لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر کې صدارتي ټاکنې روانې دي


مصر کې دصدارتي ټولټاکنو لپاره رايې اچول پيل شوي چې دغه درايې اچونې عمل به تر دوؤ ورځو پورې دوام لري او مصري اولس به په لمړي په ازادانه توگه دخپل هيواد صدر ټاکي.
په صدارتي انتخاباتو کې دمصر دپخواني صدر حُسني مبارک دوخت دوزيراعظم احمد شفيق مقابله داخوان المسلمين دازادۍ او انصاف گوند دمشر محمد مرسي سره ده.
دسپريم پوځ سپريم کونسل باور ورکړى چې په دغه ټولټاکنو کې کوم کانديد هم بريالى شي دجولا ئي تر لمړۍ نيټې پورې به اقتدار هغه ته سپارلى شي.
په دغو ټولټاکنو کې به درايو دغوڅې نتيجې اعلان په 21م جون کولى شي، خو غير رسمي نتيجې به درايې دعمل پايې ته درسيدو څخه يو شواروز وروستو مخې ته راځي.
خو ددغو ټولټاکنو څخه وړاندې سياسي حلقې هاغه مهال دبې ارامۍ سره مخ شوې چې دسترې محکمې له لوري دپارليمان دماتولو او دنوؤ ټولټاکنو سفارش وشو.
تير کال پارليماني ټولټاکنې شوې وې چې سترې محکمې غيرقانوني گرځولې وې.
که چرې دسترې محکمې دسفارش منلو سره پارليمان مات کړل شي نو څوک چې به هم صدر ټاکل کيږي هغه به خپله عهده په داسې حال کې سمبالوي چې نۀ خو ائين شته او نۀ هم دصدر لپاره مقرر کړل شوي اختيارات.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG