لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویغور مسلمانان په جلاوطنۍ کې هم د چین نه ویرېږي


د تېرکال په دې تصوير کې ویغور د بېلجیم په برسلز ښار کې د چین په ضد مظاهره کوي
د تېرکال په دې تصوير کې ویغور د بېلجیم په برسلز ښار کې د چین په ضد مظاهره کوي

امانيسا عبدالله د خپل خاوند په غير موجودګۍ کې خپل د نهه کالو او څلورو کالو بچي لويوي او دغه 34 کلنه ويغوره مېرمن وايي چې خاوند احمد طالب يې څلور کاله وړاندې د متحده عرب امارات نه د چين په غوښتنه بيرته وړل شوی.

اغلې عبدالله وايي “انټرپول د فېبرورۍ په 27 کال 2018 ماته زنګ وواهو او راته يې وويل چې زما خاوند يې د ملک نه ويستلی دی”. وايي خاوند چې په اماراتو کې يې روزګار کولو هيڅ جرم نه و کړی خو ډيپورټ کړل شو.

د چين په اړه خيال کيږي چې په سلګونو نور ويغور هم په تېرو څو کلونو کې په داسې طريقو بوولي دي او يو نوی رپورټ د تحقيق کونکو د وينا مطابق ښايي د چين مشکل نظام بيجينګ ته دا اختيار ورکوي چې خپلې ځورونکې پاليسيانې په بهر ملکونو کې هم عملي کړي.

د څېړنيزې ادارې ووډرو وېلسن سنټر کارمند او د ګريټ وال اف سټيل: چايناز ګلوبل کمپين ټو سپرېس د ويغورز رپورټ ليکونکی بريډلي جارډاين وايي “چين په نړۍ کې په 44 هېوادونو کې دا جال لري.”

په رپورټ کې د هغه ويغوريانو تفصيل ورکړل شوی چې د چين نه تښتېدلي او ياد هېواد ورپسې په بهر دنيا کې هم لګيا دی چې بيرته يې بوځي.

په رپورټ کې وېل شوي چې د کال 1997 نه په دې خوا چين د 44 هېوادونو سره په خپل منځ کې د ملکي وګړو د تبادلې په دې ځورول کېدونکي عمل کې اخته دی.

د کال 2022 د جنورۍ نه تر اوسه 1574 داسې کيسونه رپورټ شوي چې لا پکې ويغور نيولي شوي او لا بيرته چين ته سپارل شوي چرته چې هغوی په جېل کې اچول کيږي لا د پوليسو لخوا ورسره وهل ټکول کيږي.

د رپورټ تر مخه 5532 نور داسې کيسونه شوي چې د چين حکومت په بهر نړۍ کې ويغور په نخښه کړي چې هم يې ځورولي او هم يې يرولي چې خپلې خلې چپې وساتي.

جارډاين وايي د انټرپول لخوا د سره پيغامونو ورکولو سره په نړيواله کچه د بې درکه او په خطرناکو جرمونو کې د ککړو خلکو په اړه د نورو معلوماتو په ترڅ کې خبرداری ورکړی چې چين هره ورځ دا حربې په سينکيانګ کې د ديجيټل دړکو او نورو لارو نه داسې استعمالوي چې د ويغورو خپل خپلوان پرې ويروي.

ښاغلي جارډاين زياته کړه چين په دې عمل کې په داسې هېوادونو کې ډېر بوخت دی چرته چې قانون کمزوری او د انصاف نيشتوالی موندل کيږي.

هغه وايي “که هر څو چين د داسې هېوادونو سره د وګړو يو بل ته د حواله کولو قراردادونه لري خو د چين خبره منونکي ملکونه تر ډېره حده ويغوريان د وېزې د خلاف ورزۍ په تور لا د ايميګريشن په اړه د دروغو ويلو په بنياد د ملک نه اوباسي چې يو خو پکې لږ سرکاري مداخلت ښودل کيږي او بله دا چې ډېر لږ نړيوال پام ورته راګرځي.”

په امريکا کې د چين د سفارت وياند ليو پينګيو وي او ای ته په يو ايميل ځواب کې ليکلي چې هغه د ياد رپورټ نه بې خبره دی چې ويغور او قازق وګړي په بهر نړۍ کې نيول کيږي او زورول کيږي او زياته يې کړه سينکيانګ د چين کورنۍ مسله ده.

ليو وويل “مونږ ډاډه يو چې خپله ملي ازادي، امنيت او د ترقۍ په لور په مخ تګ روان وساتو. مونږ غواړو هغه چاته دا په ګوته کړو چې ګنګوسې خوروي چې د دوی دروغ اوس راښکاره شوي او نور کار نه کوي. دوی به کله هم ونه توانيږي چې د سينکيانګ ترقي، ثبات او سوکالي ودروي. دوی به ناکامه پاتې کيږي.”

د وېلسن سنټر د رپورټ په اړه ليو وويل “مونږ څېړنيزو ادارو او پوهانو ته هم وايو چې ګنګوسې دې نه خوروي او د خلکو د غلطولو نه دې قلار شي.”

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG