لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړوکى اختر اؤ د پښتو نوي فلمونه


هر څو کۀ د تيرو څو لسيزو راهسې د پښتنو په سيمه د جنگونو،مرگونو اؤ باردو اور بل دى خو پښتون قام په دغه تاؤژنو حالاتو کې هم د فن اؤ هنر سره مينه يا خپل لطيف ذوق د لاسه نۀ دى ورکړى اؤ کۀ چرته يې د ټنگ ټکور اؤ موسيقۍ ميدان گرم ساتلى دى نو هلته يې د شعر و ادب، ډرامې،فلم اؤ سټيج دنيا هم ودانه ساتلې ده چې ددې يوه څرگنده نمونه په راتلونکي وړوکي اختر کې د پينځوؤ پښتو فلمونو،په لسگونو د سي ډي ډرامو، اؤ په گڼ شمير د سندريزو اډيواؤ ويډيو کيسټونو ريليز کيدل دي.
په داسې حال کې چې دپاکستان دننه د اردو اؤ پنجابۍ فلمي صنعت ديو بحراني صورتحال سره مخ دى اؤ د پاکستان تر ټولو لويه صوبه پنجاب کې داردو اؤ پنجابي فلمونو جوړونکي اؤ هنرمندان سرټکوي چې فلم کتونکو سينيما ته شا کړې ده په خيبر پښتونخوا ايالت کې سږکال دپښتو پينځۀ فلمونه د وړوکي اختر په موقعه ريليز کيږي.چې دغه وضعيت فلمي صنعت سره تعلق لرونکي خلک اؤ د پښتو فلمونو مينه وال زيات ډاډمن بولي.
تير کال د وړوکي اختر په موقعه د خيبر پښتونخوا په بيله بيلو سيمنيماگانو کې د پښتو درې فلمونه ريليز شوي ؤ چې ددغو فلمونو جوړونکو يې بزنس حوصله افزاء گڼلى ؤ اؤ نن يو کال وروستو د دريوؤ څخه دغه شميره پينځوؤ ته لوړه شوې ده.
خو د ډاډ يوه مهمه خبره دا هم ده چې سږکال په خيبرپښتونخوا کې يوازې دغه پينځۀ فلمونه د اختر په موقعه سينيماگانو ته نۀ وړاندې کيږي بلکې ددې ترڅنگ په لسگونو دسي ډي ډرامې اؤ سندريز اډيو اؤ ويډيو کيسټونه هم مارکيټ ته رااوځي.
کوم پينځۀ فلمونه چې داخترپه موقعه د خيبر پښتونخوا په بيلابيلو سينيماگانو کې نمائش ته وړاندې کيږي په هغې کې هر دم خير،غدار،قسم،بدعمله اؤ طوفان شامل دي.
هردم خير د فلمساز ارشد خان لۀ لوري نندارې ته وړاندې کيږي چې مرکزي کردارونه پکې شاهدخان،ببرک شاه،محمد حسين سواتي اؤ صوبيه اداکړي دي ددغه فلم جوړونکى ارشد خان دى اؤ قيصه يې سليم مراد ليکلي ده.
غدار فلم د فلسمازانو مظفرخان اؤ خالقو له لوري نندارې ته تيار دى چې هدايتکار يې لياقت علي دى اؤ قيصه يې سليم مراد ليکلې ده.
په دغه فلم کې نوميالي فلمي ستوري اربازخان، جهانگير خان،ببرک شاه،دلبرمنيراؤ شانزا مرکزي کردارونه لوبولي دي .
د فلم قيصه د وطن سره د مينه لرونکي پوځ څخه چورلي چې په خپل وطن سر قربانوي اؤ د وطن د غدارانو د ناوړه سازشونو مخه نيسي.
د طوفان فلم جوړونکى شيخ محمداکرم دى اؤ هدايات يې عنايت الله ورکړي دي.
دفلم قيصه سليم مراد ليکلې ده اؤ مرکزي کرداردونه پکې شاهد خان،جهانگير،محمد حسين سواتي اداکړي دي.
قسم د مظفرخان اؤ خالقو لخوا جوړکړل شوى فلم دى چې هدايات يې ارباز خان پخپله ورکړي اؤ مرکزي کردارونه پکې ارباز خان ،صوبيه،ببرک شاه اؤ جهانگير خان ترسره کړي دي.
بدعمله فلم د شاهجان لخوا چمتو کړل شوى اؤ هدايتکار يې نادر خان دى په دغه فلم کې شاهد خان اؤ جهانگير خان د سرکردارونه لوبولي دي.
په دغو فلمونو کې د غدار اؤ قسم منتظم اعلي مسافر خان ډيوه راډيو سره په خبرو کې د خپلو فلمونو کاميابۍ ته هيله مندي وښودله اؤ وئ وئيل هغه باور لري چې دواړه فلمونه به يې د اولس لخوا پزيرايي ځکه مومي چې په جوړولو يې زيات محنت شوى دى.
نوموړي وويل هرکله چې د فلم قيصه ښه وي،ايکټران پکې ښه وي اؤ هدايتکار يې مړنى وي نو بيا ارو مرو کاميابي ترلاسه کوي.
مسافر خان دا هم وويل چې د هغوئ فلمونو مدام ښۀ بزنس کړى اؤ خلکو خوښ کړي دي.
فلمساز ارشدخان هم د خپل فلم هردم خير په اړه خوشبينه دى اؤ وايي هيله لري چې فلم به يې خلک زيات خوښ کړي .
هغه وويل د فلمونو په جوړولو کې يې کورنۍ يوه اوږده تجربه لري اؤ پوهيږي چې خلکو ته بايد څنگه فلم په څنگه شرائطو کې وړاندې کړل شي.
هغه وويل د هردم خير قيصه زړۀ پورې ده اؤ شاهد خان يا نورو هنرمندانو چې پکښې څومره په محنت سره خپل کردارونه لوبولي هغه دا هيله وربخښي چې فلم به يې د پښتو فلمي صنعت په ژوندي ساتلو اؤ پراختيا کې لاس امداد وکړي.
فلمي ستوري ارباز خان اؤ شاهد خان هم ډاډه دي چې د وړوکي اختر په موقعه به يې فلمونه د فلم د مينه والو د خوښې باعث وگرځي .
ددغو دواړو هنرمندانو ډيوه راډيو سره په خبرو کې تقريباً يو شان نظر لرلو اؤ هغه دا ؤ چې د فلم په جوړولو يې زيات محنت کړى، قيصې يې ښې دي، سندرې يې هم زړۀ پورې دي اؤ عکس بندي يې هم په ښو مقامونو کې شوې ده ځکه نو خلک به يې خوښ کړي.
د سينيما د فلمونو ترڅنگ چې په دې وړوکي اختر کې کومې د سي ډي ډرامې اؤ ويډيو البمونه مارکيټ ته را اوځي په هغې کې پاؤ باندې عاشق،دخرو ټيکدار، سنگسار، ميلمه د پښتنو،پينډزى بدمعاش، واه جي واه،د مور ازار،ليلامې ليونۍ شوه،اختر مومبارک شه،ميوزيکل شو، هله بجلي راغله، رسم اؤ رواج ،جانباز ،ډنډورچي اؤ ځينې نور شامل دي.
د ويډيو البمونو په څير د پښتو د يو شمير سندرغاړو د سندرو اډيو البمونه هم د وړوکي اختر په موقعه ريليز کيږي چې د فن مينه وال دا دپښتون کلتور د ودې دپاره يوه ډاډمنه موقعه بولي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG