لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصري چارواکو ویلي په عملیاتو کې ۴۰ شکمن وسله وال وژلي


مصري چارواکي وايي امنیتي ځواکونو يې په شمالي سینائۍ او گیزه کې په دریو بیلا بیلو عملیاتو کې څلوېښت شکمن وسله وال وژلي.

چارواکو دغه ادعا په داسې وخت کړې چې یوه ورځ وړاندې د گیزه سره نزدې په یو بس کې د بم حملې په ترڅ کې د ویت نام درې سیلگري او د دوي مصری لار ښود یا گاېډ وژل شوی.

د مصر د کورنیو چارو وزارت دا نه ده په ډاګه کړې چې وژل شوي شکمن وسله والو د سیلگرو په بس حملې سره تړلي وو او که نه.

دا بس د مریواوتیا د سیمې نه تیریدو چې په کې چاودنه وشوه. کورنی بم د بس په دیوالونو کې پټ کړل شوې وو.

یو عیني شاهد علي فکري د پېښې په اړه ویلي خپله دغه وخت د سېمې نه تیریدو. ٫٫ زه په یو وړوکي بس کې د کار نه بیرته کورته روان ووم چې په دغه وخت یوه زورور اواز وشو. زمونږ خیال وو چې گاډې د پل نه پریوتې دې. بیا روستو مونږ ولیدل چې خلکو او ټیکسي ډرائیورانو منډې وهلې او ویل ېۍ چې په بس کې چاؤدنه وشوه.٬٬

په ژوبل شوي کسانو کې لس د ویتنام سیلگري او یو مصرې ډرائیور هم دی.

په بس کې دغه وخت ټول څوارلس د ویتنام سیلگري سپاره وو. په تیرو دوو کلونو کې دا ړومبې ځل وو چې په دغه سېمه کې خارجي سیلگري په نخښه کړل شوي دي.

د مصر د سیلگرۍ مهم صنعت په روستیو کې د بیا بحالېدو پلو روان شوې وو.

په کال دوه زره یولسم کې د پخواني مشر حسني مبارک پرضد د اولسي پاسون روستو تر کلونو پورې روان کړکېچ او د تشدد لا امله د مصر د سیلگرۍ صنعت د ستونزو سره مخ شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG