لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وایي دافغانستان دوؤ ښوونځیو کې نزدې 80 زده کوونکو نجونو ته د زهرو ورکول کیدو پېښې رامنځته شوي


د سرپل د تعلیم رییس ویلي کوم شخص چې دښوونڅیو زده کوونکو نجونو ته د زهرو ورکولو پلان جوړ کړی ؤ هغه دیو چا سره شخصي بدي لرله.
د سرپل د تعلیم رییس ویلي کوم شخص چې دښوونڅیو زده کوونکو نجونو ته د زهرو ورکولو پلان جوړ کړی ؤ هغه دیو چا سره شخصي بدي لرله.

چارواکي وایي دافغانستان په شمالي ولایت سرپل کې د دوؤ ښوونځیو شاوخوا 80 جینکو زده کوونکو ته د زهرو ورکولو هځه شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وایي د دوؤ بیلابیلو ښوونځیو نزدې نزدې 80 ماشومانې زده کوونکې نجونې د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي اؤ هلته یې درملنه روانه ده.

د سرپل د تعلیم رییس ویلي کوم شخص چې دښوونڅیو زده کوونکو نجونو ته د زهرو ورکولو پلان جوړ کړی ؤ هغه دیو چا سره شخصي بدي لرله.

دنړیوالې خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د رپورټ له مخې په سرپل کې دطالبانو دحکومت دتعلیم دچارو رییس محمد رحماني ویلي چې نجونو ته د زهرو ورکول کیدو پلټنې پیل کړل شوي اؤ د وړومبیو پلټنو نه معلومه شوې ده چې یو تن دشخصي خوابدۍ په اساس یو دریم ګړي تن ته پیسې ورکړې وې چې دغو ماشومانو ته زهر ورکړي.

محمد رحماني جینکو ته د زهرو ورکول کیدو اؤ د هغوي د روغتیایي وضعیت په اړه نور معلومات نه دي‌ روښانه کړي.

هغه ویلي دې پېښه کې چې کومې نجونې اغېزمنې شوي هغه د وړومبي ټولګي نه نیولې تر د شپږم ټولګي زده کوونکې دي خو دهغوي عمرونه یې نه دي ښودلي.

په افغانستان کې تر دې پېښې وړاندې پروسکال دافغانستان ګاونډي هیواد ایران کې هم د اسکولونو زده کوونکو نجونو ته د زهرو ورکول کیدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې دغو پېښو ټول ایران جړقولی ؤ.

د سرپل دتعلیم رییس محمد رحماني ویلي د زهرو ورکول کیدو دا دواړه پېښې په سانچارک ولسوالۍ کې مخې ته راغلي دي.

هغه وویل دیادې ولسوالۍ د جینکو په یو ښونځي کې 60ؤ اؤ بل کې 17 نجونو ته زهر ورکړل شوي‌ دي.

هغه ویلي دغه دواړه ښوونځي دیو بل سره نزدې دي اؤ دیو نه وروسته دبل ښوونځي زده کوونکو ته زهر ورکړل شوي دي.

په اګست 2021 کې چې امریکا اؤ ایتلافیان یې دشل کلنې جګړې سرته رسولو نه وروسته له افغانستان ووتل نو طالبانو یو وارې بیا په اقتدار قبضه وکړه اؤ دطالبانو واک ته له رسېدو وروسته هغوي دشپږم صنف نه بره دجینکو په تعلیم اؤ دښځو په کار اؤ پارکونو ته په تګ بندیز ولګولو .

د تېرو دوؤ کلونو راپدیخوا دا وړومبی ځل دی چې افغانستان کې زده کوونکو نجونو ته د زهرو ورکولو هڅه شوې ده.

( رپورټ کې د ایسوسي ایټډ پریس دمعلوماتو نه استفاده شوې ده اؤ د وي او ای اردو په مننه خپور کړل شو)

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG