لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مصر عبدالفتاح السيسي وايي که په واک کې راغلو نو د اخوان نوغی به اوځي


عبدالفتاح السيسي دمارچ په مياشت کې د خپلې څوکۍ څخه په ټاکنو کې د برخې اخيستو دپاره استعفي ورکړې وه
عبدالفتاح السيسي دمارچ په مياشت کې د خپلې څوکۍ څخه په ټاکنو کې د برخې اخيستو دپاره استعفي ورکړې وه
د مصر د پوځ پخوانی سر لښکر او په هيواد کې د صدارټي ټاکنو مضبوط کانديد عبدالفتاح السيسي وايي ، که په ټاکنو کې بريالی شو نو په هيواد کې به د څوکۍ څخه لرې کړی شوي صدر محمد مرسي د ډلې اخوان المسلمين وجود پاتې نه شي .
د گل په ورځ مصري ميډيا سره خبرو کې عبدالفتاح السيسي ووئيل ، چې د هيواد د صدارتي څوکۍ څخه لرې کړی شوي صدر محمد مرسي د ډلې اخوان المسلمين زور مات شوی ، او دغه ډله بيا کله په واک کې نه شي راتلی .
څيړونکې وايي تير کال د جولائي په مياشت کې د مصر د لمړي ټاکل شوي جمهوري صدر محمد مرسي د لرې کولو او پوځي بغاوت څخه وروستو د السيسي لخوا د اخوان المسلمين په اړه دا ډاگيز بيان دی ، چې د اخوان مستقبل به په مصر کې څه وي .
په جولايۍ ۲۰۱۳م کې د پوځي بغاوت نه وړاندې اخوان المسلمين د مصر تر ټولو لويه ډله وه ، او په کال ۲۰۱۱م کې د پخواني آمر حسني مبارک د حکومت ختميدو وروسته په ټاکنو کې دغې ډلې کاميابي ترلاسه کړې وه .
خو د فيلډ مارشل (ر) عبدالفتاح السيسي په مشرۍ کې مصري پوځ د مرسي د حکومت په ضد بغاوت وکړو ، او تير کال يې د هغه د حکومت تخته نسکوره کړه . او بيا يې په هيواد کې د اخوان ډلې د پلويانو په ضد سخت عمليات پيل کړي ؤ ، چې پکې د راپورونو ترمخه تراوسه پورې نزدې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي .
د مصر موقتي حکومت اخوان ٫٫ ترهگره ډله ٬٬ گرځولې ، او بنديزونه يې پرې لگولي دي . دغه رنگ د اخوان المسلمين په زرگونو پلويان په جيلونو کې اچول شوي او د هغويې په ضد مقدمې چلولی شي . او تيره مياشت د مصر يو عدالت د اخوان المسلمين د يو مشر محمد بديع په گډون د دغې ډلې ۶۸۳ پلويانو ته د مرگ سزا هم اورولې ده .
عبدالفتاح السيسي دمارچ په مياشت کې د خپلې څوکۍ څخه په ټاکنو کې د برخې اخيستو دپاره استعفي ورکړې وه ، او وئيل کيږي چې السيسي په روانه مياشت کې د کيدونکو صدارتي ټاکنو مضبوط اميدوار دی .
السيسي وئيلي که صدر وټاکل شو نو په حکومتي معاملاتو کې به د پوځ هيڅ کردار نه وي . نوموړي دا هم وئيلي چې د محمد مرسي په حکومت کې په هغه دوه وژونکې حملې شوې وې ، ولې نوموړي د دغو بريدونو د تفصيل وئيلو څخه ډډه کړې ده .
مصر کې د اخوان المسلمين او پوځ ترمينځ تاؤ تريخوالی د ۵۰ کالو نه د زياتې مودې راهسې راروان دی ، او د مصر د پخوانو پوځي صدرانو په وخت کې اخوان د بنديزونو لاندې پاتې شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG