لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپين یونین: اوکراین ته به په اینده څو هفتو کې ګوله بارود ولېږل شي


د روس د کرایې پوځ وېګنر ګروپ مشر یويېو پرګوژېن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل دستو يې د اوکراین د بخموت ښار مشرقي برخې نیولي دي
د روس د کرایې پوځ وېګنر ګروپ مشر یويېو پرګوژېن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل دستو يې د اوکراین د بخموت ښار مشرقي برخې نیولي دي

د یورپين یونین خارجه وزیران د شورو، چهارشنبې، په ورځ په سټاک هوک کې رایوځای شوي وو او غوښتل يې چې اوکرایني ځواکونو سره ته د ګوله بارودو مرسته وکړی شي.

د ناستې نه مخکې د اېستونیا د دفاع وزیر هانو پېوکر وویل د یورپين یونین ملکونه دې پېسې راغونډې کړي او په مشترکه توګه دې اوکراین دپاره ګوله بارود واخلي، چې د هغه په قول دا ډول د اوکرایني ځواکونو دفاعي صلاحیت زیات او د یورپين یونین د مستقبل امنیت مضبوط شي.

د یورپين یونین د خارجه تګلارې مشر جوزپ بورېل خبریالانو ته وویل په دفاعي صنعت کې د پراختیا ترڅنګ دې يورپي ملکونه په لنډ مهاله توګه اوکراین ته ګوله بارود ورکړي چې د هېواد د ګوله بارودو ذخیره زیاته شي.

هغه وویل اوکراین ته به د موجوده ذخیرې ګوله بارود په اینده څو هفتو کې ولېږل شي. هغه زیاته کړه مسله دا ده چې د خپلې دفاع دپاره اوکراین ته ګوله بارود څنګه ورکړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي اوکراین په خاصه توګه د توپخانې دپاره د ۱۵۵ ملې مېټر ګولو غوښتنه کړې ده.

د روس د کرایې پوځ وېګنر ګروپ مشر یويېو پرګوژېن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل دستو يې د اوکراین د بخموت ښار مشرقي برخې نیولي دي.

روس د تېرو څو میاشتو راهسې د اوکراین د دونېسک صوبې دغه ښار د نیولو کوښښونه کوي.

پرګوژېن وویل ځواکونو يې د بخموتا دریاب په مشرقي غاړه د بخموت ټولې برخې قبضه کړي او رپورټونه وايي که چېرې داسې وي نو ښکاري چې د ښار نیما برخه يې نیولې ده.

د روس د دفاع وزیر سرګي شوېګو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په دونېسک کې نورو حملو دپاره بخموت نیول اهمیت لري.

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې بخموت د سټرېټيجېک نه زیات علامتي اهمیت لري او که چېرې روسي ځواکونه دغه ښار ونیسي نو دا به په جګړه کې څه فېصله کن بدلون نه وي.

اوکرایني چارواکو ویلي په بخموت کې به جګړه دوامداره ساتي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG