لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر : صدر مرسي د حکومت جوړلو کار پېل کړې


د مصر نوي منتخب صدر محمد مرسي د خپل انتخاب د یوې ورځې وروسته د حکومت جوړولو کار پېل کړې دې.
ښاغلي مرسي ژمنه کړې ده چې دهغه حکومت کې به ټولې ډلې شاملې وي. د اتوار په ورځ پخواني وزیراعظم محمد شفيق ته په ماتې ورکولو سره محمد مرسي چې تعلق یې اخوان المسلمین ډلې سره دې لمړې اولسي صدر جوړ شوې دی.
صدر مرسي وایي چې په انتظامیه کې به د مرستیال صدر په حېث به مختلف شعبو سره تعلق لرونکي کسان شامل وي.
اسلام پلوه صدر ته په هېواد کې د ملي تقسېم کمولو ترڅنگ د ټولو مصریانو او بیا په ځانگړې توگه د مذهبي لږکیو او د ښځو مفادات خوندي ساتلو کې د هغوي باور هم گټل دې.
صدر مرسي د نورو گوندونو چې ور سره به گډ حکومت جوړوي باور گټلو لپاره د اخوان المسلمین او د فریډم او جسټس پارټۍ د رکنیت هم استفا ورکړې ده.
خو اوس هم داسې پوښتنې شته چې د انقلاب نه وروسته ټاکل شوي صدر ته به څومره اختیار ترلاسه وي. د پوځي شورا ده دې ژمنو باوجود چې د روانې میاشتې ترپایې به نوي ټاکل شوي صدر ته به اختیار وسپاري واکمن پوځي کونسل داسې ورستي گامونه اخستي چې صدر واک یې ډیر کم کړې دی.
پوځی شورا ټول مهم اختیارات ځان سره ساتلي دي او ښکتنې ایوان چې د اخوان المسلمین ورکې اکثریت ؤ د ړنگولو وروسته د قانون جوړولو اختیار هم ترلاسه کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG