لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناقدين وايي سعودي شهزاده د وزير اعظم په څوکۍ کې ځان قانوني کول غواړي



د 37 کلن شهزاده، چې د يو داسې هېواد واکمن دی چې نړۍ ته د ټولو زيات خام تېل ورکوي، خلاف د امريکا په ډېرو عدالتونو کې مقدمې شوې دي چې په خاصه توګه پکې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې  په سر مقدمه هم شامله ده
د 37 کلن شهزاده، چې د يو داسې هېواد واکمن دی چې نړۍ ته د ټولو زيات خام تېل ورکوي، خلاف د امريکا په ډېرو عدالتونو کې مقدمې شوې دي چې په خاصه توګه پکې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې  په سر مقدمه هم شامله ده

د سعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزير اعظم د نوي خطاب موندلو تاثر به کېدلی شي په بهرنۍ نړۍ کې وليدل شي خو په خپل هېواد کې به یې تاثر دومره نه وي چرته چې بې کچه طاقت لري.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې د جو بايډن حکومت په دې بحثونه کوي چې ایا محمد بن سلمان د معاف کؤلو جوګه دی د چا په ضد چې په امريکايي عدالتونو کې مقدمې جوړې شوي؟

د دې نه وړاندې چې د سعودي شهزاده د نوي حيثيت اعلان وشي د امريکا يو جج قانون پوهانو ته د دريم اکتوبر پورې نېټه کېښوده چې خپله رای ورکړي ايا هغه د رعايت جوګه دی؟

خو د جمعې په ورځ د محمد بن سلمان د نوي خطاب د پرېکړې په اړه د امريکا حکومت د 45 ورځو د وخت غوښتلو خواست کړی چې په دې حقله خپل سوچ فکر وکړي.

د 37 کلن شهزاده، چې د يو داسې هېواد واکمن دی چې نړۍ ته د ټولو زيات خام تېل ورکوي، خلاف د امريکا په ډېرو عدالتونو کې مقدمې شوې دي چې په خاصه توګه پکې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې په سر مقدمه هم شامله ده.

خاشقجي جي په ترکي کې د سعودي عرب قونصليټ ته ورغلی و او بیا ژوندی نه دي لیدل شوی او وژل شوی دي. د هغه د قتل په ترڅ کې محمد بن سلمان په غربي نړۍ کې د ويرې څېره ګرځېدلې ده.

رویټرز وايي د جولای په میاشت کې سعودي عرب ته د دورې په مهال د امریکې صدر جوبایډن محمد بن سلمان ته وویل چې هغه سعودي ولي عهد د خاشقجي د قتل ذمه واري ګڼي
رویټرز وايي د جولای په میاشت کې سعودي عرب ته د دورې په مهال د امریکې صدر جوبایډن محمد بن سلمان ته وویل چې هغه سعودي ولي عهد د خاشقجي د قتل ذمه واري ګڼي

د شهزاده قانوني دفاع کونکي دليل لري چې محمد بن سلمان د سعودي عرب واکمن دی او په دې بنياد هغه د رعايت موندلو حقدار دی خو د بشري حقونو مبارزه کونکي او د امريکا په حکومت تنقيد کونکي وايي شهزاده په سپين سترګۍ خپل خطاب بدلوي چې رعايت اخستلو ته قانوني لاره ومومي.

د خاشقجي د جوړ کړل شوي غير حکومتي ادارې ډيموکريسي فار دې عرب ورلډ مشره ساره ليه وېټسن ای ايف پي ته ويلي “دا يو اخيری کوښښ دی چې د هغه د پاره يو نوی خطاب وتراشل شي او دی پرې ووينځل شي.”

سعودي حکومت د نوي خطاب په اړه شوې پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.

په عین حال کې د جمال خاشقجي د قتل په لړ کې د یوې مقدمې د اورېدنې په مهال د محمد بن سلمان وکیلان یو عدالت ته د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې د وزیراعظم په حېث محمد بن سلمان استثنا ترلاسه کړې ده او په هغه مقدمه نشي کېدلی.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د امریکې استخباراتي چارواکي ګني چې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د قتل حکم جاري کړی و. خو سعودي ولي عهد دا خبره ردوي خو دا خبره مني چې د خاشقجي د وژنې پېښه د هغه په حکومت په مهال شوي ده.

خاشقجي جي په ترکي کې د سعودي عرب قونصليټ ته ورغلی و او بیا ژوندی نه دي لیدل شوی
خاشقجي جي په ترکي کې د سعودي عرب قونصليټ ته ورغلی و او بیا ژوندی نه دي لیدل شوی

د محمد بن سلمان وکیلانو په واشنګټن کې یو وفاقي عدالت ته وویل چې د شاهي فرمان نه وروسته په دې کې هېڅ شک نه دی پاتې چې ولي عهد د وزیراعظم په حېث استثنا ترلاسه کړې ده. وکیلانو د داسې مثالونه هم عدالت ته ورکړل چې امریکي پکې په تېرو وختونو کې د غیر ملکي حکومتونو سربراهانو ته استثنا ورکړې ده.

رویټرز وايي د جولای په میاشت کې سعودي عرب ته د دورې په مهال د امریکې صدر جوبایډن محمد بن سلمان ته وویل چې هغه سعودي ولي عهد د خاشقجي د قتل ذمه واري ګڼي.

عدالت د امریکې انصاف وزارت ته وویل چې دا وضاحت وکړي چې ایا محمد بن سلمان استثنا لري او که نا؟ او د بل سماعت دپاره يې د اکتوبر د میاشت دریمه نېټه وټاکله.

خو د انصاف وزارت د عدالت نه ۴۵ ورځې مهلت وغوښتلو او ويې وېل په حالاتو کې د بدلون له امله عدالت ته ځواب ورکولو دپاره وزارت نور وخت ته ضرورت لري.

د عدالت جج جان ډي بېټس د وزارت خواست ومنلو او د نومبر د میاشت ۱۷ نېټه د بل سماعت دپاره وتاکله خو دا يې هم وویل چې د مقدمې د اورېدنې دپاره به بیا نېټه نه غځوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG