د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلعه کې د 28 او 29 مې په مينځنۍ شپه کې په غره د لګېدلي اور مړولو دپاره نن هم هڅې روانې وې او د اور مړولو په هڅو کې هيلي کاپټر هم کارول کېدو.
په کوز دير ضلعه کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 مشر ابرار خان وي او اې ډيوه ته وويل، د کوز دیر د چکدرې غزو اوسکۍ په غرونو د نامعلومه وجوهاتو له امله اور لګېدلی، د پرون سهاره راهسې د دوی کارمندان لګيا دي چې اور مړ کړي.
هغه وويل، پرون ورسره د ملاکنډ او بره دير څخه د ژغورنې د ادارې اضافي کار کوونکي او نن د سوات څخه نور راغوښتل شوي دي.
هغه زياته کړه، "نه ده معلومه چې اور څنګه لګېدلی دی، خو اور اوس په شپږ اووه کلوميټره چاپېره تاو شوی دی، او دوی سره نن هيلي کاپټر هم د اور په مړولو کې برخه اخلي".
هغه وویل، په غره کې د دوی سره د اور مړه کولو دپاره پولې جوړول چې مخه یې ونيول شي او په ځايي کچه په لاسونو اور مړول کيږي، "سخته ګرمي ده، بره په غره کې 40سنټي ګرېډه ګرمي ده، کار کوونکي د دوو نه درې ساعتونو پورې پيادل سفر کوي چې د اور مړولو ځای ته ورسي".
د ابرار خان په خبره، "د ګرمۍ په موسم کې اکثره خلک په خپله اورونه لګوي يا چې څوک غرونو ته سېلونو له لاړ شي د هغو نه اور ولګي".
هغه وویل، په غرونو کې د اور په مړولو کې دوی ته لویه مسله د لارې وي چې غرييزو علاقو ته په اسانه رسايي نه کيږي. د نوموړي په خبره د دوی سره د اور په مړ کولو کې د ځنګلاتو د محکمې کارمندان او ځايي خلک هم شامل دي.
د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ځنګلونو کې د تېرو څو کلونو راهسې د اورونو لګېدو پېښې کيږي د ځنګلونو، چاپېريال او ځنګلي ژوند یا وایلډ لایف اړونده ادارو په دغه اورونو کې د پراخه زیان اوړېدو انديښنې څرګندې کړې دي.
د چاپېريال پوهان وايي چې داسې پیښې په ماحول هم ډېرې بدې او ژورې اغیزې کوي او هغه ځکه چې نړۍ او په ځانګړې توګه پاکستان له وړاندې نه د نړیوالې تودوخې له اغېزو سره مخ دی.
په 2023م کې د خېبر پښتونخوا د ځنګلاتو او ځنګلي ژوند محکمي نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په بېلا بېلو ځنګلونو کې لګيدلي اور څخه 17000 اېکړه ځنګل متاثره شوی وو. ادارې ویلي وو چې په دغه پېښو کې په کم تعداد کې ونې سوځېدلي خو نورو بوټو ته ډېر زيان رسېدلی وو.
دکال 2022م د مۍ پر نهمه د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په منځنۍ سيمه شېراني کې د کېسۍ غره (کوه سليمان) د زڼغوزي په ځنګله کې اور لګېدلی وو.
د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت نړيوالې ادارې (اېف او ډبليو) او د بلوچستان حکومت په رپورټ کې ویل شوي وو، دغه غر 66 هېکټره غځېدلی او لګېدلي اور پکې د زڼغوزي لس لکه ونو په ګډون د ځنګل 25,000 اېکړه برخه سوځولې او په سرکاري رپورټ کې تاوان په اربونو روپۍ ياد کړل شوی وو.
Forum