لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان دروغتیا: په هېواد کې د کرونا وایرس پېښې 141 ته رسېدلي دي


دروغتیا وزیروايي دکرونا وایرس دخپریدو دمخنیوي په هڅو کې د خلکومرسته زیاته شوې اوکه اوسنی وضعیت همداسې وساتل شي دګاوندیوهیوادونوپرتله افغانستان د کرونا وایرس د خپریدو په مخنیوي کې په ښه حالت کې قرار لري
دروغتیا وزیروايي دکرونا وایرس دخپریدو دمخنیوي په هڅو کې د خلکومرسته زیاته شوې اوکه اوسنی وضعیت همداسې وساتل شي دګاوندیوهیوادونوپرتله افغانستان د کرونا وایرس د خپریدو په مخنیوي کې په ښه حالت کې قرار لري

د افغانستان د روغتیا وزارت دمعلوماتو له مخې دا مهال په افغاانستان کې په دې ناروغۍ دافغان وګړو د اخته کسانو شمیر۱۴۱ تنو ته رسیدلي دی

دافغانستان دروغتیا وزیر فبروز الدین فیروز وايي په هرات کې تیره ورځ دکرونا وایرس ۲۴ اوپه بدخشان کې دیوې مثبتې پیښو په رامنځته کیدو سره دا مهال په هیواد کې کروناپه ناروغۍ دافغان وګړوداخت شویو کسانو شمیر۱۴۱ تنو ته ورسید.

نوموړي وویل تر نن ورځې پورې په ټول افغانسان کې دکرونا وایرس ۱۴۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي بغیر دهغو۴ مثبتو پیښوڅخه چې د ناټوپه ځواکونو کې رامنځته شوي په افغانستان کې زیاتې مثبتې پیښې په هرات ولایت کې دي ، یوازې تیره ورځ په هرات کې ۲۴ مثبتې پیښې ثبت شوي اویوه نوې پیښه په بدخشان ولایت کې.

دروغتیا وزیروايي دکرونا وایرس دخپریدو دمخنیوي په هڅو کې د خلکومرسته زیاته شوې اوکه اوسنی وضعیت همداسې وساتل شي دګاوندیوهیوادونوپرتله افغانستان د کرونا وایرس د خپریدو په مخنیوي کې په ښه حالت کې قرار لري.

فیروزالدین فیروزد کرونا وایرس سره دمبارزې لپاره له خلکودلا جدي همکارۍ غوښتنه وکړه خو زیاته یې کړه چې د کرونا ناروغۍ تشخیص دپراختیا لپاره یې هڅې ګړندی کړي دي.

نوموړي وویل:((مونږکوښښ کوچې له یوې اونۍ وروسته په خپلو لیباټریو کې دسپملونو د معاینه کولو د وړتیا کچه هره ورځ ۱۰۰۰ ته ورسو دکابل مرکزي لبیاټرو دتشخص کچه له ۱۰۰ څخه ۳۰۰ ته لوړو،په هرات کې دسمپلونو معاینه کولو اندازه ۱۵۰ ته رسیدلې په ننګرهار کې مو تیره ورځ لیباټرې پرانستله چې په هغې کې به هم هره ورځ ۱۰۰ سپملونه ټیسټ کیږي))

دروغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي دکرنې اومالدری وزارت لیباټرۍ چې نن یې کرونا وایرس سمپلونو دمعاینه کولو لپارپرانیستل شوه ۱۰۰ سمپلونه به کې معاینه کیږي او دا کچه به هم ۳۰۰ ته رسوي.

نوموړی وايي ټاکل شوې په نږدې راتلوونکي کې په بلخ کندز او کندهار ولایتونو کې هم دکرونا وایرس دسمپلونو تشخیص لپاره لیبارټرۍ پرانستل شي.

دروغتیا وزارت دمعلوماتو له مخې تردې دمه په افغانستان کې ۴ کسان کرونا وایرس دناروغۍ له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی او ۵ تنه له دې ناروغۍ روغ شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG