لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مصر:بمي چاؤدنه اؤ نښتو کې درې کسان وژل شوي


چارواکي وائي مصر کې دشورو په سحر دپوليسو په يوه تاڼه شوې بمي چاؤدنه کې يو تن وژل شوى اؤ ١٨ نور ژوبل شوي دي.
په عين حال کې دمصر دپوځ مشر جنرل عبدالفتح السيسي خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې دجمعې په ورځ دې سړکونو ته را اوځي اؤ دترهه گرۍ په ضد دې مظاهره وکړي.
دچارواکو ترمخه دپايتخت قاهرې څخه سل کلو ميټره لرې دشمال په لور منصوره سيمه کې يو تندلاري دگاډي څخه دپوليسو په تاڼه بم غورځولى.
دغه پيښه په داسې وخت کې رامينځته شوې چې په روانه مياشت کې دپوځ له لوري دصدر محمد مرسي دبرطرفۍ څخه وروستو دملک مختلفو برخو کې مظاهرې روانې دي.
دعبوري صدر عدلي منصور يو ترجمان دغه بمي حمله يوه ترهه گريزه کارروائي گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې ددې له امله به دمصر اراده کمزورې کيږي نۀ.
بل لوري ته دمحمد مرسي پلوي اخوان المسلمين وائي دشورو په ورځ قاهره کې ديو لاريون په مهال دوه مظاهرين وژل شوي دي.
دنهې په ورځ هم قاهره يونيورسټۍ کې دمرسي دپلويانو ديوې مظاهرې ترڅنگ نښتو کې لږ ترلږه ٩ کسان وژل شوي وؤ.
اخوان المسلمين وائي دغه وژنې دمرسي دمخالفينو له لوري په پرامنه مظاهرو دحملو په نتيجه کې رامينځته شوي ، خو پوليس دريځ لري چې دنښتو پيل دمظاهرينو له لوري شوى ؤ.
اخوا دمصري پوځ مشر جنرل عبدالفتح السيسي خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې دجمعې په ورځ دې سړکونو ته را اوځي اؤ پوځ ته دې دتشدد اؤ ترهه گرۍ په ضد دجگړې کولو اختيار ورکړي.
دپوځ دگريجويشن دستوره کې دوينا په مهال جنرال السيسي په پوځي صفونو کې اختلافات اندازې وگرځولې اؤ وې وئيل دمصر پوځ يو موټى دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG