لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د سي پېک منصوبې نه ولې ګټې ترلاسه نه کړې؟


pakistan China CPEC
pakistan China CPEC

د بیجنګ لخوا د پاکستان سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو قوي کولو لویې منصوبې چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ ( سي پېک) لس کاله پوره شول خو تر اوسه دغه منصوبې خپل مهم اهداف نه دي پوره کړي.

سي پېک د چین د بېلټ او روډ منصوبې لومړۍ بېلګه وه چې تر مخه یې په اسیا او وراخوا د بېلینونو ډالرو اډانه جوړه کړي. د دغه منصوبې پېل د بي ار ايي لومړی لوې ګام وو. د منصوبې لاندې د توانایۍ د پروژو لپاره ۳۵ بېلینه ډالره او د ټرانسپورټېشن یا مالدارۍ لپاره د ۱۰ بېلینه ډالرو ژمنې شوې وې.

روانه میاشت د سي پېک منصوبې د لسو کالو پوره کیدو یوې یاد غونډې ته د وینا په وخت د پاکستان د پرمختیا او منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال ویلي، د منصوبې د ۲۵ بېلینه ډالرو برخه کار سر ته رسېدلې او حکومت اوس د هغه منصوبو سر ته رسولو ته مخه کړې کومې چې په کال ۲۰۲۰م کې پوره کېدل وو.‌

احسن اقبال زیاته کړې د توانایۍ ۱۳ منصوبې، او د ۴۰۰۰ میګاواټه بجلۍ د خورولو لاېنونه (تارونه) هم غځول شوي. د سي پېک په پېل کې د پاکستان حکومت اټکل کړی وو چې دوي ته به د بجلۍ ضرورت پوره کولو لپاره ۴۰۰۰ مېګاواټه بجلي پکار وي چې د هیواد ضرورت پوره کړي. چارواکو اندازه لګولې د سي پېک منصوبه دا مهال د پاکستان د بجلۍ مرکز ( ګرېډ سټېشن) ته په دریو کې یوه برخه ورکوي.

احسن اقبال د منصوبې لاندې جوړ شوي مهمو سړکونو او بندرونو یادونه هم کړې. نوموړي زیاته کړې: ٫٫ سي پېک منصوبې د پاکستان د شمال نه تر جنوبه د ټرانسپورټ لوې لارې سمې کړي او د بندرونو، اېرپورټونو، سړکونو، او د لاهور اورنج مېټرو لاېن په شان منصوبو کې د پاکستان مرسته کړې.٬٬

روزګارونه:

د پاکستان د پرمختیا وزیر د اندازې تر مخه چین پاکستان اقتصادي راهدرۍ منصوبې لاندې په پاکستان کې ۲۳۰۰۰۰ (دوه لکه دېرش زره) روزګارونه پېدا شوي. د می په میاشت کې د چین سرکاري میډیا اټکل کړی وو چې په دغو کې ۱۵۵۰۰۰ ( یو لک ۵۵ زره) پاکستانیان دي.

خو د پاکستان د سرمایه کارۍ بورډ پخوانی مشر هارون شریف د روزګارونو دغه شمېرو باندې شکمن دی.‌ نوموړي وي او ای ته ویلي کومې شمېرې چې د حکومت لخوا ورکړل شوي دا یواځې د پرمختیا د وزارت دعوې دي، د بل چا لخوا نه دي منل شوي.

هارون شریف وایي: ٫٫ دغه شمېرې به هغه وخت باوري وي چې کله د یوې ازادې اقتصادي ډلې لخوا وارزول شي.٬٬

هارون شریف زیاتوي په سي پېک منصوبه کې دوه قسمه روزګارونه دي، عارضي او مستقل. عارضي هغه دي چې د منصوبې سر ته رسیدو سره به ختمې شي او بیا به مستقل کسان د هغوي ځاې نیسي چې دغه منصوبه وچلوي. هارون شریف وايی ٫٫ زما په دې جدي شکونه دي چې دا به سلګونو زره وي کېداې شي دا څو زره نوکرۍ وي.٫٫

Rashakai CPEC Economic Zone in Nowshehr Khyber Pashtunkhwa
Rashakai CPEC Economic Zone in Nowshehr Khyber Pashtunkhwa

نیمګړې منصوبې:

چارواکي وايي د سي پېک لاندې په کال ۲۰۱۳م کې شورو شوې زیاتره منصوبې چې ۲۰۲۰م کال یې د پوره کیدو کال وو، هغه سر ته رسیدلي. خو پاکستان لا هم هغه نهه صنعتي او اقتصادي زونونه جوړوي چرته چې به چینايي کمپنیانې سرمایه لګوي. چارواکي دعوه کوي چې په دغه زونونو کې په څلورو کار روان دی او په نورو لا کار نه دی پېل شوی.

روانه میاشت د سي پېک منصوبې په اړه جوړې غونډې ته د وینا په وخت احسن اقبال ( د عمران خان تحریک انصاف ګوند) په تېر حکومت تور لګولی چې د دغه زونونو کار یې ځنډولی، خو نوموړي د دغې نور کوم تفصیل یا ثبوت په ډاګه نه کړو.

خو هارون شریف بیا کرونا وبا او د پاکستان سیاسي اړی ګړی د دغه منصوبو د ځنډیدلو علت ښايي ځکه چې د کرونا وبا په وخت چین خپلې پولې تړلې وې.

د چین د خارجه وزارت ویاند ژاو لیجیان وړاندې په یو بیان کې د کرونا وبا په وخت کې د سي پیک منصوبې کار ځنډیدو( په وخت نه پوره کیدو) رپورټونه رد کړي وو.

د ورجینیا په ویلیم اېنډ مېري کالج کې مشر ساېنس پوه عمار ای ملک د پاکستان لخوا د صنعتي زونونو په وخت نه جوړیدل د چینايي سرمایه کارۍ ځنډیدو سبب ګرځوي. د وي او ای سره د خبرو په وخت نوموړي ویلي چین په ځیني برخو کې د ځند د لاسه اندېښمن دی ځکه چین په دې منصوبه کې ډېره سرمایه لګولې.‌

عمار ای ملک وايي: ٫٫ دا د چین په ګټه کې ده چې پاکستان اقتصادي او سیاسي ثبات ولري.٬٬

نوموړي زیاتوي پاکستان دې د چین ګټې او مرستې د پامه نه غورځوي. ٫٫ د سي پیک منصوبې کامیابي د اقتصادي او سیاسی ثبات سره تړلې ده. که پاکستان کې سیاسي ثبات وي او اقتصادي پالیسیانې تر ډېره وخته پاتې شي. نو بیا به په سي پېک او نور منصوبو کې سرمایه کاري زیاته شي. ٬٬

باېلل شوې موقعې:

په کال ۲۰۱۳م کې چین خپل ځیني صنعوته پاکستان ته د انتقالولو کې دلچسپي ښودلې وه چرته چې پېداواري مصرف کم وو. که دغه کار شوی وی نو پاکستان کې به روزګارونه سېوا شوي او د پاکستان برامدات به ډیر شوي وو. خو دغه کار وه نه شو.

د پرمختیا وزیر احسن اقبال تر مخه د صنعتي زونونو ځنډیدلو له سببه ګڼو چینايي سرمایه کارو خپل صنعتونه نورو هیوادونو لکه کمبوډیا، لاوس او ویتنام ته منتقل کړل چرته چې د چین په مقابله کې د پېداوار مصرف کم دی. خو احسن اقبال زیاته کړې موجوده حکومت د سي پیک ټولو منصوبو سر ته رسولو ته ژمن دی.

یو پاکستانی څیړنکار اشفاق حسن خان بیا وي او ای ته ویلي پاکستان کې د بجلۍ کموالي هم هیواد د چینايي سرمایه کارۍ نه ګټو ترلاسه کولو ته نه دی پرېښودی.

اشفاق حسن هم دا مني چې که پاکستان کې سیاسي او اقتصادي ثبات راشي او نور بهرني سرمایه کار په پاکستان کې سرمایه ولګوي نو بیا به د چین په پاکستان باور بېرته پرځاې شي.

یادونه: دا خبر د وي او ای اردو څانګې نه اخستل شوی.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG