لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په زندان کې د اور لګېدو په پېښه کې د مړو کسانو شمېر اتوو ته رسېدلی


په زندان کې اور د خالي، شنبې، په ورځ  په داسې مهال ولګېدو چې په ټول هېواد کې د دوویشت کلنې مهسا امیني د مړيني‌ وروسته شروع شوي احتجاجونه دوام لري.
په زندان کې اور د خالي، شنبې، په ورځ  په داسې مهال ولګېدو چې په ټول هېواد کې د دوویشت کلنې مهسا امیني د مړيني‌ وروسته شروع شوي احتجاجونه دوام لري.

د ایران عدالتونو ویلي دي چې د تهران په اېون بند کې د اور لګېدو له امله د مړو کسانو شمار اتوو ته رسېدلی دی.

په زندان کې اور د خالي، شنبې، په ورځ په داسې مهال ولګېدو چې په ټول هېواد کې د دوویشت کلنې مهسا امیني د مړيني‌ وروسته شروع شوي احتجاجونه دوام لري.

امیني د ایران اخلاقي پولیس په الزام نیولي وه چې حجاب يې په مناسب ډول نه اغوستي. د پوليس په حراست کې د هغې د مرګ وروسته په ایران کې احتجاجونه شروع شوي دي.

د ایران د سرکاري ميډیا ترمخه د تهران په زندان کې په اور د یو څو ګهنټو وروسته قابو موندلی شوی دی. سرکاري‌ ميډیا وايي‌ په دغه وخت کې هیڅ یو قېدي نه دی تښتېدلی.

د امریکې سټېټ ډېپارټمنټ په یو خبرپاڼه کې ويلی دي چې د اېون زندان په حالاتو نظر ساتي.‌

دوي د سويټزرلېنډ سره په رابطه کي دي. ایران په غلطه نیولي د امریکني‌ وګړو د حفاظت ذمه وار دي. دغه کسان په فوري‌ توګه خوشې کول پکار دي.‌

د امریکې صدر جوباېډن د خالي‌ په ورځ وویل چې د ایران حکومت په احتجاج کونکو جبر کوي. امريکايي صدر زیاته کړه چې د ایران د احتجاج کونکو دپاره ډېر احترام لري.‌

اېون زندان کې د امنیت سره په تړلي تورونو کې خلک ساتلی شوی دي او په دې کې غبرګ شهريت لرونکي کسان هم شامل دي.

د بشري حقونو فعالين وايي په دغه زندان کې د قېدیانو سره زور زیاتی کېږي.

دا زندان د سیاسي قېدیانو د پاره مشهور دی او په دې کې د یورپ ځینې کسان هم ساتلی کيږي، چې بیا په نړیوالو خبرو اترو کې د یوې مهرې په توګه کارول کيږي.

په ایون کې قېد غبرګ شهريت لرونکي د شهاب دليلي ښځې د وي او ای فارسۍ څانګې ته ویلي چې د خپل خاوند سره يې خبرې کړی دي او هغه روغ جوړ دی.

په ويډیوګانو کې د ایون جېل په سيمه کې د ډزو او چاودنو اوازونه اورېدلی کېدی شي.

په انټرنېټ ويډیوګانو کې د جېل په سیمه کې لوږې ښکاري. په دغو ويډیوګانو کې د ډزو اوازونه اورېدلی کيږي.‌

د ويډیوګانو د خپرېدو سره سم احتجاج کونکي په لارو کوڅو کې راووتل او ؛آمر ته مرګ غواړو؛ نعرې يې وهلې. د آمر نه د دوی اشاره د ایران ستر روهاني مشر ایات الله خامناېي ته وه.

په ويډیوګانو کې ښکاري چې د دوو چاودنو ورستو امنیتي غړو جېل ته څه ويشتلی دي. دا نه ده معلومه چې د ایران امنیتي ځواکونو څه استعمال کړی دي.

د جېل ګېرچاپېره په لوی سړک د ګاډو ډېر رش هم لېدل کيږي.

چارواکي هڅې کوي چې په جېل کې لږېدلی اور او په هېواد کې جاري احتجاجونه د یو بل نه جدا پېښې وښاېي. سرکاري ميډیا د تشدد د پېښو په اړه هم مخالف معلومات خپروي.

د ایران سرکاري خبري ادارې ايي ار اېن ای د یو اعله چارواکي‌ د خولی وېلی دي چې قېدیانو د جېل د انتظاميې سره لاس اچولی وو او ځينو قېدیانو بیا د بندیانو د یونیفارم ګودام ته اور ورته کړی وو.

امنيتي چارواکي وېلی دي چې د کلارۍ د پاره يې راپاريدلي خلک د نورو قېدیانو نه بېل کړل شوی دي.

ورستو بیا د تهران سرکاري وکيل علي صالحي ويلی دي چې ناکلاري د امیني د مرګ په وجه د شورو شوي احتجاجونو سره تړاؤ نه لري.

د حقونو ډلې وايي د ستمبر د اولسمې نېټې راهسې شورو شوي احتجاجونو کې تر دې دمه د دوو سوو نه زیات کسان مړه شوی دي او د ایران چارواکو وېلی دي چې په ناکلارۍ کې د څليريشتو نه زیات امنیتي غړي هم وژلی شوی دي.‌

یادونه: د دې خبر معلومات د فارسۍ څانګې، د روېټرز او ای پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG