لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو اېن اېچ سي ار وايي 2022 د روهنګیا مسلمانانو دپاره ترټولو خونړی کال و


د ګل په ورځ د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي 57 د روهنګیا مسلمانان د انډونیزیا په اکیح بسار صوبه کې ځاۍ خلکو رابچ کړي دي.دوۍ واۍ چې دغه کشتۍ کې سړي ناست وو او د بنګلادیش نه په کډه شوي دغه کسان تر یوې میاشتې پورې په اوبو کې ګیر وو
د ګل په ورځ د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي 57 د روهنګیا مسلمانان د انډونیزیا په اکیح بسار صوبه کې ځاۍ خلکو رابچ کړي دي.دوۍ واۍ چې دغه کشتۍ کې سړي ناست وو او د بنګلادیش نه په کډه شوي دغه کسان تر یوې میاشتې پورې په اوبو کې ګیر وو

د کډوالو لپآره د ملګرو ملتونو ادارې رویټرز خبري ادارې ته ویلي په بنګله دیش کې په خیمو کې ژوند کونکي روهنګیا مسلمانان چې د انتهاۍ خرابو حالاتو په کډوالۍ مجبوره کړي شوي وو د هغوي یوه کشتۍ د ډوبیدو په پیښه کې 180 کسان مړه شوي دي.

د ادارې ترمخه د کال 2022 په سمندر کې د ډوبیدو تر ټولو لویه خونړۍ پیښه ده

په کال 2017 کې په برما کې د پوځي عملیاتو له امله په کډه شوي قریباً یو ملیون روهنګیا مسلمانان په بنګلادیش کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د بد مت د اکثریت هیواد میانمر یا برما کې د روهنګیا مسلمانانو ته شهریت نه ورکول کیږي او دوی د سویلي اسیا څخه غیرقانونه کډوال بلل کیږي.

په سویلي اسیا کې د ملګرو ملتونو لپاره د یواین اېچ سي ار ایچ سي ار کمیشنر ویلي د نومبر میاشتې په اخیرۍ ورځو کې د بنګلادیش نه روانه شوې د روهنګیا مسلمانانو کشتۍ له درکه شوې چې پکې 180 کسان سواره دي.

یواین ایچ سي ار ویلي دغه کشتۍ چې په سمندري اوبو کې د سفر کولو توان يې نه لرلو امکان دی چې د دسمبر په لمړۍ ورځو کې د رابطو ختمیدو نه وړاندې ماته شوې وه.د یو این ایچ سي ار ویاند بابربلوچ ویلي سږ کال د وړاندې نه ویره ده تر 200 پورې د روهنګیا مسلمانان په سمندر کې بی درکه شوي دي. د یو این ایچ سي د اندازو ترمخه خاوشا 900 د روهنګیا مسلمانان په کال 2013 کې د اندامن سمندر کې مړه شوي او بیا په کال 2014 کې دغه شمیره 700 وه.

بابربلوچ ویلي د کال 2013 او 2014 دغه خونړۍ پیښو نه ورستو سږنی کال خونړی کال دی.ددغه شمیرو سره سم په کال 2020 کې نزدې 2400 کسان په سمندري لارو کډه کولو په وخت بی درکه شوي وو کوم چې قوي ګمان دی مړه شوي. د بشري حقونو د ادارو د اندازو ترمخه د بنکله دیش نه کډه کونکو روهنګیا ملسمانانو شمیره سږ کال پینځه غبرګه سیوه شوې ده.

د یواین سي ار سویلي اسیا لپاره ویاند بابربلوچ ویلي دا روښانه نه ده چې رسا کوم ځائ د 180 کسانو دغه کشتۍ بی درکه شوې او نه ده معلوم ده چې د کرونا له کبله د بندیزونو وروسته دغه روهنګیا مسلمانان په کوم لور سفر ته روان شوي وو.

په کال 2012 کې د میانمر نه په کډه شوی 38 کلن سعیدالرحمان چې دا وخت يې په ملیزیا کې پناه اخستې وايي چې میرمن او دوه ځامن چې عمرونه يې 17 او 13 کاله وو او یوه دولس کلنه لور يې هم په دغه بی درکه شوو کسانو دي.

دی وايې په کال 2017 کې يې کورنۍ بنګلادیش ته د خپل ژوند بچ کولو په خاطر په کډه شوي وو. خو هغوي اوس ټول مړه شول، دی وايي روهنګیا په ځمکه او سمندر هر ځاۍ مړه کیږي.

د رواني میاشتې په اوله کې د روهنګیا لپاره غږپورته کونکو دوه فعالانو ویلي وو چې شلو پورې کسان د لوګې او تندې مړه شوي دکومې په اړه چې یو این ایچ سي ار ویلي وو د هند ساحلي برخو کې تر دوو هفتو پورې کشتۍ کې ګیرپاتې وو.

ګڼ شمیر کشتۍ چې په سمندر کې ګیر پاتې وې بچ کړی شوي هم دي. د ګل په ورځ د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي 57 د روهنګیا مسلمانان د انډونیزیا په اکیح بسار صوبه کې ځاۍ خلکو رابچ کړي دي.دوۍ واۍ چې دغه کشتۍ کې سړي ناست وو او د بنګلادیش نه په کډه شوي دغه کسان تر یوې میاشتې پورې په اوبو کې ګیر وو.

د انډونیزیا حکومت سمدستي په دغه اړه د څه ویلو نه ډډه کړې.د نومبر په میاشته کې هم یوه کشتۍ چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان سواره وو د انډونیزیا په اکیح صوبه کې ساحل ته بوتلل شوه. دغسې د سري لنکا سمندري پوځ هم د بحرهند نه 104کسان په کشتۍ کې رابچ کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG