لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په ضلع ډيره بګټې کې د هېضې او نورو نارغيو له امله 22 تنه مړه شوي


د صحت د محکمې رپورټ دی چې پر یولسم اپريل د هېضې ناروغي لګېدلې ده، د ناروغۍ په خوريدو ، پر وخت د علاج د نه کولو او د صفا اوبو بندوبست نشتوالي پر ضد ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي وايي حکومت د دې نارغيو په مخ نيوي، و خلکو ته د صفا اوبو ورکولو او اسانتياوې برابرولو کې ناکامه شوی دی
د صحت د محکمې رپورټ دی چې پر یولسم اپريل د هېضې ناروغي لګېدلې ده، د ناروغۍ په خوريدو ، پر وخت د علاج د نه کولو او د صفا اوبو بندوبست نشتوالي پر ضد ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي وايي حکومت د دې نارغيو په مخ نيوي، و خلکو ته د صفا اوبو ورکولو او اسانتياوې برابرولو کې ناکامه شوی دی

د بلوچستان د صحت محکمې سېکرټري صالح ناصر ویلي د ډيره بګټي ضلعې په پير کوه سيمه کې له تېرې يونيمې مياشتې څخه د خیچنو اوبو له امله خپرې شوي هېضې او د نورو ناروغيو له امله 22 مړه شوي دي او د صوبې اعلا وزیر ویلي سیمې ته د صفا اوبو بندوبست شوی دی.

وي او ای ډیوه ته د موبایل ټېلې فون دلارې لېږل شوي پېغام کې صالح ناصر وویل د پیر کوه د ديرش يا پېنځه ديرش زره ابادۍ کې په تيره يوه نيمه مياشت کې تقريبا 22 کسان مړه شوي چې پکې شپږ له هېضي او پاته 16 کسان له نورو بېلا بېلو ناروغيو نه مړه شوي دي.

د ډيره بګټي د صحت محکمې ضلعي مشر ډاکټرمحمد اعظم بګټي په خبره د هېضې د ناروغانو په شمېر کې لا هم زيات والی راروان دی او دا وخت دا شمېر 2450 ته رسېدلی دی۔

د پاکستان وزير اعظم محمد شهباز شريف په پير کوه کې وبا د مخینوي او خلکو ته د جدي طبي اسانتياو د برابرولو امر کړی دی.

د سيکريټري صحت صالح ناصر په خبره دی خپله د صحت د ټيم مشري کوي او له تيرو پينځو ورځو هلته په پير کوه کې دی، له کوټې يې ډاکټرانو ټيم بولی او هلته يې يوه ځانګړې ليبارټري هم جوړه کړې او د خلکو ټيسټونه کوي.

د ناصر په خبره دا ناروغۍ د ابو د خرابېدو يا وايرس وهلو له عمله لګېدلې ده۔ "دا د اوبو ستونزه ده او دا ناروغي له اوبو څخه پيدا شوې ده، په دغو اوبو کې بيکټريا وه د کومې په وجه چې دا ناروغي خوريږي"۔

د صحت د محکمې رپورټ دی چې پر یولسم اپريل د هېضې ناروغي لګېدلې ده، د ناروغۍ په خوريدو ، پر وخت د علاج د نه کولو او د صفا اوبو بندوبست نشتوالي پر ضد ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي وايي حکومت د دې نارغيو په مخ نيوي، و خلکو ته د صفا اوبو ورکولو او اسانتياوې برابرولو کې ناکامه شوی دی،

خو د صالح ناصر په خبره د حکومت د اوبو مسله حل کولو لپاره ګامونه اخيستلي دي." حکومت له ډيره بګټې څخه اوبه رسوي، دوی (ابادي) پينځ نيم لکه ليټره اوبو ته ضرورت لري، تر شپږ لکه ليټرو پوري اوبه ورسول شوې دي، د دوی لپاره د اوبو يوه پروژه چې په څلورو پنځو مياشتو کې به پوره کيږي او د اوبو ستونزه به يې ورسره حل شي روانه ده، فلحاله موږ د او بو هغه لاره وتړه د کومې له لارې چې دوی اوبه تر لاسه کولې ولې چې ده ناروغۍ د لا خوريدو ويره وه"۔

ډيره بګټي د پاکستان له هغو سيمو څخه ده چې زيات قدرتي ګېس پيدا کوي او د پاکستان و پنجاب او نورو ايالتونو ته له تيرو اوياوو کالو راهيسي ګېس ورکوي، د بلوڅ سياستوالو لخوا په خپلو بيانونو کې ويل شوي چې د ډيره بګټي ګېس خو و ټول ملک ته تللای شي خو د حکومت لخوا و ډيره بګټي ته د صفا اوبو يو پايپ هم ندی لګول شوی۔

د بلوچستان حکومت په يوه اعلاميه کې ويلي چې د اوسنۍ وبا له لګېدو نه پس د بلوچستان وزير اعلا مير قدوس بزنجو له لوري و پير کوه سيمه ته د سفا اوبو د رسد د لاين لپاره درې سوه ميلينه روپی ورکړې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG