د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني حکومت د توقع نه مخکې ړنګ شو او په نتیجه کې یې طالبانو په چټکتیا کابل ونيولو.

هغه وویل د صدر بایډن حکومت د افغانانو دپاره د خصوصي اميګرېشن ويزو دپاره د مرکو یا انټروېز لړۍ بیا شروع کړې ده. هغه وویل د ۱۲۰۰۰۰ نه زیات کسان د انخلا په مهال د افغانستان نه راوېستل شوي دي.

په خپله وېب پاڼه پرېس رېلیز کې د هاوس د خارجه چارو کمېټۍ وویل کمېټي به افغانستان نه د امريکې د ستنېدو په مهال او د دې نه وروسته د امریکې حکومت د کړکېچنې بېړنۍ انخلا جاج اخلي.

د حزب اختلاف ريپلېکن پارټۍ د هاوس غړی مایکل ټامس مېکال د کمېټۍ مشري او په اورونه کې به د کانګرس د غړو ترڅنګ د امریکايي ځواکونو پخواني عسکر وېنا کوي.

مېجرجنرل ډوناهو ورستی امریکايي پوځي و چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ نېټه يې کابل پرېښودو
مېجرجنرل ډوناهو ورستی امریکايي پوځي و چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ نېټه يې کابل پرېښودو

د افغانستان په اړه د خپلو تحقیقاتو په باره کې کمېټۍ ویلي چې افغانستان نه د لانجمنې انخلا په اړه د هغو پوښتنو جوابونه به ترلاسه کوي چې کانګرس، په افغانستان کې پاتې شوي امریکایان او د امريکې ولس يې مستحق دي.

کمېټۍ ویلي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا د یو کال پوره کېدو نه پس هم د صدر جوبایډن حکومت د معلوماتو حاصلولو دپاره د کمېټۍ د غوښتنو مخه نیولې ده.

کمېټۍ وویل واکمنه ډېموکرېټېک پارټي ناکامه شوې چې افغانستان نه د کړکېچنې انخلا په اړه د حکومت احتساب وکړي.

د افغانستان نه ورستی امریکايي عسکر د ۲۰۲۱ د اګست د میاشت د ۳۱ مې نېټې په شپه ووتلو.

امریکايي انخلا د هغې لوظنامې نتیجه وه چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۲۰ کې د طالبانو سره په دوحه کې دستخط کړه. په معاهده کې افغانستان نه د امریکايي او د نورو نړیوالو ځواکونو د ستنېدو نېټه ټاکل شوې وه.

صدر بایډن افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو دفاع وکوي.

د کال ۲۰۲۱ د اګست په ۱۶ نېټه افغانستان نه د انخلا په اړه خپل تقریر کې بایډن وویل چې د امریکايي ولس سره کړی لوظ چې د افغانستان نه به امریکايي ځواکونو راوباسي، د دغه لوظ احترام يې وکړو. ما ته معلومه ده چې ځما به فېصله به تنقید کېږي خو زه دا غوره ګڼم په ځای د دې چې دا فېصله بل صدر ته پرېږدم، ټول دغه تنقید به زه واخلم.

د خارجه د کمېټۍ د واکمن د ډېموکرېټک پارټۍ رکن ګرېګري ميکس افغانستان نه د امریکایانو د راوېستلو په د صدر بایډن د فېصلې دفاع وکړه
د خارجه د کمېټۍ د واکمن د ډېموکرېټک پارټۍ رکن ګرېګري ميکس افغانستان نه د امریکایانو د راوېستلو په د صدر بایډن د فېصلې دفاع وکړه

کمېټۍ ویلي د افغانستان په اړه د امریکې په تګلاره کې د دوامداره ناکامیو، طالبانو سره د صدر بایډن د ښکیلتیا، افغانستان نه د امریکایانو او د افغان همکارانو په انخلا کې د ناکامۍ، د افغان ښځو او جینکو د زورول کېدو په اړه د امریکې د موثره جواب د نيشت والي، د بشري امداد د مصرف او په سیمه کې د ترهګرۍ په ضد د صلاحیتونو د کمي په اړه سخت تحقیقات کوي.

د کال ۲۰۲۱ د اګست د شپاړسمې نېټې په تقریر کې صدر بایډن وویل په افغانستان کې د امریکي مشن د قوم د جوړولو نه و بلکې په امریکې ترهګرو د حملې مخه نیول وو.

بايډن امریکې په یو شمېر ملکونو کې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي دي، د دې باوجود چې هلته امریکايي ځواکونه موجود نه وو. که ضروري نو مونږ به په افغانستان کې هم دغه شان کوو.

هغه زیاته کړه امریکې داسې صلاحیتونه لري چې سيمې نه د ترهګرۍ په خطر د افق نه نظر وساتي او که ضرورت و نو په چټګتیا او په فېصله کن انداز کې ګامونه پورته کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلیویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG