لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټران: د حکومتي شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېره په کمېدو ده


د صوبایي حکومت چارواکي وايي په صوبه کې تر اوسه د يو کروړ نه زياتو کسانو د وېکسين يوه یا دواړه ستنې لګولي دي او ډاکټر فهد اقبال وايي که د ټولې ابادۍ د پينځه اوويا نه تر اتيا فيصده پورې خلک ويکسين ولګوي نوي د وبا مخه نيول کيدې شي
د صوبایي حکومت چارواکي وايي په صوبه کې تر اوسه د يو کروړ نه زياتو کسانو د وېکسين يوه یا دواړه ستنې لګولي دي او ډاکټر فهد اقبال وايي که د ټولې ابادۍ د پينځه اوويا نه تر اتيا فيصده پورې خلک ويکسين ولګوي نوي د وبا مخه نيول کيدې شي

د خېبرپښتونخوا حکومتي چارواکي وايي په صوبه کې د کرونا وايرس د ناروغانو شمېره راکمه شوې ده او په تېر شواروز کې يو سل اووه نوي کېسونه رپورټ شوي چې دا مياشت په 24 ساعتونو کې تر ټولو کم کېسونه دي۔

پوهان وايي د وايرس دخپوريدو خطر اوس هم موجود دی بايد چې اختياطي تدابير پام کې وساتل شي او د کرونا ضد ويکسين ولګول شي۔

د صوبايي حکومت شمېرې ښاېې په شپږويشم ستمبر په خېبر پښتونخوا کې نهه تنانو د کرونا وبا له وجې ژوند د لاسه ورکړو خو چارواکي وايي چې په صوبه حساسه ګرځول شویو پينځو ضلعو کې د مثبتو پېښو کچه راکمه شوې خو پېښور ضلع کې اوس هم د مثبتو کېسونو شرح پينځه اعشاريه يو فيصد ده۔

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي وياند ډاکټر احمد زېب وايي د تېرو څه ورځو راهسې د کرونا کېسونو کې ورځ تر بله کمی روان دی او په روغتونونو د وړاندې په نسبت بوج کم شوی دی خو هغه خبرداری وکړو که چېرې د اختياطي تدابيرو نه لاس واخېستل شو نو دا وايرس بيا خوريدې شي ۔

ډاکټراحمد زیب وویل په خېبر پښتونخوا کې روانه مياشت په دوېم ستمبر تر ټولو زيات اوويشتو تنانو د کرونا وايرس له وجې ژوند د لاسه ورکړي و او هم په دغه نېټه تر ټولو زيات شپږ سوه او اووه شپېته کېسونه رپورټ شوي وو۔ تر اوسه په ټوله صوبه کې د يو لاک دري اوويا نه زيات کېسونه رپورټ شوي او پينځه زره پينځه سوه او اووه تنانو ژوند د لاسه ورکړې دي۔

د صوبایي حکومت چارواکي وايي په صوبه کې تر اوسه د يو کروړ نه زياتو کسانو د وېکسين يوه یا دواړه ستنې لګولي دي او ډاکټر فهد اقبال وايي که د ټولې ابادۍ د پينځه اوويا نه تر اتيا فيصده پورې خلک ويکسين ولګوي نوي د وبا مخه نيول کيدې شي۔

نوموړي ډيوه ته وويل تر څو چې ويکسين نه لګول شي تر هغې به دا وبا موجوده وي او بايد خلک د ويکسينو په اړه د بې ځايه پروپګېنډ ښکار نه شي۔

ډاکټر فهد اقبال وايي سرکاري شمېرې ښايي په ټول پاکستان کې په تېرو 24 ساعتو کې اوولس سوه او اووه پنځوست نوي کېسونه رپورټ شوي او يو ديرش تنانو ژوند د لاسه ورکړي دې۔ د وبا نه د مړو شمېر اوويشت زره پينځه سوه او اووه نوي ته رسيدلې۔

سرکاري شمېرې ښايي تر اوسه پينځه کروړه دوه شپيته لاکه نه زياتو تنانو ته د ويکسينو يو ډوز او د دوه کروړه څلور پنځوست لاکو نه زياتو ته د ويکسينو دوه ډوزه لګول شوي دي۔



  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG