لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره : محمد مرسي د مصر دصدر په توگه سوگند پورته کړې دی


محمد مرسي دخالي په ورځ په قاهره کې دمصر دلمړي اولسي او په جمهوري ډول دټاکل شوي صدر په توگه په يوه تاريخي د ستوره کې سوگند پورته کړې دی.
د اخوان المسلمين کانديد محمد مرسي دسپريم ائيني کورټ په وړاندې سوگند اخستې.
هغه ژمنه کړې چې دائين او قانون دواکمنۍ درناوى به کوي او دمصري اولس تحفظ به باوري کوي.
ټاکل شوې ده له دې وروستو به دپوځ څخه دواک ترلاسه کولو لپاره يوې پوځي اډې ته دورتگ څخه وړاندې هغه قاهره پوهنتون ته وينا کوي.
دجمعې په ورځ هغه په التحرير چوک کې دراټولو شوؤ گڼ شمير کسانو ستائينه کړې وه، التحرير چوک هاغه مشهور مقام دى ، دکوم ځايې څخه چې دپيل شوؤ سترو احتجاجونو په نتيجه کې دمصر پخواني صدر حُسني مبارک داقتدار څخه لرې کړل شو.
محمد مرسي خپلو پلويانو ته وئيلي دي” زۀ تاسو سره ژمنه کووم چې کوم اختيارات صدر ته ورکړل شوي هغه به نۀ پريږدم“
مرسي وئيلي دي دمبارک دلرې کيدو وروستو چې دصدارتي څوکۍ څخه کوم اختيارات پوځي کونسل اخستي هغه به بيرته اخلي.
مرسي دخپل گوند داسلامي واکمنۍ په اړه دهدف ديادونې پرته وويل چې مصر به دهغه دواک لاندې يو قومي رياست وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG