لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: که د سعودي عرب وروسته نور خارجي سفارتکاران هم د کابل نه وځي نو نړۍ سره به د طالبانو تعلقات پېچلې شي


پروفېسرشبير احمد خان وايي ، په کابل کې د دغو سفارتونو تړل کېدل د طالبانو د 17 مياشتو د واکمنۍ ناکامي څرګندوي او دا به د طالبانو حکومت دپاره چېلنجونه نور هم سېوا کړي
پروفېسرشبير احمد خان وايي ، په کابل کې د دغو سفارتونو تړل کېدل د طالبانو د 17 مياشتو د واکمنۍ ناکامي څرګندوي او دا به د طالبانو حکومت دپاره چېلنجونه نور هم سېوا کړي

څيړونکې وايي کابل څخه د سعودي عربستان د ډيپلوماتانو وتلو وروسته دا ويره څرګنديږي چې ځينې نور هېوادونه به هم په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د تړلو پرېکړه وکړي خو د افغانستان واکمن طالب چارواکې دا ډول پورټونه ردوي او وايي د سعودي عربستان سفارتي عمله د تربيي دپاره کابل پرېښودی او بيا به بيرته ورځي.

روېټرز خبري ادارې د یوې سفارتي او د دوو نورو سرچینو له قوله د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل رپورټ وویل چې سعودي سفارتکاران تېره هفته د یو پرواز په زریعه کابل نه اسلام اباد ته منتقل شول.

د روېټرز په قول دریو سرچینو ورته وویل چې د امنیت په اړه د تشویش په سبب سعودي سفارتکاران د کابل ته وتلي دي.

کابل نه د سعودي عرب د سفارتکارانو د وتلو په اړه د پېښور پوهنتون د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر پروفېسر شبير احمد خان په وينا له دې وړاندې داعش په سفارتونو بريدونه کړي چې د امنيت اندېښنې يې زياتې کړي دي.

پروفېسر شبير احمد خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دپاره دا ښه خبره نه ښکاري چې د سعودي عربستان لخوا خپله سفارتي عمله د کابل څخه ويستل شوې او متحده عرب امارات او روس په اړه هم ويل کيږي چې د خپلو سفارتونو تړلو پلان جوړوي خو دا د طالبانو ناکامي ده چې سفارتونه د ګواښونو سره مخ دي او دا ځکه چې طالبان نه خو د ګاونديانو خبرې منلو ته تيار دي او نه د نړۍ، نو ځکه داعش دغلته بريدونه او طالبان په دغو اندېښنو لرې کولو کې په 17 مياشتو کې بريالي نشو دا به افغانستان نور هم د نړڅخه لرې او يواځې کړي او دا د افغانستان په ګټه نه ګڼل کيږي".

په کابل کې د زیاتو شوو امنيتي اندېښنو په ترڅ کې د سعودي عربستان لخوا د سفارتي عملې ويستلو" وروسته، په کابل کې د متحده عرب اماراتو، قطر او روس د ماموریتونو د تړلو په اړه هم راپورونه خپاره شوي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د متحده عرب اماراتو د ماموریت د تړلو په اړه خبرونه رد کړي دي.

پروفېسرشبير احمد خان وايي ، په کابل کې د دغو سفارتونو تړل کېدل د طالبانو د 17 مياشتو د واکمنۍ ناکامي څرګندوي او دا به د طالبانو حکومت دپاره چېلنجونه نور هم سېوا کړي.

په افغانستان کې د پاکستان سفارتکار عبید الرحمن نظاماني چې د ډسمبر په دویمه نېټه د یو ترهګر بريد څخه روغ وتی وو، لا تر اوسه خپله بيرته کابل ته نه دی تللی.

د دغه بريد پړه هم داعش خراسان منلې وه خو اسلام اباد کې مېشت خبريال طاهر خان وايي چې پاکستان لا هم د افغان حکومت لخوا د هغه د بېرته لېږلو په اړه د امنیتي ضمانتونو په تمه ښکاري.

طاهر خان خان وايي "د طالبانو حکومت چې لا تر اوسه چا په رسميت نه دی پيژندلی په داسې کې که د سعودي حکومت او بيا ورپسې متحده عرب امارات او روس خپل سفارتونه وتړل نو دا به د طالبانو دپاره د نړۍ سره رابطې نورې هم پېچلې کړي، طالبان چې دا دعوې کوي چې دغلته سفارتونو ته هيڅ قسمه ګواښونه نشته خو دا حقيقت نه ښکاري او طالبانو له به حقيقت منل پکار وي".

د روېټرز ترمخه، د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل سعودي سفارتکاران په عارضي توګه د تربيې دپاره د کابل نه تللي او بېرته به ستنېږي.

روېټرز وویل سعودي عرب او د پاکستان خارجه وزارتونو او د سعودي عرب د اطلاعاتو دفتر کابل نه د سعودي سفارتکارانو د راوتلو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

رپورټ وايي دا نه ده معلومه چې سعودي سفارتکاران به د څومره وخت دپاره د کابل نه بهر وي.

په افغانستان کې چې طالبان د کال 2021 د اګست په میاشت کې واکمن شوي په نړۍ کې تراوسه پورې يو ملک هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

خو د پاکستان او روس په سفارتونو او یو چينايي هوټل د بریدونو وروسته ويل کيږي په کابل کې بهر ملکي ماموريتونو ته دغه ګواښونه زیات شوي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي ديڅ

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG