لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: خواريکښ وايي ګرانۍ او بې روزګارۍ د سختو ستونزو سره مخ کړي


پېښور کې د ورځې په سر دياړي کوونکی اعجاز خان خان چې د مومندو سره یې تعلق دی وايي هره ورځ د سپين جومات سره خوا ته کښېني چې مزدوري ورته ترلاسه شي
پېښور کې د ورځې په سر دياړي کوونکی اعجاز خان خان چې د مومندو سره یې تعلق دی وايي هره ورځ د سپين جومات سره خوا ته کښېني چې مزدوري ورته ترلاسه شي

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، په ملک کې د خوراکي توکيو او نورو خام مالونو د ګرانۍ سره ټوله ګراني سېوا شوې ده h,خورايکښ وايي بې روزګاري سېوا شوې او په دياړۍ یې ګوزاره نه کيږي.

اقتصاد پوهان وايي د نړيوالې مالياتي ادارې يا ايي ايم اېف د پور د شرطونو منلو سره به د ګرانۍ کچه نوره سېوا شي او په عامو خواريکښو به یې بدې اغېزې وي.

پېښور کې د ورځې په سر دياړي کوونکی اعجاز خان خان چې د مومندو سره یې تعلق دی وايي هره ورځ د سپين جومات سره خوا ته کښېني چې مزدوري ورته ترلاسه شي.

هغه وايي "هره ورځ سحر وختي دغه ځای ته راځو او کله کله کار مېلاو نه شي نو ماښام پورې ناست يو، زمونږ دياړي 800 نه واخله تر 1000روپو پورې ده خو ګزاره پرې ډېره ګرانه ده".

هغه وويل، ګراني ډېره زياته شوې او تېل، غوړي، وړه، سبزي، دالونه او نور خوراکي توکي ډېر ګران شوي دي".

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د تيرې څه مودې راهسې د خوراکي توکو، تيلو او د روپۍ په مقابله کې د ډالر د بيعې لوړېدو سره په ګرانۍ کې نوره اضافه شوې ده.

حفيظ الله چې د پېښور په بورډ بازار کې د کپړې دوکاندار دی وي او اې ډيوه سره په خبرو کې یې وويل، د بجلۍ او ګېس ګرانېدو سره سم په هغوی نور ټيکسونه هم لګول شوي دي او ګټه یې کمه شوې ده.

د نوموړي په خبره وړه د 1800 نه 3000 روپو ته، غوړي يو کلو 500 ته، ورېژې يو کلو 300 روپو نه اوښتي دي او دې سره سم بجلي او ګېس هم ګران شوي دي.

هغه زياته کړه په دوی باندې نه "يوازې د دوکان کرايه، بلونه او نور ټېکسونه دي بلکې د کور خرچې او د ماشومانو د سبق پيسې هم دي"

د پېښور پوهنتون د اقتصادياتو چارو کار پوهه ډاکټر ممتاز حسين شاه وي او اې ډيوه ته وويل، په پاکستان کې څومره هم چې بجلي جوړېږي نو هغه يا په تيلو او يا په سکرو يا کويله باندې جوړېږي، دغه کويله يا تيل مونږ بهر نه په ډالر راغواړو نو چې څومره تېل پکار وي نو هغومره ډالر هم پکار وي.

هغه زياته کړه چې ډېر تېل او ګېس د بهر نه راغوښتو سره هم د خلکو په ژوند اثر کيږې او دې سره هم خوراکي توکو بيعې ګرانيږي.

د نوموړي په خبره چې د نړيوالې مالياتي ادارې ايي ايم اېف د پور ترلاسه کولو په ترڅ کې حکومت سبسډي ختموي او نور ټېکسونه لګوي او د هغې سره به د خوراکي توکيو بيعې نورې لوړې شي.

د پاکستان د شمارياتو ادارې لخوا په اوونيز رپورټ کې ويل شوي د اوسنۍ ګراني کچه د 1975 کال د مۍ مياشتې نه پس تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG