لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي اتحاد د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره 17 میلینه یورو مرسته اعلان کړه


یورپي اتحاد افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره خدمتونو ته د لاسرسي، د اقتصادي فرصتونو د زیاتېدو او د حرکت په حال کې د افغانانو او د هغوی د کوربنو ټولنو د ملاتړ لپاره د مهاجرت له نړیوال تنظیم سره د 17 میلین یورو مرستې تړون لاسلیک کړی دی.

یورپي اتحاد د اپرېل پر 25مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي ددې تړون بنیادي پام به د افغان مېرمنو او نجونو اړتیا ته وي او وایي دا تازه مرسته به ای او ایم ته امکان ورکړي چې د مجبوره کسانو د دوامداره مرستې لارې چارې وړاندې کړي او د ستنېدونکو کډوالو ستونځو ته د حل لارې پیدا کړي:

"د مهاجرت د نړیوال سازمان په یو لاس د خدمتونو د وړاندې کولو او په هغو کې د روغتیا د ساتنې، قانوني مرستو، د کار و کسب زده کول او تعلیم لپاره ستنېدونکو کډوالو ته به د ټولنیزو سرچینو مرکزونه جوړ کړي".

یورپي اتحاد په خپل بیان کې ویلي افغانستان ته په ستنېدونکو کډوالو کې اکثره ښځې او ماشومان دي چې تر ټولو زیات اغېزمنېدونکي دي، وایي ددې ټولنې په دغه مالي ملاتړ به ستنېدونکو ته یو خوندي چاپیریال برابر شي چې ورسره به هغوی ته د اړتیا وړ خدمتونه تر سره شي.

د منځني ختیځ او اېشیا لپاره د یورپي کمیشن د نړیوالې همکارۍ یو چارواکي پېتریس اوستبس د افغانستان په هرات کې د ای او ایم له استازي سره په ترانزیټ مرکز کې د تړون د لاسلیک په وخت ویلي:

"زه هغو ستونځو خواشینی کړی یم چې افغان کډوال د شړلو پر مهال ورسره مخ کیږي، په یو هیواد کې چې خلک د لوږې او موسمي بدلون له اغېزو کړیږي او په یو ښار کې چې یوه ویجاړوونکې زلزلې پرې راغلې دا ډول حالت واقعا په ناورین پسې ناورین دی."

د افغانستان لپاره د یورپي اتحاد سفارتکارې رفایلا یودیچې دې ویلي له ستنېدونکو کډوالو سره د افغانستان د خلکو پیوستون هیله بخښونکی دی او وایي باید له هغو ټولنو سره د مرستو ډاډ تر لاسه شي چې د ستنېدونکو کوربنې دي او ملاتړ یې کوي:

"له ای او ایم سره شراکت دا ضمانت ورکوي چې ستنېدونکي افغان کډوال او د هغوی کوربنې ټولنې د اړتیاوو وړ خدمتونو ته لاسرسی ولري. له هغه ځایه چې ښځې او نجونې کولی شي په ځانګړي ډول تر اغیز لاندې راشي مونږ ډاډه کیږو چې د ټولنې ټول غړي له هغو [مرستو] ګټه واخلي."

د یورپي اتحاد د شمېر له مخې د 2023م کال د جنورۍ له میاشتې د 2024م کال تر اپریل میاشتې پورې تر یونیم میلین زیات افغان کډوال له پاکستان او ایرانه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یورپي اتحاد وایي دغه کډوال له ډېرو خرابو اقتصادي حالاتو او د مرستو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې په سرحدي سیمو او د ستنېدونکو د کوربنو په سیمو کې د بیړني بشري حالت سبب شوي دي.

په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال تنظیم استازې ماریا مویتا له افغانانو سره د یورپي ټولنې دوامداره مرستې له لکونو ستنېدونکو کډوالو او نورو اغېزمنو ټولنو سره ډیرې زیاتې مهمې ګڼلي دي:

"ددغې تازه ژمنې له برکته به مونږ د دې توان ومومو چې د ستنېدولو د بهیر پر مهال سترو چېلنجونو ته پام وکړو او د بیا میشتېدو، ټولنیز ګډون او په ټولنه کې د اوږدې مودې حل لارو موندلو په برخه کې مرسته وکړو."

د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د مرستې رسونې ادارو اټکل کړی وو چې کېدای شي د روان 2024م کال تر جولای میاشتې پورې په لکونو هغه کسان په سرحدي سیمو کې ډېرو زیاتو بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي چې له پاکستانه ور ستنېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپریل پر 19مه وویل، د غیرقانوني‌ مېشتو کډوالو د ایستلو پر ټولو ممکنه لارو چارو غور کوي، خو وایي د هغو کډوالو د ایستلو پلان اوس نه لري چې افغان کارډ (اې سی سي) ولري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


په دوبۍ کې د سیاحت په اړه نړیوال نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG