لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رويت هلال کميټي: پاکستان کې به لوی اختر په 10م جولايۍ نمانځل کيږي


د پاکستان مرکزي رويت هلال کمېټۍ اعلان کړی په ملک کې به لوی اختر په 10م جولايۍ [د اتوار/یکشنبې په ورځ] نمانځل کيږي. پرون په پېښور کې په قاسم علي خان جومات کې هم د میاشتې ليدو دپاره غونډه شوې خو هلته هم ويل شوي چې د میاشتې ليدو کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي.

پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [29 جون] په کراچۍ کې د مرکزي رویت هلال کمېټۍ د مشر مولانا عبدالخبير ازاد په مشرۍ د لوی اختر د مياشتې [ذي الحج] د لیدو دپاره غونډه شوې ده.

وروسته مولانا عبدالخبير ازاد ويلي، د ملک نه ورته د يو ځای نه هم د میاشتې ليدو کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي ځکه د لوی اختر د میاشتې لومړۍ ورځ به د جولايۍ په لومړۍ نېټه وي.

هغه اعلان کړی چې په ملک کې به لوی اختر په لسم جولايۍ د اتوار په ورځ نمانځلی شي.

د پېښور د خان رازق پوليس چارواکو وي او اې ډیوه ته ويلي، چې په قاسم علي خان جومات کې د لوی اختر د مياشتې ليدو دپاره غونډه شوې خو د جومات کمېټۍ ویلي، چې د مياشتې ليدو کوم شواهد ورته نه دي ترلاسه شوي.

د قاسم علي خان جومات کمېټۍ د وي او اې ډيوه سره په شريک کړي خبر کې ویلي، چې د لوی اختر د مياشتې وړومبۍ ورځ به جمعه وي.

په پاکستان کې اکثره اخترونه په يوه ورځ نه نمانځل کيږي.

پاکستان کې سږ کال هم وړوکی اختر په پېښور او د خېبرپښتونخوا صوبې په ګڼو سيموکې يوه ورځ وړاندې او نور پاکستان کې په بله ورځ نمانځل شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG