لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مصر په زوړ صدر نوي مقدمه


د محمد مورسي پلویانو د هغه په لرې کیدو مظاهرې کړې دي
د محمد مورسي پلویانو د هغه په لرې کیدو مظاهرې کړې دي
د مصر په پخواني صدر محمد مورسي نوي مقدمه شورو شوي ده. په هغه الزام دی چې کال ٢٠١١ کې د جیل نه تښتیدلی وو.
د مصر مطبوعاتو ویلي مورسي د نهې په ورځ د قاهرې یو عدالت کې حاضر شوی وو. مقدمه کې د هغه سره ١٣٠ نور کسان هم شامل دي چې پکې د اخوان المسلیمون، د فلسطین حماس او د لبنان حزب الله غړي شامل دي.
په بله مقدمه کې په مورسي کال ٢٠١٢ کې حکومت مخالفه مظاهرینو باندې د تشدد کولو الزام لگول شوی دی. دغه مقدمه کې اورونه د خالې په ورځ بیا کیدونکې ده. نومبر کې مقدمه پرانستل کیدو ورسته اورونه څو څو وار ځنډول شوي ده.
په دریمه مقدمه کې په محمد مورسي باندې د عدليي د توهین الزام لگول شوی دی. او په څلورمه مقدمه کې په د مصر په پخواني صدر د حماس ډلې سره په سازش د جاسوسۍ الزامات لگول شوي دي.
د مصر پوځ مورسي تیر کال د جولائی په میاشت کې د واک نه لرې کړی دی او چارواکو د هغه اخوان المسلیمون گوند خلاف کاروائي کې د ډلې گڼ شمیر مشران نیولې او تنظیم ترهگر گوند گرځول شوی دی.
د پخواني صدر حسنې مبارک د واک نه لرې کیدو ورسته، محمد مورسي د کال ٢٠١٢ عام انتخاباتو کې د گټې په نتیجه کې نوی صدر وټاکلی شو. خو یو کال ورستو د هغه په مخالفت کې د مظاهرو راپاریدو سره سم پوځ هغه د واک نه لرې کړو او د هغه وخت راهسې هغه په زندان کې پروت دی. محمد مورسي د مصر وړمبی منتخب شوی صدر وو.
بلخوا چارواکې وايي وسله والو د پولیس یو لوړ رتبه چارواکې په حمله کې وژلی. میجر جنرل محمد السید د داخله وزارت د ټیکنیکل څانگې مشر وو چې په موټرسائیکل سورو حمله کونکو ووژلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG