لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټونه وايي د يوکرېن په مشرقي سيمو کې د روس او يوکرېن ترمينځه جګړه توده شوې 


د ترکي د صدر دفتر په يو بيان کې ویلي چې صدر طیب اردوان په ټېلي فون د روس صدر پوټن ته ويلي چې د يوکرېن سره د سولې په خبرو کې دې د تل پاتې امن د پاره يوه د انصاف فېصله اوکړی شي
د ترکي د صدر دفتر په يو بيان کې ویلي چې صدر طیب اردوان په ټېلي فون د روس صدر پوټن ته ويلي چې د يوکرېن سره د سولې په خبرو کې دې د تل پاتې امن د پاره يوه د انصاف فېصله اوکړی شي

د يوکرېن په مشرقي سيمو کې د روس او يوکرېن ترمينځه جګړه توده ده او د ترکي صدر رجب طيب اردوان د روس صدر ولادېمېر پوټن ويلي، د خبرو اترو د پاره دې يو اړخيزه ډز بندي وکړي.

د ترکي د صدر دفتر په يو بيان کې ویلي چې صدر طیب اردوان په ټېلي فون د روس صدر پوټن ته ويلي چې د يوکرېن سره د سولې په خبرو کې دې د تل پاتې امن د پاره يوه د انصاف فېصله اوکړی شي.

ترکي د روس او يوکرين ترمينځ د صولې په خبرو کې له ډېره وخته هڅې کوي او د غلې په صادراتو کې يې هم د دواړو هېوادونو ترمينځ لوظنامه کې مهم رول لوبولی و.

امکان دی چې صدر اردوان به په د ې لړ کې د يوکرېن د صدر ذيلنسکي سره هم خبرې کوي.

د روس او يوکرېن ترمينځ د ډزبندۍ يو بل خواست د روس د آرتهوډاکس چرچ د مشر پېټري آرچ کېرېل لخوا هم وړاندې شوی، نوموړي په دواړو فريقو غږ کړی چې د کرسمس د چټيانو په وخت کې دې د ډز بندۍ لوظنامه اوکړي.

بلخوا د يوکرېن صدر د نړۍ نه د نورې وسلې غوښتنه کړې چې په روان جنګ کې د روس پوځونه په شا اوتنبوي،

د فرانس صدر ايمېنول مېکروان د يوکرېن صدر ذيلنسکي ته د شورو په ورځ ويلي فرانس به يوکرېن ته اې ايم اېکس بکتر بند ټېنکونه ورکوي،

دغه يو ډول واړه ټېنکونه دي چې د فرانس پوځ يې له کال ۱۹۸۰م رhهسې کاروي خو نور جوړول يې ودرولي دي.

د فرانس چارواکي وايي، دغه ټېنکونه به د روس په خلاف د يوکرېن ډېره مرسته وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د غربي نړۍ جوړ ټېنکونه به د يوکرېن لخوا د روس په ضد کارول کېږي.

صدر ذيلنسکي د فرانس مننه کړې او په نوره نړۍ يې هم د پوځي مرستو غږ کړی.

د امريکې صدر جو باېډن هم ويلي امريکا يوکرېن ته برېډلي جنګي جيپونه استولو باندې غور کوي.

دغه بکتر بند جيپونه دي چې وړه وسله پرې لګېدلي وي.

نزدې يولس مياشتې وړاندې د روس صدر پوټن په يوکرېن بريد کړی و چې د ده په خبره دغه هېواد د وسلې نه پاک کړي. امريکا او غربي نړۍ د روس په دغه ګام سخت غبرګون ښودلی او د يوکرېن سره يې پوځي او مالي مرستې پېل کړي.

اېسوسيټډ پرېس وايي،‌امريکا تراوسه يوکرېن له ۲۰۰۰ پوځي ګاډي‌ورکړي چې ۴۷۷ پکې واړه بکتر بند او ۱۲۰۰ هموي جيپونه دي. فرانس يوکرېن له جديد توپې او جنګي جازونه ويشتونکي ميزايلې ورکړي.

امريکې يوکرېن ته د پېټريوټ دفاعي نظام ورکولو ژمنه هم کړې خو روس وايي‌دغه زوړ نظام دی او دوي به يې را اووغورځوي.

یادونه: د وي او ای د دې رپورټ ځینې معلومات د ای پي، روېټز او ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG