لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايی اداره: د رخصتیو په دې موسم کې د داخلي تندلارو د حملو خطر زیات شوی


د کال په دې برخه کې په امریکا کې د تېنکس ګېونګ یا د شکرانې ورځ او د کرسمس د خوشحالیو تیاری کېږي
د کال په دې برخه کې په امریکا کې د تېنکس ګېونګ یا د شکرانې ورځ او د کرسمس د خوشحالیو تیاری کېږي

د امریکې د کورنیو چارو وزارت ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سکیورټي خبرداری کړی چې د رخصتیو د دې موسم په مهال د ملک دننه د تندلارو او د خارجي ترهګرو ډلو دلاسه د هڅول شویو ډلو د تشدد خطر زیات شوی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه که څه هم ډي اېچ اېس ویلي چې د څه خاص خطر په اړه د اعتماد وړ معلومات نه لري خو په قامي کچه د ترهګرۍ په اړه خبرتیا کې ادارې خبرداری کړی چې د رخصتیو په مهال د مذهبي ګڼې ګوڼي ځایونه په ممکنه توګه په هدف کېدلی شي او هغه خلک یا ډلې چې د کرونا د ټولبندونو او یا افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په سر خفګان لري د دې حالاتو ته ګټه پورته کولی شي.

ادارې وویل "وطن په دوامداره توګه د بېلا بېلو خطرونو د چاپیریان سره مخامخ دی."

د وي او ای رپورټ وايي ډي اېچ اېس سږ کال په څلورم ځل د تشدد د امکان په اړه خبرتیا جاري کړې ده چې امریکې ته د ملک دننه د تندلارو نسلي ډلو او د خارجي ترهګرو ډلو دلاسه د هڅول شویو کسانو خطر څرګندوي.

رپورټ وايي د کور دننه تندلارو ډلو په اړه خبرداری د تشدد په اړه په تګلاره کې د بدلون عکاسي هم کوي چې اوس توجه د ملک دننه تندلاروي ډلو ته هم کولی شيږ مخکې به دا دول توجه القاعده ته زیاته کېدله. ډي اېس اېس په کال 2001 کې په امریکې د القاعدې د حملو نه وروسته قایم کړی شوه.

د ډي اېچ اېس خبرداری په داسې حال کې هم مخې ته راغلی چې انټرنېټ د پروپګېنډې او د سازشي نظریو نه ډک دی او د کرونا وایرس وبا دلاسه په اقتصادي بدحالۍ په ټولنه کې د غصې کچه لوړه ده. ډي اېچ اېس وویل د اینده کال پورې د سخت دریځه ډلو د تشدد خطر موجود دی.

د ترهګرۍ په ضد د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي نایب مشر ټېمتي لېنګن تېره هفته د امریکې د کانګرس د استخباراتي چارو کمېټۍ ته وویل په تېرو 18 میاشتو کې د کور دننه ترهګرو د تشدد خطر کې ډیره اضافه شوي ده او اېف بي ايي په موجوده وخت کې د ملک دننه د سخت دریځۍ په اړه 2700 تحقیقات کوي.

لېنګن وویل د ترهګرۍ تر ټولو زیات خطر د هغه چا لخوا زیات دی چې په امریکا کې دننه د انټرنېټ دلارې تندلاري شوي دي او په اسانه ترلاسه کېدوونکو وسلو دلارې په اسانه په هدف کېدوونکو هدفونو د حملو په تکل کې دي.

د وي او ای رپورټ وايي د ډي اېچ اېس د تازه خبرداري لهجه کې په امریکا د ورستي حالاتو تاثر لیدل کېږي. په خبرداري کې وېل شوي چې القاعدې او داعش افغانستان نه د امریکې په انخلا خوشحالي کړي او د دې په بنیاد پلویانو ته د تشدد حوصله ورکولی شي. خو د دې سره سم د ملک دننه سخت دریځو ډلو په امریکا کې د افغانانو د ابادېدل مسلمانانو خلاف کرکې د راپارولو دپاره استعمال کړی دی.

ډي اېچ اېس ویلي د اېف بي ايي، د ریاستونو او مقامي قانون عملي کوونکو ادارو او غېرملکي همکارانو سره کار کوي او د خطر د مخنیوي دپاره یې مالي وسایل او د ټولنې د تربيي پروګرامونه زیات کړي دي.

د اېف بي ايي د معلوماتو ترمخه د 2010 نه تر د 2020 پورې سخت دریځه نسلي ډلو 18 خونړۍ حملې کړي دي چې پکې 70 کسان وژل شوي او لکه د چارلسټن او پېټسبرګ ښارونو کې زیاتره حملو د عبادت ځایونه په هدف شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG