لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستانۍ روپۍ بېعه د امریکایي ډالر په مقابله کې بیا غورځیدلې


په پاکستان کې د ډالر نرخ په خلاص مارکیټ کې یو ځل بیا ختلی اؤ د کاروباري اوونۍ په وروستۍ ورځ یو ډالر په۱۴۰ پاکستاني روپو پلورل شوی دی.

تر دې وړاندې دپاکستان په بانکونو کې د ډالر نرخ د تاریخ تر ټولې لوړې کچې ته ختلی ؤ اؤ یو ډالر په ۱۴۲ روپو تبادله کیدلو چې له امله دبهرنیو پورونو بار کې ۷۶۰ اربه روپۍ اضافه شوې وه.خو وروسته دغه نرخ ۱۳۸ روپو ته راوغورځيدلو.

په پاکستان بهرني پورونه او هغه پېسې چې به يې بيرته ورکوي د روان کال ستمبر پورې ۹۶.۷ اربه ډالرو ته رسېدلې دي.

اقتصادي کار پوهان د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ د قدر نور کمېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې د حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرض د خبرو نه کاميابېدو له امله روپۍ نوره غورځېدلې ده.

د پاکستان د خزانې وزير اسدعمر د ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر کمېدو علت د تېر حکومت غلطې پاليسۍ ګڼي.

عمر وايي د ډالر د قيمت د زیاتوالي بنيادي وجه طلب او رسد دی مطلب چې د ډالر غوښته سېوا او راتګ يې کم دی، هغه وايي په تېر وخت کې په مصنوعي ډول د روپۍ قدر په ځای ساتل شوی ؤ.

عمر دا هم وويل چې تېر کال د کرنټ اکاؤنټ خساره ۱۹ اربه ډالره وه.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې مشر ملک بوستان هم وايي چې د روپۍ قدر د ډالر په مقابله کې راکم شوی او دا به د پاکستان دننه د بنيادي ضرورتونو نه علاوه په بهرنیو قرضو کې اضافه وکړي او اغېزې به يې په عام اولس وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG