لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له امریکا څخه د ډرون په بریدونو کې د سر او مال تاوان غواړي


Drone US air force
Drone US air force

واشنگټن ډي سي:

د پاکستان سنېټ نن داسې یوه مسوده تصویب کړه چې له مخې یې حکومت ته سپارښتنه شوې چې د امریکا له حکومت څخه دې په پاکستان کې د ډرون د بریدونو څخه د سر او مال د اوښتي زیان تاوان واخیستل شي.

سنېټ همدارنګه له حکومت څخه غوښتي دي چې ددې مسودې کاپي دي د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ، ناټو، اروپايي ټولنې او د اسیا پارلماني اسامبلۍ ته هم واستول شي.

د پاکستان د هوايي پوځ مشر ایر مارشل سهېل امان هم تېره اونۍ ویلي وه چې پاکستان کولای شي چې هر هغه ډرون وولي چې د پاکستان له هوايي حدودو څخه تیر شي.

د پاکستان د سنېټ دا غوښتنه پداسې وخت کې شوېده چې څو اونۍ وړاندې د ټرمپ ادارې کانګرس ته په خپل راپور کې ویلي وه چې په هغو برخو کې چې پاکستان له امریکا سره مرسته نه کوي امریکا به په یو اړخیزه توګه اقدام وکړي.

د امریکا د لوړو پوړو چارواکو په وروستیو بیانونو پاکستان کې داسې اندېښنې رابرسېره شویدي چې ګواکې امریکا به د پاکستان په خاوره باندې د ترهګرو پرضد د خپلو یو اړخیزو ګامونو په ترڅ کې د ډرون بریدونه نور هم زیات کړي.

تر دې وړاندې د اکټوبر په میاشت کې د امریکا ددفاع وزیر جنرال جیمز ماټیس ویلي و چې پاکستان ته د ترهګرو پرضد د ګامونو د اخیستلو لپاره یو وروستی چانس ورکول غواړي.

په رسنیو کې قانون پوهان وايي، دا نه ده معلومه چې ایا پاکستان د نړیوال قانون لاندې له امریکا څخه د ډرون په بریدونو کې د وژل شویو کسانانو لپاره تاوان غوښتلی شي؟

له بلې خوا پاکستان تل دا ویلي چې له امریکا سره د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ملګری دی او ډیر په ویاړ اکثره چارواکي دا بیانونه ورکوي چې د ډرون بریدونو لپاره ځمکني معلومات هم د پاکستان ادارې ورکوي.

د دې ترڅنګ د پاکستان پخواني ډیکټاټور او پوځي مشر جنرال مشرف امریکایانو ته په خپله خاوره د ډرون لپاره هوايي اډې هم ورکړی وې.

د ویکيلیکس تر دمخه، پاکستاني چارواکو په پټه له امریکایانو سره دغه غیر رسمي تړون کړی و چې ډرون بریدونه دې کوي ولې په رسمي توګه یې دا نه ده منلې.

د امریکا د څېړونو اداره (نیو امریکا فونډیشن) او په برتانیه کې یوه بله اداره بیرو اف انویسټیګېټیو ژورنالسټس د راپورونو له مخې په پاکستان کې له ۲۰۰۵ م څخه د ۲۰۱۷ د نومبر تر ۲۶ نېټې پورې د ډرون شاخوا ۳۲۸ بریدونه شویدي.

پدغو بریدونو کې یو په بلوچستان، او درې نور په خیبر پښتونخوا کې شویدي او پاتې ټول د پاکستان په قبایلي سیمي یا فاټا کې شویدي.

په پاکستان کې ډرون بریدونو کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور په ګډون د القاعده یوشمیر عرب مشران، د حقاني ډلې او د تحریک طالبان ترهګر ګڼل شوي مشران لکه بیت الله محسود، حکیم الله محسود او ګڼ نور وژل شویدي.

Recommended

XS
SM
MD
LG