لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي په ترکي او شام کې زلزلې دلاسه د مړو کسانو شمېره د ۲۹۰۰۰  نه زیاته شوې


د فېبرورۍ په شپږمه نېټه د زلزلې وروسته نړیوالې امدادي ادارې د ترکي زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي دي خو چارواکي وايي د شام زلزله ځپلو سیمو ته امدادي سامان په رسوولو کې مشکلات دي
د فېبرورۍ په شپږمه نېټه د زلزلې وروسته نړیوالې امدادي ادارې د ترکي زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي دي خو چارواکي وايي د شام زلزله ځپلو سیمو ته امدادي سامان په رسوولو کې مشکلات دي

په ترکي او شام کې زلزلې دلاسه د مړو کسانو شمېره د ۲۹۰۰۰ نه زیاته شوې او د ګل، دوشنبې، په ورځ د ترکي په جنوب کې امدادي کارکونکو یوې ودانۍ د کنډر نه یوه ښځه د زلزلې نه یوه هفته وروسته ژوندۍ راوېستله.

څلوېښت کلنه ښځه د ترکي په غازي عېنتاب صوبه کې د ودانۍ د کنډر نه په داسې حال کې راوېستل شوه چې ماهرین وايي زلزلې دلاسه د ورانو ودانیو په کنډرو کې د خلکو د ژوندې موندل کېدو امکانات په کمېدو دي.

تېره هفته د ترکي او شام مشترکه سرحدي سیمې د اووه اشاریه اته او اووه اشاریه پېنځه درجې لزلې ولړزولې.

د ترک چارواکو په وېنا په زلزله کې د مړو کسانو شمېره ۲۹۶۰۵ ته رسېدلې ده.

انساني امداد دپاره د اقوام متحده ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په شمالي شام کې ۴۳۰۰ کسان مړه شوي او ۷۶۰۰ نور کسان زخمیان شوي دي.

د فېبرورۍ په شپږمه نېټه د زلزلې وروسته نړیوالې امدادي ادارې د ترکي زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي دي خو چارواکي وايي د شام زلزله ځپلو سیمو ته امدادي سامان په رسوولو کې مشکلات دي.

د شام زلزله ځپلو سیمو ته د ترکي نه په یوه سرحدي لارد امداد رسوولو کوښښونه کېږي او د ملک دننه د حکومت د ولکې لاندې سیمو نه د باغیانو په ولکه کې علاقو ته امداد رسوولو دپاره مختلفو فريقېنو سره مذاکرات کولی شي چې له امله يې امدادي قافلې د ځنډ سره مخامخ دي.

د بېړني امداد دپاره د متحده قومونو د ادارې مشر مارټن ګرېفېتس د اتوار، يکشنبې، په ورځ د شام د زلزله ځپلو سیمو دوره وکړه او ويې وېل چې د شام په شمال مغرب کې د زلزلې نه متاثر شویو خلکو ته پاتې راغلې دي او دغه خلک محسوس کوي چې نظرانداز کړی شوي دي.

امریکايي سفېرې لېنډا تامس ګرین فیلډ د متحده قومونو په سېکیورټي کاونسل غږ وکړو چې شام ته امداد رسوولو دپاره دې د هېواد د پولې نه د تېرېدو قرارداد دې منظور کړي.

ګرین فيلډ د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې هره ګنټه وخت اهمیت لري.

د ترکیې حکومت د خالي/شنبې په ورځ یو شمېر ټېکه داران چې د چارواکو په باور د زلزلې له کبله د نړېدلو ودانیو په ناقصه جوړولو کې ذمه وار ګڼل کیږي، ګرفتاره کړل.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای ترکي څانګې او د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG