د خلا او د ماحول په اړه د يورپين یونین د تحقیق ادارې کوپرنېکس د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو رپورټ کې وویل په داسې حال کې چې د انسانانو د هلو ځلو په نتیجه کې د نړۍ د حرارت درجه په زیاتېدو ده د کال ۲۰۰۵ راهسې د سمندرونو د تودېدو رفتار دوچنده زیات شوی دی.
د کوپرنېکس د مېري ټایم سروېس یا د سمندري تحقیق څانګې د سمندر د مطالعې ماهرې یا اوشناوګرافر کرینا وان شکمېن خبریالانو ته وویل د سمندرونو تودېدل د نړیوالې تودوخې په لړ کې د څوکیدار په شان کار کوي.
وان شکمېن د نونسوه شپېتم د لسیزې راهسې سمندرونه په مسلسل ډول ګرمېږي خو قریباً د ۲۰۰۵ راهسې سمندرونو د ګرمېدو په رفتار کې دوه غبرګه اضافه شوې ده.
کورپرنېکس د سمندرونو د تودوخي په اړه معلومات دي سټېټ اف دي اوشن یا د سمندر حال په عنوان رپورټ کې لیکلي دي.
سمندرونه د ځمکې ۷۰ فیصد برخه ده او د موسم په انتظام کې اهم کردار ادا کوي او د فضا نه کاربن او نور داسې ګېسونه جزب کوي چې ماحول ته نقصان رسوي.
ايي پي سي سي ملګرو ملتونو ګمارلې د ماهرینو ډله ده، وايي د ۱۹۷۰ راهسې سمندرونو ۹۰ فیصد هغه اضافي تودوخی جزب کړی چې چاپیریال ته نقصان رسوونکو ګېسونو د اخراج له امله پېدا شوی دی.
کوپرنېکس په خپل په تفصیل په لیکلي چې په ژور سمندر کې د حرارت درجه تر رېکارډ حد پورې زیاته شوې ده، د سمندر واورې په غېر معمولي رفتار وېلې کېږي او په سمندرونو کې ذخیره شوي د تودوخي کچه هم په زیاتېدو ده.
د رپورټ ترمخه، په ۲۰۲۳ کې د سمندر په ۲۰ فیصد برخه کې لږ تر لږه یو ځل د اوبو په سطح د سختي ګرمۍ څپه چلېدلې وه.
دا ګرمې څپې، د رپورټ ترمخه، ماحولیاتي نظامونو ته نقصان رسوي او د غذایت نازک توازن ګډوډ کړي او د اوبو د تودوخي له امله سخت سمندري طوفانونه او نورې پېښې کېږي.
Forum