لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپين يونين د اوکرين د بيا رغونې دپاره د مرستې غږ کړی


اغلې ليين په برلن کې غونډې ته ويلي د اوکرين په بيا ودانی او په بحالېدلو بايد بحث وشي او زياته يې کړه ژمی نزدې دی خو روس په ښکاره لګيا دی چې اوکرينانو ته اوبه او بجلي بند کړي. هغې وويل “د روس دا حملې په ډاګه ترهګري ده”
اغلې ليين په برلن کې غونډې ته ويلي د اوکرين په بيا ودانی او په بحالېدلو بايد بحث وشي او زياته يې کړه ژمی نزدې دی خو روس په ښکاره لګيا دی چې اوکرينانو ته اوبه او بجلي بند کړي. هغې وويل “د روس دا حملې په ډاګه ترهګري ده”

‎​د يورپين يونين صدر اورسلا ون درليين د نهې/سې شنبې په ورځ د اوکرين سره په بېړنۍ توګه د مرستو غږ کړی او یوې غونډې ته يې چې د روس پوځي ځواکونه د اوکرين په ولسي ځايونو هدفي بريدونه کوي.

اغلې ليين په برلن کې غونډې ته ويلي د اوکرين په بيا ودانی او په بحالېدلو بايد بحث وشي او زياته يې کړه ژمی نزدې دی خو روس په ښکاره لګيا دی چې اوکرينانو ته اوبه او بجلي بند کړي. هغې وويل “د روس دا حملې په ډاګه ترهګري ده”.

ون ډرليين د روس لخوا د اوکرين په غټه کچه په تباهۍ د صدمې اظهار وکړو او ويې ويل “دا د اوکرين د وګړو د پاره سختې د ويرې او درد ورځې دي خو هغوی مونږ ته ښايي چې خپل راتلونکي ته هيله مند دي او په ځان باور لري چې د دې د پاره مبارزه وکړي. دا د دوی د راتلونکي خبره ده چې مونږ يې دلته رايو ځای کړي يو”.

په کانفرنس کې د هېوادونو نمايندګان، د تعليمي او نورو ادارو کارپوهان او د نړيوالو تنظيمونو غړو ګډون درلود.

يورپين يونين وايي خبرې اترې به په دې کيږي چې څنګه د اوکرين ضروروتونو ته لمړيتوب ورکړل شي او د منصوبو پوره کولو د پاره مالي مرستې وشي.

مالي مرستې اعلانول لا پاتې دي او کانفرنس ته به د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي هم وينا کوي.

د اوکرين حکومت، يورپين کمېشن او ورلډ بېنک په سېپټمبر کې ويلي وو د اندازو تر مخه د بيا ودانۍ د پاره به تر 350 بيلين پورې ډالرو ته اړتيا وي.

نړيوال بېنک د برتانيه د قرض بيرته ورکولو د ضمانت وروستو 500 ميلين ډالره اوکرين ته د بنيادي ضرورتونو د پوره کولو د پاره ورکړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG