لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي ملکونه متفق شوي چې روس نه د تېلو درامدات کم کړي


بلخوا د اوکراین د مشرقي ښار سوییردونېسک خوا او شا جګړه دوام لري او اوکرايني ځواکونه د روسي قواو د مخنيو کوښښونه کوي
د سوییردونېسک مېیر یا ښاروال ویلي د ښار نيمايي برخه د روسي ځواکونو په ولکه کې ده
بلخوا د اوکراین د مشرقي ښار سوییردونېسک خوا او شا جګړه دوام لري او اوکرايني ځواکونه د روسي قواو د مخنيو کوښښونه کوي د سوییردونېسک مېیر یا ښاروال ویلي د ښار نيمايي برخه د روسي ځواکونو په ولکه کې ده

د یورپين یونین د خارجه تګلارې مشر جوزب برېل ویلي يورپي ملکونه به روس نه د تېلو درامدات کم کړي چې له امله به یې په اوکراین کې جنګ دپاره د روس مالي وسایل هم کم شي.

برېل د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل یورپي ملکونه روس نه په نورو ملکونو د تېلو خرڅولو نه نشي ودرولی خو يورپي ملکونه یې اهم ګاهکان دي او روس به په کم قیمت تېل خرڅولو ته تیارېږي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ یورپي ملکونه متفق شول چې روس به د تېلو درامدات په دریو کې دوه برخې کم کړي. د دې ګام مقصد په روس اقتصادي فشار زیاتول خو دا خبره په پام کې هم نیول دي د یورپين یونین ځینې ملکونه د نورو په مقابل کې د روس په تېلو زیاته انحصار لري.

په روسي تېلو د يورپين یونین د بندیز په نتیجه کې به يورپ ته سمندر دلارې د روسي تېلو رسد وتړل شي خو د هغو تېلو رسد به دوام لري چې د پايپ دلارې یورپ ته رسوول کېږي.

یورپي ملک هنګري چې د سمندر سره ساحل نه لري په روسي تېلو د بندیز مخالفت یې کړی و.

د يورپين کاونسل صدر چارلز مایکل وویل امید کوي چې یورپي سفارتکاران به په روسي تېلو لګول شوي پابندي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په رسمي ډول منظوره کړي.

اوکراین د ډیر وخت راهسې غوښتنه کوي چې يورپي ملکونه دې روس نه د تېلو اخیستل بند کړي چې دا ډول روس په اوکراین کې د جنګ دپاره د مالي وسایلو نه محرومه شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ یورپين یونین ته وېنا کې اوکراین صدر ولادومایر زېلېنسکي په روسي تېلو د بندیز غوښتنه تکرار کړه.

جرمني ویلي په مرحله وار ډول به په روسي تېلو انحصار کم کړي او د يورپين کمېشن صدرې اورسوله وان ډر لېین ویلي د روس په تېلو د یورپين یونین د بندیز له امله به د سږ کال تر اخېره پورې يورپ ته د روس د تېلو ۹۰ فيصد درامدات کم شي.

د روس په ضد د یورپي ملکونو د بندیزونو په بسته کې د اثاثو منجمد کېدل، د سفر پابندۍ او د روس تر ټولو لوی بېنک شېر بېنک د سوېفټ نومط نظام نه ويستل دې چې په نړیواله کچه د پېسو د انتقال دپاره استعمالېږي.

يورپين يونین دا فېصله هم کړې چې درې روسي نشریاتي ادارې به په یورپ کې د مواد خپرولو نه منع کړي.
د اوکراین د اقتصاد او بیا ودانۍ دپاره یورپي مشران جنګ ځپلي هېواد ته د نهه اشاریه اووه بېلین ډالرو امداد په ورکولو هم متفق شول.

بلخوا د اوکراین د مشرقي ښار سوییردونېسک خوا او شا جګړه دوام لري او اوکرايني ځواکونه د روسي قواو د مخنيو کوښښونه کوي.

د سوییردونېسک مېیر یا ښاروال ویلي د ښار نيمايي برخه د روسي ځواکونو په ولکه کې ده. هغه وویل د جګړې د شروع کېدو راهسې په سوییردونېسک کې تر ۱۵۰۰ پورې ملکي کسان د روس د حملې او یا د درملنې د نشتوالي نه وژل شوي دي.

په واشنګټن کې د امریکې صدر جوبایډن ویلي اوکراین ته به د مزایلو هغه ډول نظام نه ورکوي چې د روس پورې مزایل ويشتلی شي. امریکې اوکراین سره په پراخه کچه پوځي امداد کړی دی خو اوکراین د زیاتې جدیدې وسلې غوښتنه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG