لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیجیټل نشه څه ته وایي؟


د ټیکنالوجي په دی اثراتو د ټیکنالوجي کمپنیاني هم خبر دي. گوگل او ایپل داسي ایپس باندي کار کړی چی ددی حساب به ساتي تاسو په سمارټ فون څومره وخت تېروۍ
د ټیکنالوجي په دی اثراتو د ټیکنالوجي کمپنیاني هم خبر دي. گوگل او ایپل داسي ایپس باندي کار کړی چی ددی حساب به ساتي تاسو په سمارټ فون څومره وخت تېروۍ

د طب ځینې ماهرین خبرداری کوي چې د ټیکنالوجي نشه یوه مخ په زیاتیدونکي مسله ده ځکه چې د الیکټرانکس د بېلا بېلو الاتو استعمال ډیر زیات شوی دی.

د صحت د ماهرینو وینا ده چې موبایل فون، ټیبلټس، کمپیوټر او دغه شان د نورو آلو ډیر زیات استعمال په صحت منفي اثر اچوي.

د لندن د نایټ اینگیل هسپټال یو نفسیاتي ماهر ډاکټر رچرډ گراهم وايي که یو عام تن د شپی ناوخته پوري په موبایل فون یا ټیبلټ سوشل میډیا استعمالوي یا گیمونه کوي نو خوب به يي نه پوره کیږي په نتیجه کې به د ډپریشن یعني د ذهني دباؤ او د بی چینۍ یا اینگزایټي سره د مخ کیدو زیات امکانات به هم لري.

د ډاکټر گراهم وینا ده چې په موجوده دور کې د ډیوایسز نه بغیر ژوند کول یوه مسله ښکاري.

دغه شان خبره د سان فرانسسکو ماهرین هم کوی خو دهغوی تحقیق زیات وېرونکی دی. د سان فرانسسکو د صحت د تعلیم پروفېسران اېرک پېپراو رچرډ هاروي وايي د سمارټ فون ډیر زیات استعمال د انسان په خوي هم لکه د افیم د نشي اثر کوي.

دواړو پروفېسرانو د یونیورسټي ١٣٥ طالبعلمانو د سمارټ فون د استعمال او د دوي د خویونو مطالعی نه پس دا خبره نېورو رېگولیشن په نوم ان لاېن مجله کي چاپ کړې ده. د دوي د خبري اسان مطلب دا دی چي ډیر وخت د خپل سمارټ فون سره تېرونکي خلک د زهني دباو، بې چېني او تنهايي سره مخ وي. او دا هم هغه اثرات دي چي د افیم د استعمال په نتېجه کي جوړیږي.

ماهرین دا هم وايي نن سبا مور او پلار د ډیر وړوکي عمر نه ماشومان په موباېل فونونو غولول شروع کړي چې دا هم د خطر خبره ده. د ټیکنالوجي په دی اثراتو د ټیکنالوجي کمپنیاني هم خبر دي. گوگل او ایپل داسي ایپس باندي کار کړی چی ددی حساب به ساتي تاسو په سمارټ فون څومره وخت تېروۍ.

ددی سره سره وس داسي ریسټورانټونه او کیفی هم ځای په ځای پرانستل شوي دي چرته چي ښکاره لیکل شوي وي چې هلته به خلک خپل فون بندوی او د یو بل سره به خبرې کوي.

صحت پوهان هم دا وايي چې ځان له وخت ورکول، گیر چاپېره ماحول او خلکو سره رابطی جوړول زیات گټه ور دي په ځای ددی چي هر وخت دې په فون سر ټيټ ونیول شي.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG