لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیموکرېټان په اګست کې بایډن صدارتي امیدوار اعلانوي خو ځینې یې له سیالۍ وتلو ته اړ کوي


د امریکې د استازو اېوان غړي اېډم شیف د کېلیفورنیا د تر ټولو اعلی ډیموکرېټ په توګه له صدر جو بایډن څخه وغوښتل چې بیا صدارتي ټاکنو ته امیدوار نه شي‌، بایډن یې لا غوښتنې ته جواب نه دی ویلی خو بیرته یې خپل صدارتي کمپېن پیل کړی دی.

اېډم شیف په یوه بیان کې ویلي، که څه هم له انتخابي کمپاینه د وتلو انتخاب یواځې د صدر بایډن په لاس کې دی خو وایي "زه باور لرم دا د هغه وخت دی چې دا ذمه واري‌ بل چاته وسپاري:

"په دې کار سره به موږ ته اجازه راکړي چې ډانالډ ته په راتلونکو ټاکنو کې ماتې ورکړو او د هغه [بایډن] د مشرتابه میراث خوندي کړو".

اېډم شیف د چارشنبې- شورو په ورځ په داسې وخت له بایډن څخه دا غوښتنه کړې چې د ډیموکرېټ ګوند تر خپل کنوینشن دوې اوونۍ مخکې د اګست په پیل کې د آنلاین ووټونو له لارې د بایډن د رسمي امیدوار کولو پلان لري.

د بایډن د امیدوار کولو لپاره د رایو ورکولو اقدام ځکه کیږي چې تېره میاشت له مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ سره په لومړۍ صدارتي مباحثه کې د صدر بایډن پر کارکردګۍ پوښتنې را پورته شوې وې او په کانګرس کې شاوخوا 20 تنو ډیموکرېټانو پر بایډن ږغ کړی چې له صدارتي سیالۍ ووځي.

صدر بایډن له ټرمپ سره تر مباحثې وروسته دعوه کړې وه چې "اوسط ډیموکرېټان" لا هم د ده پلویان دي او د خپل ګوند ځینې "لوی نومونه" یې هم یاد کړي وو چې د ده په طرف دي خو یې تازه سروې دا دعوه رد کړې ده.

د چارشنبې- شورو په ورځ د اې پي خبري ایجنسۍ او د ملکي چارو د څېړنې لپاره د این او آر سي مرکز د خپرې شوې نظرپوښتنې له مخې، د ټول هیواد په ډیموکرېټانو کې تقریباً په درو کې دوې برخې کسان وايي بایډن باید خپل ګوند ته اجازه ورکړي چې بل تن صدارتي ټاکنو ته امیدوار کړي.

تر اېډم شیف مخکې د امریکې د سېنټ د اکثریت مشر چک شومر او په استازو اېوان کې د ډیموکرېټانو مشر حکیم جیفریز ددې خبرې ملاتړ کړی وو چې د ډیموکرېټ ګوند ملي کنوینشن دې یوه اوونۍ وځنډول شي چې د بایډن د بیا امیدوار کېدو لپاره آنلاین ووټونه واچول شي.

د هغه خط له مخې چې د ډیموکرېټ ګوند غړو ته لېږل شوی او اې پي خبري ایجنسۍ د چارشنبې په ورځ تر لاس کړی د ډیموکرېټک ګوند د ملي کنوینشن د تګلارې کمېټۍ به د جمعې په ورځ غونډه کوي چې د آنلاین رایو د پلانولو په اړه بحث وکړي او راتلونکې اوونۍ به یې نېټه وټاکي.

د ډیموکرېټ ګوند د مخکښو غړو په ګډون ځینې خلک د جو بایډن د عمر د زیاتوالي په خاطر د یوې بلې دورې لپاره د سپینې ماڼۍ د مشرۍ دوام ته د هغه د وړتیا په اړه اندېښمن دي خو بایډن تنقید کوونکو ته روښانه جواب لري.

81 کلن بایډن تېره اوونۍ په سختۍ سره ژمنه وکړه چې د ولسمشرۍ په انتخاباتي مبارزه کې به سیالۍ ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې زوړوالی "یو څه حکمت راوړي" او ټینګار یې وکړ چې د یوې بلې دورې لپاره د دندې فشار زغملای شي.

د ډیموکرېټک ګوند څلور ورځنی ملي کنوینشن د اګست پر 19مه په شیکاګو کې پیل کیږي، خو ګوند په تېره می میاشت کې اعلان وکړ لومړی به د جوبایډن د وړتیا په اړه ډاډ تر لاسه کوي چې هغه په اوهایو کې په ګوندي ټاکنو کې د رایو اخیستلو لپاره وړ امیدوار دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG