د سویلي او منځني اسیا لپاره د امریکا ناېب خارجه وزیر ډونلډ لو ویلي، د عمران خان حکومت ختمولو کې د امریکا لاس د درغو تور او یوه سازشي نظریه وه.
نن د امریکايي کانګرس د خارجه اړیکو کمېټۍ کې د پاکستاني انتخاباتو په اړه کیدونکې یوې اورونه کې ښاغلي لو ویلي چې نه ما، او نه امریکا د عمران خان د حکومت پرضد کوم ګام پورته کړی. دغه اوریدنې ته ٫٫ پاکستان کې د انتخاباتو وروسته، د جمهوریت راتلونکی او د پاکستان او امریکا اړیکو ته کتنه٬٬ سرخط ورکړل شوی وو.
د عمران خان لخوا په یوه لویه جلسه کې د جیبه راویستل شوي او ولس ته ښودل شوي خط (ساېفر) په اړه د خبرو په وخت ډونلډ لو وویل، ٫٫ ځه په دغې اړه دا خبره په ډاګه کول غواړم چې دغه الزامونه/ تورونه دروغ، غلط بیاني او یوه سازشي نظریه وه.٬٬
دغه امریکایي سفارتکار زیاته کړې چې ما په دغې اړه په مطبوعاتو کې خبرونه کتلي، دغې ته په پاکستان کې د ساېفر لیک نامه ورکړل شوې. هغه وخت په امریکا کې د پاکستان سفر اسد مجید هم خپل حکومت ته ویلي وو، چې کوم سازش نه دی شوی.
ډونلډ لو زیاته کړې چې په تیرو دوو کالو کې په دې لانجه هغه او د هغه کورنۍ ته د مرګ او وژنې دهړکې هم ورکړل شوي. د نوموړي په خبره ٫٫ زما په فکر د وینا د ازادۍ دا مطلب نه دی چې خبره دهړکو او تشدد ته ورسیږي.٬٬
یادې کمېټۍ ته د ډونلډ لو د یو ګواه/ شاهد په توګه وړاندې کیدل په پاکستان کې یوه لویه د بحث موضوع جوړه شوې. او په تیرو دوو کالو کې بیا د یاد امریکايي سفارتکار نامه د پاکستان په سیاست کې بیا بیا اوریدل شوې.
په کال ۲۰۲۲م کې د اپریل په میاشت کې د هغه وخت وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو لخوا د عدم اعتماد/ بې باورۍ د تحریک کامیابیدو وروسته، عمران خان امریکا د خپل حکومت ختمولو ذمه واره ګرځولې وه.
د خپل حکومت ختمیدو وړاندې په یوه لویه جلسه کې د وینا په وخت عمران خان دا تور لګولی وو چې د امریکا سفارتکار ډونلډ لو په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفیر ته د حکومت د بدلولو دهړکه ورکړې وه. امریکا بیا څو څو وارې د عمران خان لخوا لګول شوي دغه تورونه رد کړي.
د تحریک انصاف ګوند مشر او د خپلې خبرې نه په شاه کیدو(یوټرن) مشهور عمران وروسته بیا په خپلو مرکو کې د امریکا سره د ښو اړیکو ساتلو هیله ښودلې وه او زیاته کړې یې وه چې ٫٫ د ساېفر معامله ختمه شوې او ځه وس مخکې تللی یمه.٬٬
د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو تورونو ته ګورو:
پاکستان کې په اتمه فرورۍ شوي انتخاباتو وروسته په دغه ټاکنو کې د درغلیو تورونو په اړه ډونلډ لو ویلي، په انتخاباتو کې د درغلیو مخه نیول اوپه دغې اړه د شکایتونو ځواب ورکول د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن کار دی. نوموړي ویلي د دغه انتخاباتو وړاندې په پاکستان کې د تشدد پېښې، په سیاست مدارو او پولیسو بریدونه زیات شوي وو او مونږ یې هم اندېښمن کړي وو. نوموړي ویلي، په دغه مهال خبریالان هم زورول شوي او د سیاسي ګوندونو د پلویانو لخوا د ښځینه خبریالانو پرضد د نفرت مهم/ کمپاېن هم چلول شوی.
د ډونلډ لو په وینا د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتو څارونکو لخوا دا شکایتونه مخې ته راغلي دي چې دوي د هیواد د نیمایې نه زیاتو حلکو کې د ووټونو شمېرلو کتنې ته نه دي پرېښودل شوي او د عدالت لخوا د امر باوجود هم په ټول هیواد کې موباېل ټېلیفونونه بند کړل شوي وو. ډونلډ لو ویلي ٫٫ مونږ ګورو چې د پاکستان جمهوري ادارې دغه نیوکو/ شکایتونو ته څنګه ځواب وايي.٬٬
پاکستان کې تیره میاشت شوو انتخاباتو وروسته په امریکا کې د کانګرس بېلا بېلو غړو لخوا د دغه انتخاباتو د روڼ والي په اړه پوښتنې راپورته شوي. څو ورځې وړاندې د امریکا د کانګرس د ۳۰ نه زیاتو غړو د امریکا صدر جوباېډن او خارجه وزیر انټني بلنکن ته یو خط هم لیکلی.
په دغه خط کې غوښتنه شوې چې په انتخاباتو کې شوو درغلیو د پلټنو پورې دې په پاکستان کې جوړ شوی نوی حکومت وه نه منل شي.
پاکستان د ناټو اتحاد بهر د امریکا ملګری هیواد دی:
د کانګرس د دغه اورونې په مهال د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه د خبرو په وخت ډونلډ لو ویلي چې پاکستان د ناټو ایتلاف نه بهر د امریکا مهم ایتلافي هیواد دی. نوموړي زیاته کړې چې ترهګري یواځې د پاکستان ستونزه نه ده، امریکا هم د دغې د خطر سره مخ ده. ځکه د ترهګرۍ نوغی ویستل د دواړه هیوادونو په ګټه کې ده. ډونلډ لو ویلي چې امریکا د پاکستان د سالمیت/ خودمختارۍ احترام کوي.
د اورونې په وخت د ٫٫ عمران خان ازاد کړۍ٬٬ او د ٫٫ دروغجن٬٬ نعرې هم وهل شوي
د امریکا د نماېندګانو په ایوان کې د پاکستان په اړه دغه اورونې په وخت په هال/ کوټه کې نعرې او شور هم روان وو چې ورسره دغه اوروینه د لږ وخت لپاره ودرول شوه. د کمېټۍ غړو بیا د شور او چغې وهونکو کسانو بهر ته د ویستلو امر وکړو. په دغه مهال ځیني کسانو ٫٫ عمران خان ازاد کړئ٬٬ نعرې هم وهلی. د اورونې په مهال چې کله ډانلډ لو د عمران خان د تورونو په اړه خبرې کولې، نو په ناستو کسانو کې ځینو د ٫٫٫ دروغجن٬٬ چغې وهل شورو کړل.
د امریکا د نماېندګانو ایوان غړو د ډونلډ لو نه د پاکستان د ایران او افغانستان سره اړیکو، اقتصاد او نورو چیلنجونو په اړه هم پوښتنې وکړې.
Forum