لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصري وزيراعظم داسرائيلي بريدونو داودرولو غږ کړى


اسرائيل وائي غزه کې يې دشپې 130 ځائيونه په نخښه کړي
اسرائيل وائي غزه کې يې دشپې 130 ځائيونه په نخښه کړي

اسرائيلي وئيلي که فلسطيني تندلارو په هغوي راکټونه داغل اودرول نو دمصري وزيراعظم ددورې په مهال به هغوي بريدونه اودروي

دمصر وزيراعظم هشام قنديل په غزه داسرائيلي بريدونو سخته غندنه کړې او وئيلي يې دي چې دغه بريدونه دې په سمدستي توگه اودرول شي.
دمصر وزيراعظم غزه کې دکونسل اف منسټرز دودانۍ دوره کړې او دغلته يې دفلسطيني مشرانو سره ليدنې هم کړي دي.
هغه يو روغتون ته هم ورغلى ، چې پکې يې اسرائيلي بريدونو کې دژوبل شوؤ کسانو پوښتنه وکړه.
په دغه مهال هغه وويل څه چې زۀ په غزه کې وينم هغه يوه تباهي ده، په دې به خاموش نۀ پاتې کيږم، بايد اسرائيلي بريدونه هر صورت کې اودرول شي.
اسرائيلي وئيلي وؤ که چرې فلسطيني تندلارو په هغوي راکټونه داغل اودرول نو دمصري وزيراعظم ددورې په مهال به هغوي بريدونه اودروي، خو دهشام قندي ددغه سفر سمدستي وروستو اسرائيل دفضائي بريدونو لړۍ يو ځل بيا پيل کړې ده.
اسرائيل وائي غزه کې يې دشپې 130 ځائيونه په نخښه کړي او دشپې دغزه څخه په اسرائيل يوولس راکټونه داغل شوي.
داسرائيلي پوځ ترمخه هغوي ددوؤ ورځو په دوران په غزه بريد نۀ دى کړى خو دغزې دحماس تندلارو په دغه دوران په اسرائيل 50 راکټونه داغلي.
خو دحماس سرچينې وائي اسرائيل په شمالي غزه دجمعې په ورځ يو بمي بريد کړى چې پکې دوه فلسطينيان وژل شوي دي.
دبريدونو دغه تازه لړۍ هاغه مهال پيل شوه کله چې اسرائيل دفضائي بريد په ترڅ کې دحماس لوړپوړى پوځي غړى احمد جباري او دهغه مرستيال ووژل.
له دې وروستو دشورو دورځې څخه پيل شوؤ اسرائيلي بريدونو کې تر دې مهاله لږ ترلږه 20 فلسطيني وگړي وژل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG