لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکايي جرنلېسټ ډېنیل پرل په تښتولو او وژنه تورن عمرشېخ او نور وپېژنئ


د امريکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل په وژنه تورن عمر شېخ او د هغه سره درې نورو کسانو ته چې د مرګ او عمر بند سزاګانې اورول شوې د روان کال د اپرېل په میاشت کې د سيند هايکورټ د دوی سزاګانې بدلې کړې او پرون په 24م دسمبر عدالت د دوی د نظربند ساتلو امر معطل کړی او د خوشي کولو امر يې کړی خو د زندان څخه تراوسه نه دي خوشي شوي.

د سيند صوبې حکومت او د ډېنيل پرل مور او پلار د عمر شېخ او هغه سره درېو نورو کسانو د سزاګانو بدلولو د فېصلې پرضد په سپريم کورټ کې اپيل کړی دی.

امریکې د سيند هايکورټ په پرونۍ فېصله چې عمر شېخ او ملګري دې يې د بنده خوشي شي، اندېښنه څرګنده کړې ده.

عمر شېخ څوک دی؟

د عمر شېخ پوره نوم عمر سعيد شېخ دی، هغه په کال 1973م کې په لندن کې زېږېدلی، ډان يې د زېږېدنې کال 1974 ياد کړی دی.

د ګارډين د رپورټ ترمخه د عمرشېخ پلار د کپړې کاروباري ؤ او بي بي سي يې کورنۍ، مذهبي فکر لرونکې کورنۍ ياده کړې ده.

د ګارډين ترمخه عمرشېخ د لندن سکول اف اکنامکس کې زده کړې او بيا د برتانیې د پوځ د رېسلنګ ټيم غړی پاتې شوی دی. د کورنۍ په اړه يې ويل کيږي په کال 1984م کې لاهور ته منتقل شوې او هغه په اېچيسن کالج کط داخله اخستی خو د سخت خوی له امله هغه د کالج څخه ويستل شوی ؤ.

پروېز مشرف د عمرشېخ په اړه څه ويلي؟

د پاکستان پخواني پوځي امر پروېز مشرف په خپل کتاب [ان دې لائن اف فائر] کې ليکلي، "عمرشېخ د لند سکول اف اکنامکس کې د زده کړو په وخت د برتانیې استخباراتي ادارې [اېم ايي سېکس] ګمارلی او په بوسنيا د سربيه د ورختو پرضد يې پرې په لندن کې مظاهرې کړې وې".

مشرف په خپل کتاب کې دعوه کړې چې د "برتانیې اسختباراتي ادارې هغه [شېخ] د کوسوو د جهاد دپاره هم لېږلی ؤ".

عمرشېخ د ډېنيل پرل د تښتونې او وژنې په تور کې د پروېز مشرف په حکومت کې نيول شوی او چې په کال 2002 کې شېخ ته د مرګ سزا واورول شوه، د سزا د اورېدنې وروسته یې وکيل خبريالانو ته بیان اورولی ؤ، د ګارډين ترمخه شېخ په بې باکۍ سره ویلي ؤ،

"ګورو چې څوک لومړی مري، زه يا هغه چارواکي چې هغه يې د مرګ سزا ته برابر کړو".

راپورونه وايي عمرشېخ په کال 1992 کې بوسنيا ته تللی او د هلته نه بيا افغانستان ته رسېدلی او جنګي روزنه یې کړې وه، او په کال 1994م کې يې د هند په دهلي کې يې درې برتانوي او يو امریکايي وګړی تښتولي او په بدل کې يې د لس کشميري مشرانو خوشي کولو غوښتنه کړې، خو دغه پلان یې شنډ شوی او نيول شوی ؤ.

د هند د بند څخه څنګه ازاد شو؟

د کال 1999م د دسمبر په مياشت کې د هند د الوتکې افغانستان ته تښتوونې [هايي جېک] په بدل کې د جېش محمد د مشر مسعود اظهر سره عمرشېخ او مشتاق زرګر خوشي کړی شوي او ويل کيږي شېخ بيا پاکستان ته منتقل شوی ؤ.

په کال 2002م کې چې د امریکا د وتلې ورځپاڼې وال سټریټ جنرل خبريال ډېنیل پرل وتښتول شو، د بي بي سي ترمخه د پاکستان د خپلواکۍ بيرته په ځای کېدو نومې غورځنګ چې مشري يې عمر شېخ کوله، زمه واري منلې او په بدل کې يې د پاکستان څخه د امریکايي پوځ د ويستلو غوښتنه کړې وه.

د پرل د بې درکۍ په ورځو کې، ويل کيږي د هغه سره د کراچۍ پوليسو خبرې هم کړې وې خو بيا هغه په خپله ځان ورک کړی او بيا وروسته چې هغه ګرفتاري ورکړه.

د اعجاز شاه سره پاتې شوی

ډېنيل پرل وژل شوی او شېخ بيا په پلټنو کې ویلي ؤ د پرل د تښتونې نه وړاندې هغه په لاهور کې د بریګيډئير ریټايرډ اعجاز شاه سره دوه اوونۍ تېرې کړې وې.

اعجاز شاه د پخواني پوځي آمر پروېز د مارشل لا لګولو په وخت په پنجاب صوبه کې د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر ؤ بيا د انټيلجينس بيور مشر کړی شوی او د مشرف نزدې تن ګڼل کېدو.

د پاکستان تحریک انصاف په اوسني حکومت کې هغه د کورنيو چارو وزير جوړ کړی شوی او دا وخت د مخدره موادو د مخنيوي وزارت لري.

د کورنيو چارو د وزير جوړېدو وروسته د هغه په اړه جرنلېسټ او څيړونکي مرتضی سولنګي په ټويټر ويلي ؤ،"د بريګيډيئر (ر) اعجاز شاه نوم د بېنظير بټو د وژنې په پېښه کې اخيستل کيږي. او دا هغه تن دی چې د جرنلسټ ډينيل پرل په وژنه کې ککړ د (القاعده) عمرشېخ يې د ځان سره ساتلی ؤ او اوس په مرکزي کابينه کې شامل کړی شو. د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره ښخه کړی شوه".

د مرګ سزا

عمرشېخ ته هم بيا په کال 2002 کې د ډېنيل پرل د تښتونې او وژنې په مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مرګ سزا اورولې خو وکيلانو يې د سزا پرضد په هايکورټ کې اپيل کړی او سږ کال په دوېم اپرېل د سيند هايکورټ د هغه سزا په اووه کاله بدله بند بدله کړې چې د وکیل په خبره يې دغه سزا هغه د وړاندې نه تيره کړې ځکه چې هغه 18 کاله په بند کې ساتل شوی دی.

د سيند صوبايي حکومت او د ډېنيل پرل مور او پلار د سيند هايکورټ پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې ده.

سيند هايکورټ پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [24 دسمبر] د احمد عمر شېخ او د هغه سره درې نورو بنديوانو د نظر بند ساتلو حکم معطل کړی او د هغوی د خوشي کولو امر يې کړی ؤ.

خو عمر شېخ او نور کسان د جېل څخه نه دي خوشي شوي، پرون ماښام د عمر شېخ او نورو وکيل نديم احمد د کراچۍ د مرکزي زندان مخې ته مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، د جېل چارواکو ورته وويل چې دا حساسه قضيه ده او دغه د خوشي کېدو امر به د عدالت نه تاييدوي بیا دوی دغه کسان خوشي کړي.

هغه وويل نن په 25دسمبر رخصتي ده ځکه سبا د خالي/ شنبې په ورځ به د عمر شېخ او نورو د خوشي کولو امر د عدالت څخه تاييد شي او هغوی به خوشي شي.

د ډېنیل پرل د تښتونې او وژنې په تور کې نور درې کسان

د ډينيل پرل د تښتونې او وژنې په قضیه کې د عمر شېخ سره فهدنسيم ، سلمان ثاقب او شېخ عادل نومې کسان هم تورن دي.

د دوی څلورو واړو وکيل نديم احمد وايي د فهدنسيم، سلمان ثاقب او شېخ عادل درې واړو تعلق د کراچۍ سره دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، ثاقب او عادل په خپل مينځ کې لرې خپلوان دي تعليم يافته دي.

هغه زياته کړه درېم فهدنسيم هم د کراچۍ سره تعلق دی او د کمپيوټر ډپلومه یې کړې ده.

هغه وويل په دې درې واړو کسانو د لېپ ټاپ د لارې د موادو خپرولو او د دوی څخه بيا ځينې مواد ترلاسه شوي هم دي او په دوی د پرل د تښتونې په تور کې د سهولت کارۍ تور دی.

دغو درې واړو کسانو ته چې عدالت په قضيه کې د عمربند سزا اورولې د اپرېل په فېصله کې هایکورټ د دوی سزا ختمه کړې وه. دوی اوس هم د عمر شېخ سره په بند کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG