لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: ايي اېم اېف به نه غواړي چې پاکستان ديوالیه شي


د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف له دې وړاندې ویلی وو د ایي ایم اېف سره شوي ټول شرطونه به عملي کوي
د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف له دې وړاندې ویلی وو د ایي ایم اېف سره شوي ټول شرطونه به عملي کوي

نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] امکان څرګند کړی چې په جنېوا کې د نړيوال ماحولياتي ريزيلینټ کانفرنس کې د پاکستان وزیر خزانه اسحاق ډار سره يې ملاقات وشي او پاکستان ته د پور پروګرام کی په ستونزو بحث وکړی شي.

اقتصادی پوهان خوشبينه دي چې مالیاتي اداره به د پاکستان د پور پروګرام بحال کړي او اداره به ونه غواړي چې پاکستان دیوالیه کېدو ته لاړ شي.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف له دې وړاندې ویلی وو د ایي ایم اېف سره شوي ټول شرطونه به عملي کوي.

په جنېوا کې د تابيه شوی نړيوال کانفرنس مقصد په پاکستان کې د کال 2022 د سیلابونو له وجې د اغېزمنو شوو خلکو مرستې کول دي.

د اقتصاد ماهر پروفېسر ډاکټر ذلاکت خان وایي مالياتي ادارې له دې وړاندې پاکستان ته شرطونه ایښودي وو او حکومت دغه شرطونه پوره کوي نو امکان لری د پور پروګرام بحال شي.

"ايي ايم اېف به دا نه غواړي چې د پاکستان اقتصاد دیوالیه کیدو ته لاړ شي ايي اېم اېف غوښتي چې پاکستان خپل امدن سېوا کړي او ټيکسونه ولګوي، د توانایۍ بیعې زیاتې کړي او خپلې خسارې راکمې کړي".

په کال 2019 کی د پاکستان حکومت د ایي ایم ایف سره د شپږ اربه ډالرو د پور لوظنامه لاس لیک کړې وه خو تیر کال دا لوظنامه د شپږ اربه ډالرو نه 7 اربه ډالرو ته غځول شوې ده.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي، دا وخت د بېنک سره 4.5 اربه ډالره غېر ملکي زرمبادله موجوده ده چې د اقتصاد پوهانو په وینا د درېو اوونیو برابره ده او پاکستان په فوری توګه اته اربه ډالره ته اړتیا لري چې په روان کال 2023 کې د غېر ملکي قرضو واپسي وکړي.

اقتصاد پوهه پروفېسر ډاکټر معراج الحق وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، دا وخت پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د ايي ایم اېف پروګرام ته اړتیا لري ځکه چې د مالیاتي ادارې د پروګرام د بحالۍ وروسته به د پاکستان دوست هېوادونه او مالياتي ادارې پاکستان ته فنډونه ورکړي.

"د نورو مالیاتي ادارو او هیوادونو مالي مرستې د ايي ايم اېف د پروګرام سره تړلي دي که دا پروګرام بحال شي نو د پاکستان په اقتصادي ستونزو کې به کمی راشي".

اقتصادی پوهان وایي تېر کال د جون د میاشتې راهسې په ملک کې د راغلو سېلابونو له امله د پاکستان اقتصاد ته په غټه کچه تاوان اوړېدلی دی.

د حکومتي شمېرو ترمخه په مجموعي توګه د 30 اربه ډالره نه زیات تاوان شوی د سېلابونو او پاکستانۍ روپۍ د قدر د کمي له امله ګراني زیاته شوې او د عام ولس په ژوند بدې اغېزې شوي دي.

د ملګرو ملتونو او پاکستان په مرسته په جنیوا کې په پاکستان کې د سیلابونو له امله د شوي تاوان د بيا ابادکارۍ دپاره نړيوال ریزیلینټ کانفرنس هم روان دی او پاکستان هيله څرګنده کړې د نړيوال کانفرنس څخه به پاکستان ته اته اربه ډالره مرستې ترلاسه شي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو پاکستان کې د سېلاب ځپلو دپاره د 816 ملينه ډالرو د مرستو اپيل کړی خو ورته يواځې 200 ملينه ډالره امداد ترلاسه شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG