د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د خپل حکومت په مهال اول وار د ملګرو ملتونو او امریکې له بندیزونو سره سره له افغانستانه بهر سفر کړی او په ابوظبۍ کې یې د متحده عرب اماراتو له مشر سره لیدلي دي.
ملګرو ملتونو د 2007 کال په ستمبر میاشت کې پر سراج الدین حقاني له القاعده شبکې او طالبانو سره د اړیکو تر څنګ په دې خاطر هم بندیزونه ولګول چې د هغه په مشرۍ حقاني شبکي د نورو سخت دریځو او ترهګرو ډلو مالي ملاتړ کاوه.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او د تحقیقاتو فیډرل ادارې د 2008م کال په مارچ کې سراج الدین حقاني د نړیوالو ترهګر په فهرست کې شامل کړی او ویلي یې وو هغه چا ته به 10 میلین ډالر ورکړي چې د هغه په اړه معلومات ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ عرب اماراتو ته سفر کړی چې وایي د دوی د استخباراتو د ادارې مشر ملا عبدالحق وثیق یې هم ملګری دی:
"د اسلامي امارت پلاوي په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له مشر، شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل".
مجاهد نور تفصیل نه دی ورکړی چې د حقاني په مشرۍ پلاوی کله عرب اماراتو ته تللی، په خپله خوښه او که د هغه ځای د حکومت په بلنه ورغلی او نه یې دا ویلي چې سراج الدین حقاني له شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره پر څه موضوعاتو خبرې کړې دي.
د حقاني دې سفر- چې له مخکې نه وو اعلان شوی- نه یواځې یو شمېر مبصرین حیران کړي بلکې دا هم څرګندوي چې په افغانستان کې د سیمې او د سیمې وراخوا هیوادونه څومره رول لري.
په واشنګټن ډي سي کې د نیو امریکن په څېړنیز مرکز کې د نړیوالو مطالعاتو د مرکز مرستیال پیټر برګن په حیراني وویل، سراج الدین حقاني څنګه په داسې حال کې عرب اماراتو ته ځي چې هم یې نوم په تور لیسټ کې دی او هم یې امریکا پر سر لس میلینه ډالر انعام ایښی دی.
پیټر برګن وي او اې ته وویل، سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې دی او له همدې کبله هغه نه شي کولای له افغانستانه دباندې سفر وکړي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د موجودګۍ په مهال د حقاني ډلې فعالیتونو ته په کتو دا پوښتنې پیدا کیږي چې د طالبانو دې جګپوړي چارواکي څنګه داسې یو هیواد ته رسمي سفر کړی چې په خلیج کې د امریکا نیژدې متحده بلل کیږي.
په قطر کې د افغانستان د مخکیني حکومت سفارتکار عظیم الله ورسجي وایي، عربي اماراتو ته د حقاني سفر د بېلابېلو سببونو له کبله کېدی شي چې وایي یو یې له اماراتو سره د حقاني د کورنۍ اړیکې دي.
ښاغلي ورسجي وي او اې ته وویل، د سراج الدین حقاني پلار جلال الدین حقاني د 1980په لسیزه کې "د پاکستاني امنیتي ادارو په پټه همکارۍ" له خلیج هیوادونو او په ځانګړې توګه اماراتو سره نیژدې اړیکې درلودې:
"د جلال الدین حقاني یوه میرمن په خټه یمنۍ او د عربي متحده اماراتو اوسېدونکې وه چې ترې څرګندیږي دواړه خواوې څومره په کورني لحاظ سره نیژدې وو".
ورسجي وایي عربي متحده اماراتو ته د حقاني د سفر یو بل سبب دا دی چې له طالبانو سره په امریکا او نورو هیوادونو کې د قطر اغېز کم رنګه وښودل شي ځکه چې وایي تر دې وړاندې ټولې دا ډول ناستې پاستې په دوحه کې کېدلې.
عربي متحده امارات، پاکستان او سعودي عرب د نړۍ یواځیني هیوادونه وو چې د طالبانو لومړنی حکومت یې په رسمیت پیژندلی وو، خو د طالبانو اوسنی حکومت د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او یواځې چین ورسره سفارتي اړیکې پیل کړې دي.
د طالبانو له خپل منځي چارو خبر خبریال او څېړونکی سمیع یوسفزی وایي، عربي متحده اماراتو ته د حقاني سفر یو سټرېټیجیک اقدام دی. یوسفزي وي او اې ته وویل، "د ده سفرونه په دوو معناوو دي، یودا چې عربي امارات غواړي د قطر په نسبت طالبانو سره تعلقات ډیر کړي".
ښاغلي یوسفزي وویل، نړیوال سفارتکاران سراج الدین حقاني ته د یو قومي مشر، د کورنیو چارو وزیر او پخواني جهادي رهبر د زوی په سترګه ګوري او د طالبانو په رژیم کې یې "معتدل" شخصیت بولي.
یوسفزي د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ په عربي اماراتو کې د ملاقاتونو په هکله وویل چې کېدای شي د حقاني سفر هم د امریکا په خوښه شوی وي ځکه د هغه په وینا "عرب امارات داسې اقدام نه کوي چې امریکا پرې خفه شي".
سمیع یوسفزی وایي عربي متحده امارات نه غواړي طالبان ایران، قطر او نورو هغو هیوادونو ته ډېر نیژدې شي چې له سعودي عرب او عرب اماراتو سره سیالي لري.
سراج الدین حقاني په داسې وخت عرب اماراتو ته سفر کړی چې ملګري ملتونه د روانې جون میاشتې پر 30مه د افغانستان په هکله په دوحه کې درېیمه غونډه کوي. طالبانو بیا ویلي یواځې په هغه صورت کې په دې غونډه کې ګډون کوي چې شرطونه یې ومنل شي.
د افغانستان د حکومت یو بل پخواني چارواکي- چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي- وي او اې ته وویل، د حقاني او هبت الله آخندزاده تر منځ له اختلافاتو سره سره امریکا په اوسنیو حالاتو کې د طالبانو د بېلوالي پر ځای د هغوی یووالی غواړي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې اشنا او اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum