لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اروپايي شورا چارواکي باور څرګند کړی چې د شورا غړي به د اوکراین د کانديدۍ حمایت وکړي


د اروپايي اتحاد مشرانو په برسلز کې په اوکراین باندې د روس د یرغل د اغیزو او په نړۍ کې د خوراکي توکو د مسلې په اړه خبر کړي
د اروپايي اتحاد مشرانو په برسلز کې په اوکراین باندې د روس د یرغل د اغیزو او په نړۍ کې د خوراکي توکو د مسلې په اړه خبر کړي

د اروپايي شورا مشر چارلیس مایکل ویلي، هغه ډاډه دی چې د اروپا مشران به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د کاندید حیثیت د ورکولو په حمایت کې رایه ورکړي.

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکوي چې په راتلونکې اونۍ کې درې سرمشریزې به د اوکراین د ملاتړ لپاره د لویدیځ هوډ ازمويي او د اروپايي اتحادیې مشران به په برسلز کې غونډه وکړي چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب باندې جدي غور وکړي.

د اروپايي اتحاد مشرانو په برسلز کې په اوکراین باندې د روس د یرغل د اغیزو او په نړۍ کې د خوراکي توکو د مسلې په اړه خبر کړي.

دوی همدارنګه اوکراین ته د نورو اقتصادي، پوځي او بشری مرستو پر سر هم خبرې کړي.

یورپین یونین تېره اونۍ اوکراین او مالډوا ته د اروپايي ټولنې د کاندید حیثیت ورکولو سپارښتنه کړې.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په یوې ویډیوي وینا کې ویلي، دوی د اروپايي ټولنې د ۱۱ رهبرانو سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ اوکراین ته د اروپايي‌ ټولنې د کاندید حیثیت په اړه خبرې کړي او زیات په ورځ به نور هم وغږيږي.

تر دې مخکې هغه خوشبیني څرګنده کړې وه چې باور لري د اروپايي اتحاد ټول ۲۷ هېوادونه به د اوکراین د کاندید حیثیت ملاتړ وکړي.

زېلینسکي دا هم ویلي، چې روس د اوکراین په ختیځ کې سختې بمبارۍ کړي او توغندي يې پرې ورولي.

د فرانسې پرېس خبري ادارې د راپور له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې د ځواکونو له خوا پر اوکراین د یرغل له پیل راهیسې تر ۱۵۲ زیات کلتوري او تاریخي ځایونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

په ویجاړ شوي یا ویجاړ شوي جوړښتونو او ودانیو کې موزیمونه، یادګارونه، کلیساګانې او کتابتونونه شامل دي.

بل لور ته مشهورې امریکايي کمپنۍ مایکروسافټ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د روسیې استخباراتي ادارو د اوکراین د متحدینو یا ملګرو هطواونو کمپیوټري شبکو هېک کولو لپاره ډیری هڅې ترسره کړي.

مایکروسافټ راپور ورکړی چې د کوم وخت راهیسې چې جګړه پیل شوې، یعني څلور میاشتې دمخه، د اوکراین په ادارو د روسیې د دولت ملاتړي هیکینګ ډلو لخوا برید شوی. څیړونکو وموندله چې د اوکراین څخه بهر په 42 هیوادونو کې 128 سازمانونه هم د ورته ډلو لخوا په جاسوسۍ متمرکز هکونو کې په نښه شوي.

څیړونکو موندلي چې د سایبري جاسوسۍ نږدې دوه پر دریمه برخه هدفونه د ناټو غړي هېوادونه شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG