لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې زلزلې دلاسه د ۹۰۰ نه زیات کسان مړه شوي دي


په زلزله کې د خلکو ته د تلفاتو شمېرې د قدرتي افتونو په صورت کې د طالبان د امداد ادارې نایب وزیر مولوي شراف الدین مسلم په کابل کې په خبری کانفرنس کې اعلان کړې

په افغانستان کې د شورو/ چهارشنبې [22 جون] په سهار وختي شوې زلزلې دلاسه د ۹۰۰ نه زیات کسان مړه شوي او د ۶۰۰ نه زیات تنان زخمیان شوي دي.


د وي او ای د رپورټ ترمخه په زلزله کې د خلکو ته د تلفاتو شمېرې د قدرتي افتونو په صورت کې د طالبان د امداد ادارې نایب وزیر مولوي شراف الدین مسلم په کابل کې په خبری کانفرنس کې اعلان کړې.

مسلم وویل د زلزلې دلاسه پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې شوي دی.

د طالبانو د حکومت يو وياند بلال کريمي په ټویټر ویلي، د پکتيکا ولايت په څلورو ضلعو/ ولسوالیو کې د سلګونو په شمېره کې کسان مړه شوي او ټپيان شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران هم د سوونو کسانو د مړینې او ژوبلېدو خبر ورکړی خو دغو دواړو طالب چارواکو کره شمېره نه ده ښودلې.

خو اې پي خبري ادارې د چاوراکو له قوله ویلي، لږ تر لږه 255 کسان په زلزله کې مړه شوي دي.

ويل شوي د پاکستان سره پولې ته نزدې د افغانستان په پکتيکا ولايت کې په سوونو کورونه تباه شوي او خلک د ملبې لاندې ګېر پاتې دی.

خالد ځدران په مرستندويه ادارو د بېړنيو مرستو غږ کړی دی.

د امریکې د جیالوجیکل سروې د ادارې د اټکل په بنیاد د زلزلې شدت6.1 درجې وو.

د زلزلې زورور ټکانونه د پښتونخوا په مرکز پېښور او ځینو نورو سیمو او همدارنګه په پایتخت اسلام اباد او د پنجاب په ځینو سیمو کې هم محسوس شوي دي خو تر اوسه پکې چاته د ځاني یا مالي‌ زیان د اوښتو خبرونه نه دي ورکړل شوي.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د امریکې د جیالوجیکل سروې اداره وایي د زلزلې مرکز د افغانستان له خوست ولایته د 44 کیلومیټره (27 مایل) په فاصله دی او ژورتیا یې په مځکه کې 51 کیلومیټره ده.

د یورپ د مډیټرانې د زلزلو څېړنیز مرکز (اي ایم ایس سي) په یو ټویټ کې ویلي، د زلزلې ټکانونه د 500 کیلومیټره په فاصله په افغانستان، پاکستان او هند کې شاوخوا 119 میلینه خلکو محسوس کړي دي.

د پاکستان د موسمياتو محکمې هم د زلزلې شدت [6.1] ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG