لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبایلي ضلعو کې پولیس افسران وټاکل شو


د خیبرپښتونخوا پولیسو محکمې د صوبې سره یو ځای شوو اووه قبایلي ضلعو کې ضلعي پولیس افسران یا ډي پي اوز ټاکلي.

د پولیسو صوباي محکمې د تازه اعلامیې ترمخه په باجوړ ضلع کې پیرشهاب علي شاه، په مومندو کې عبدالرشید، خیبر کې محمد حسین، اورکزۍ کې محمد صلاح الدین، کرم کې رحیم شاه، شمالي وزیرستان کې کفایت الله او سویلي وزیرستان ضلع کې عتیق الله وزیر د ډسټرکټ پولیس افسر یا ډي پي او په حیث ټاکل شوي دي.

د تیرې میاشتې په وروستیو کې د خېبرپښتونخوا کابينې په قبايلي ضلعو کې ۲۵ پوليس سټشينو یا تاڼو جوړولو منظوري هم ورکړې وه.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت علي یوسفزۍ وي او ای ډیوه سره روانه میاشت په یو مرکه کې ویلي وو، په ايين کې د ۳۱م ترميم وروسته په صوبه کې ورګډو کړل شوو قبايلي ضلعو ته ټول قوانین غځول شوې او دا چې په يادو ضلعو کې هر رقم قانون باندې په غوره توګه عمل کولو د پاره قانون عملي کونکې ادارې قبایلي ضلعو ته ورغځول کیږي.

د دې وړاندې په یادو قبايلي ضلعو کې عدالتونو په ۱۱م مارچ په رسمي ډول کار شروع کړی وو. صوبايي حکومت په اووه قبايلي ضلعو کې اووه سيشن ججان، اووه سينئر سول ججان او ۱۴ اډيشنل سيشن او ضلعي ججان په ځای کړی شوي. د پېښور هاي کورټ رجسټرار څو ورځې وړاندې په پېښور کې خبریالانو ته ویلي وو نوو پرځای کړل شوو عدالتونو ته قبایلي خلکو خپلې مقدمې راوړل پیل کړي او عدالتونو په یو شمېر مقدمې فیصله کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG