لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي فلمي ستورو دیپیکا پاډوکون او رنویر سنګ واده وشو


د هندوستان فلمي صنعت یا بالي وډ هنرمندانو رنویر سنگ او دیپیکا پاډوکون د شپږو کلونو د ملگرتیا وروستو د نومبر په ١۴مه په اټلي کې واده وکړو. د واده په دستوره کې د دواړو د کورنۍ د غړو تر څنګ نژدو ملگرو هم ګډون کړی او د واده په دستوره کې د برخه اخېستونکو میلمنو شمېره ۴٥ خودلې شوې.

په اټلي کې د واده دغه دستوره کې که څه هم میډیا نه وه رابلل شوې خو رنویر او دیپیکا د خپلو مینه والو لپاره د خپل واده ځیني عکسونه په سوشل میډیا خپاره کړل چې مینه والو يې ډیر خوښ کړل.

د واده د عکسونو خپرولو وروسته د هندوستان فلمي نړۍ دغه نوې جوړې ته په سوشل میډیا ګڼ شمېر خلکو مبارکیانې هم ورکړي او په دغو کې د فلمي نړۍیو شمیر ستوري هم شامل وو.

د هندي فلمونو هدایتکار کرن جوهر تر ټولو وړاندی دیپیکا او رنویر ته په ټویټر مبارکي ویلې او د ښه او کامیابه ژوند لپاره دعا ګانې کړي.

دهندي کرکټ ټیم کېپتان او کرکټ ستوري ویرات کوهلې میرمن او هندي هنرمندې انوشکا شرما هم نوې واده شوې جوړې ته په ټوېټر ومبارکي ورکړې.

مادهوري ډکشټ هم په مبارکي ورکونکې هنرمندانو کې شامل ده او پهخپل ټویټر پېغام يې نوې جوړې ته د نوي ژوند سفر پیلولو ومبارکي او نیکی پېرزونې وړاندې کړي.

د هندي مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په اټلي کې د واده وروستو به د رنویر او دیپیکا د نومبر په ١٨ هندوستان ته ستنیږي او د نومبر په ٢١مه به د خپلو ملگرو او خپلوانو لپاره او د نومبر په ٢٨ مه به په ممبۍ ښار کې د فلمي صنعت ملگرو لپارهد واده ډوډۍ کوي.

د خپل واده لپاره راتلونکې میلمنو نه رنویر او دیپیکا دا خواست هم کړی چې دوي ته د واده ډالې ورکولو پرځاې دې د ناوې (دیپیکا) لخوا جوړ شوي د ذهني (اعصابي) ناروغۍتنظیم ته دغه ډالې چنده کړي.

دیپیکا پاډوکون او رنویر سنگ په ٣ فلمونو رام لیلا، باجي راو مستانی او پدماوتي کې یو ځاې کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG