لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د انتخاباتو په اړه د فلمي اداکارارانو جعلي وډیوګانو په ووټونو کې د مداخلت په اړه تشویش راپارولی


د یو بېلین ووټرانو ملک هندوستان کې د اېسیا سېنټر او د انډین انسټېټیوټ اف مېنېنجمنټ نومې ادارو ترمخه ۹۰۰ مېلین خلک انټرنېټ ته لاس رسي لري او د هندوستان عام تن په ورځ کې اوسطً درې ګنټې په سوشل میډیا تېروي.
د یو بېلین ووټرانو ملک هندوستان کې د اېسیا سېنټر او د انډین انسټېټیوټ اف مېنېنجمنټ نومې ادارو ترمخه ۹۰۰ مېلین خلک انټرنېټ ته لاس رسي لري او د هندوستان عام تن په ورځ کې اوسطً درې ګنټې په سوشل میډیا تېروي.

په انټرنېټ په یو جعلي وډیو کې د هندي فلمي صنعت بالي وډ دوه مشهور اداکاران لیدل کېږي چې په وزیراعظم نریندرا مودي تنقید کوي او د ولس نه غوښتنه کوي چې د هېودا په موجوده انتخاباتو کې دې د مودي مخالف کانګرس پارټۍ ته ووټونه ورکړي.

د دېرشو سېکېنډو په وډیو کې عامرخان او د ۴۱ سېکېنډو په وډیو کې رنبیرسېنګ د رپورټونو ترمخه وايي چې مودي په خپلو لوظونه نه دي پوره کړي او د وزیراعظمۍ په خپلو دوو دورو کې د اقتصاد اهمې مسلې په حل کولو کې ناکامه شوی دی.

د ای ایي یا د منصوعي ذهانت په زریعه جوړ شوې وډیو د کانګرس په دې انتخابي نعره ختمیږي چې انصاف او کانګرس ته ووټ ورکړئ.

د روېټرز خبري ادارې د کتنې ترمخه د دواړو اداکارانو دغه جعلي وډیو د تېرې هفتې راهسې په انټرنېټ د پینځو لکونو نه زیاتو خلکو کتلې ده.

په دومره لویه کچه د وډیوز لیدل کېدو د هندوستان په عامو انتخاباتو کې د ای ایي دلارې جوړ موادو د مداخلت امکان زیات کړی دی.

د ای ایي په زریعه فېک یا ډیپ فېک یعني جعلي مواد لکه د امریکې، پاکستان او د انډونيشیا په شان د دنیا د نورو ملکونو په انتخاباتو کې هم استعمال شوی دی.

د هند په انتخابي کېمپين کې کور په کور د ووټونو غوښتلو ترڅنګ امیدواران د ۲۰۱۹ راهسې د وټس اېپ او د فېس بک دلارې هم ووټونو غواړي لیکن موجوده انتخابات چې ښکاري مودي به يې وګټي په وړمبي ځل په کې ای ایي استعمالېږي.

د کانګرس پارټۍ ترجمانې سوجاته پال د اپرېل په ۱۷ نېټه د خپلو ۱۶۰۰۰ فالورز سره د رنبیرسېنګ وډیو شریکه کړه او د خالي، شنبې، د ماسپښین پورې د پال پوسټ ۲۹۰۰ ځله بیا شریک کړی شوی و، ۸۷۰۰ ځله خوښ کړی و او د ۴۳۸۰۰۰ نه زیات کتل شوی و.

پال روېټرز خبر وه چې اېکس، پخواني ټوېټر، وډیو سره لیکلي وو چې دا مېنېپولېټېډ یا د لاس وهنې وډیو ده خو نه يې غوښتل چې لرې يې کړي ځکه چې دغه تن د رنبيرسېنګ سره مشابهت لري او په دې کې د هغې په قول تخلیقي کار شوی دی.

د اتوار، يکشنبې، چې کله روېټرز کانګرس پارټۍ سره د تبصرې دپاره رابطه وکړه او جواب یې ترلاسه نه کړو، د دې څو ګنټې وروسته دغه پوسټ په اېکس نه ښکارېدو.

دواړو اداکارانو ویلي دغه وډیوز جعلي دي. فېس بک، اېکس او لږ تر لږه اتوو نورو وېب پاڼو چې حقایق معلوموي، ویلي او روېټرز يې خپله هم تحقیق کړی چې دغه وډیوز جعلي دي.

روېټرز دا معلومه نه کړی شوه چې د وډیوز چا جوړ کړي دي.

د دواړو اداکارانو ترجمانانو وویل دوي په وډیوز د تشویش اظهار کړی دی.

سېنګ د جمعې په ورځ د اېکس دلارې وویل "ملګرو د ډيپ فېکس په اړه خبرداره وسئ."

د مودي حکومت او د هغه د بهارتیا جنتا پارټۍ د ايي ټي څانګې مشر روېټرز ته د تبصرې دپاره د غوښتنو جواب ور نه کړو.

د یو بېلین ووټرانو ملک هندوستان کې د اېسیا سېنټر او د انډین انسټېټیوټ اف مېنېنجمنټ نومې ادارو ترمخه ۹۰۰ مېلین خلک انټرنېټ ته لاس رسي لري او د هندوستان عام تن په ورځ کې اوسطً درې ګنټې په سوشل میډیا تېروي.

پولیس د وډیوز په باره کې تحقیقات شروع کړي دي او عامر خان په ممبۍ کې د نامعلومه کسانو خلاف د درغلۍ او جعلسازۍ مقدمه شروع کړې ده.

د عامر خان په کېس کارکوونکو دوو پولیس افسرانو د نوم نه څرګندولو په شرط روېټرز ته وویل فېس بک او اېکس د دوی په غوښتنه وډیوز لرې کړي دي.

د هند په موجوده انتخاباتو کې چې د جمعې په ورځ شروع شوي او د جون د میاشت پورې به دوام لري، ای ايي په بله طریقه هم استعمالېږي.

د هند په جنوبي برخه کې د کانګرس پارټۍ د یو انتخابي امیدوار وېجی واسنات ترجمان ویلي د واسنات مرستیالانو د ای ايي په زریعه د دوو منټو یوه وډیو جوړه کړې چې په کې د انتخابي امیدوار وفات شوی پلار اېچ واسنات کمار چې زیات مقبول سیاستدان و و د خپل زوي دپاره ووټونه غواړي.

په وډیو کې لیدل کېږي چې وفات شوی سیاستدان وايي که څه هم د هغه بدن تللی دی خو روح یې اوس هم موجود دی.

په مغربي بنګال ریاست کې د کمیونسټ پارټي اف انډیا مارکسېسټ د ای ایي په زریعه داسې وډیوز جوړ کړې چې په کې د هند په روایتي لباس ساړي کې د خبرونو کوربنه جوړه کړې د وېست بنګال په واک من ګونډ تنقید کوي.

د ریاست واکمن ګوند په وډیوز کې په پارټۍ لګول شوي الزامات ردکړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG