لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: امریکایان د جمهوریت حمایت کوي


صدر بایډن اعلان وکړو چې په انډونېشیا کې د جي ټونټي تنظیم په غونډه کې د شرکت وروسته هېواد ته د سنېدو نه پس به د ریپبلېکن او د ډېموکرېټک پارټۍ مشران راغواړي او د اقتصادي او د قامي سلامتیا په موضوع به بحث کوي
صدر بایډن اعلان وکړو چې په انډونېشیا کې د جي ټونټي تنظیم په غونډه کې د شرکت وروسته هېواد ته د سنېدو نه پس به د ریپبلېکن او د ډېموکرېټک پارټۍ مشران راغواړي او د اقتصادي او د قامي سلامتیا په موضوع به بحث کوي

د امریکې د کانګرس غړو د انتخاب دپاره د مېډ ټرم یا منځمهاله انتخاباتو په اړه صدر جوبایډن ویلي امریکایانو ثابته کړه چې په خپل ملک کې د جمهوریت حمایت کوي.

صدر بایډن په وایټ هاوس کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په نژدې کلونو کې په امریکا کې جمهوریت د ازمایښتونو نه تېر شوی خو په تازه انتخاباتو کې امریکایانو وښودله چې په ملک کې جمهوریت غواړي.

د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې د نهې، سه شنبې، په ورځ ووټونه وشول خو نتېجې يې لا نه دي واضحه شوي چې په کانګرس کې د صدر بایډن واکمن ډېموکرېټک پارټۍ او د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ اکثریت ترلاسه کړی.

په مېډ ټرم انتخاباتو کې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان د ټولو 435 چوکیو او د ایوان بالا سېنېټ د 35 چوکیو دپاره ووټونه کېدل.

په موجوده وخت کې په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې واکمن ډېموکرېټک پارټۍ معمولي اکثریت لري.

که څه هم د مېډ ټرم انتخاباتو حتمي رسمي نېتجې نه دي اعلان شوي خو د شورو، چهارشنبې، د ورځ پورې غیر رسمي نتېجې ښښي چې ريپبلېکن پارټۍ به په هاوس کې اکثریت ترلاسه کړی شي او تر دغه وخت يې 206 چوکۍ ګټلي دي. په هاوس کې د اکثریت دپاره د 218 چوکو ضرورت وي.

د غیر رسمي نتېجو ترمخه ډېموکرېټک پارټۍ 183 چوکۍ ګټلي دي.

د ووټونه شمېرنه لا دوام لري او لا واضحه نه ده چې کومه پارټي به څرګند اکثریت ترلاسه کړی شي.

د 100 نشستونو سېنېټ کې ډېموکرېټک او ريپبلېکن پارټي 50, 50 چوکۍ لري خو په مېډ ټرم انتخاباتو کې په پېنسلوېنیا ریاست کې د سېنېټ دپاره د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار د ريپبلېکن پارټۍ خپل حریف ته ماتی ورکړو خو په دریو نورو ریاستونو اېريزونا، نواډا او جورجیا، کې د سېنېټ د انتخاباتو غېر رسمي نتېجې لا مخې ته نه دي راغلي.

د مېډ ترم انتخاباتو نه مخکې څېړونکو اټکل کول چې ریپبلېکن پارټي به په هاوس او هم په سېنېټ کې اکثریت ترلاسه کړي. دغه اندازو د ريپبلېکن پارټۍ رهبرانو ته امید ورکړی و چې په کانګرس د اکثریت دلارې به دوی د صدر بایډن د صدارت په اخیري دوو کلونو کې د هغه د تګلارې مخه نیولی شي.

صدر بایډن په مېډ ټرم انتخاباتو کې د خپلې ډېموکرېټک پارټۍ د کارکردګۍ ستاینه وکړه او ویې وېل چې دا د توقع نه ښه کارکردګي وه. هغه اعلان وکړو چې په انډونېشیا کې د جي ټونټي تنظیم په غونډه کې د شرکت وروسته هېواد ته د سنېدو نه پس به د ریپبلېکن او د ډېموکرېټک پارټۍ مشران راغواړي چې په اقتصادي او د قامي سلامتیا په موضوع ورسره خبرې وکړي.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د وي او ای خبریالانو کېن فاربا او د کېترین ګېبسن د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG