لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ ای پي: د ايراني چارواکو د تازه دړکو باوجود د حکومت خلاف مظاهرې په زياتېدو دي 


د اصفهان سره نزدې يوه مظاهره ښودل شوې چې د اوښکو بيونکي ګيس سمه وريځ پکې جوړه ده او مرګ په ډېکټيټر رنګه شعارونه پکې ورکول کيږي چې اشاره يې د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خمينايي ته ده
د اصفهان سره نزدې يوه مظاهره ښودل شوې چې د اوښکو بيونکي ګيس سمه وريځ پکې جوړه ده او مرګ په ډېکټيټر رنګه شعارونه پکې ورکول کيږي چې اشاره يې د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خمينايي ته ده

د ايران د استخباراتو وزير اسماعيل خاطب او د نيم پوځي ځواک مشر جنرل امير علي حاجيزاده مظاهرچيانو ته نوې دړکې ورکړي چې کورني احتجاجونه دې ودرول شي او په بهر نړۍ کې دې د غبرګونونو مخه ونيول شي خو د زيارت، پنجشنبې، په ورځ وليدل شول چې احتجاجونه لا نور تېز شوي.

بلخوا د ايران د پيرا مليټري ريولوشنري ګارډز یا پاسداران انقلاب ځواکونو يو لوړ پوړي چارواکي دعوه کړې چې ايران وتوانېدو چې هايپر سونک ميزايل تر لاسه کړی خو په دې اړه يې نور تفصيل نه دی ورکړی.

د ايراني پولیس په ولکه کې د 22 کلنې مېرمن مهسا امیني د مرګ نه پس په ایران کې احتجاجونه شروع شوي دي. د هغې کورنۍ وايي په امیني تشدد شوی و خو ایراني چارواکي دغه خبره ردوي. حکومت ویلي د امیني د مرګ تحقیقات یې شروع کړي دي.

د ايران د بشري حقونو فعالين ډلې د شمېرو تر مخه د سېپټمبر د نيميايۍ نه په روانو احتجاجونو کې 328 تنه وژل شوي او 14,825 تنه نيول شوي.

د ايران حکومت په وژنو او نيولو نه يواځې خاموش دی بلکې سرکاري ميډيا دعوه کوي امنيتي ځواکونو څوک هم نه دي وژلي.

مظاهره کونکي د وژل شوو احتجاج کونکو په څلويښتمه بيا په سړکونو دي کوم رسم چې په ايران او نور منځني ختيځ کې عام دی خو ويره دا څرګنديږي چې د راپارېدلي ولس او امنيتي ځواکونو تر منځ سختې اينښتې رامنځ ته نه شي.

د دې باوجود چې د ايران حکومت انټرنټ تر ډېره حده محدود کړی خو انلاين ويډيوګانې په دوامداره توګه خوريږي چې په سر ښار تهران او نورو ښارونو کې کېدونکې مظاهرې پکې ښايي.

د اصفهان سره نزدې يوه مظاهره ښودل شوې چې د اوښکو بيونکي ګيس سمه وريځ پکې جوړه ده او مرګ په ډېکټيټر رنګه شعارونه پکې ورکول کيږي چې اشاره يې د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خمينايي ته ده.

دا نه ده معلومه چې په تازه مظاهرو کې مرګ ژوبله شوې که نه خو د بشري حقونو کارمندان وايي په زاهدان کې په 30سېپټمبر خونړۍ پېښه شوې چې نزدې 100 تنه پکې وژل شوي.

د ايران د پوځ مشر برېګډير جنرل کيومارس حيدري په يوه بيله دړکه کې مظاهره کونکو ته خبرداری ورکړی او احتجاج کونکو ته يې د مچانو نسبت کړی.

هغه ويلي “څنګه چې انقلابي ټولنه غواړي د دې مچانو غور پکار دی. دا د ستر مشر خوښه ده چې کله يې امر وکړو بيا به د دې خلکو په ملک کې ځای نه وي”.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG