لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذهبي اؤ قانوني پوهان وایي طالبانو شرعي سزاګانو لپاره محکمو کې دشریعت شرطونه نه دي پوره کړي


دمذهبي او قانوني چارو دپوهانو وینا ده چې په يو هېواد کې د حدود او قصاص شرعي نظام نافذ کولو لپاره بايد يو پياوړی سياسي، اقتصادي او عدالتي نظام وجود ولري
دمذهبي او قانوني چارو دپوهانو وینا ده چې په يو هېواد کې د حدود او قصاص شرعي نظام نافذ کولو لپاره بايد يو پياوړی سياسي، اقتصادي او عدالتي نظام وجود ولري

مذهبي سکالران او دقانوني چارو پوهان وايي په افغانستان کې د طالبانو له خوا خلکو ته د حدود او قصاص لاندې سزاګانو ورکولو لپاره په عدالتونو کې هغه شرطونه نه دي پوره کړل شوي چې په اسلامي شريعت کې ټاکل شوي دي۔

دوی وايي په داسې حال کې چې قضایي نظام د نيمګړتياؤ سره مخ دی او په هېواد کې د ولږي کچه ورځ تربلې سېوا کېږي د عدالتونو څخه خلکو ته په سمه توګه انصاف نه شي ترلاسه کېدای۔

دمذهبي او قانوني چارو دپوهانو وینا ده چې په يو هېواد کې د حدود او قصاص شرعي نظام نافذ کولو لپاره بايد يو پياوړی سياسي، اقتصادي او عدالتي نظام وجود ولري۔

په دې هکله په ترکيه کې مېشت افغان ديني سکالر ډاکټر فضل الهادي وزين وي او ای ډيوه ته وايي چې د حدود او قصاص دتطبیق لپاره وړومبۍ خبره دا ده چې بايد حکومت موجود وي.

دهغه په وینا د حدود د تطبیق او د جرم د اثبات لپاره باید عادلانه او شفاف عدالتي نظام موجود وي او د هغې نه وروسته بيا پوهه او په معيار پوره قاضيان موجود وي چې د حدود په قانون او احکامو يې سر خلاص وي۔

په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تېر کال د نومبر په 14مه قاضيانو ته امر کړی و هغه مقدمې چې د حد او قصاص شرطونو یې پوره کړي وي باید حد او قصاص ورباندې جاري کړي۔ وروستو له هغې په افغانستان کې سزا شويو تنانو ته د شرعي قانون ترمخه سزاګانې ورکول کېږي۔

ډاکټر فضل الهادي وزين زياته کړه اوس مهال په افغانستان کې معاشي ستونزې او د هېواد په عدالتي نظام کې نيمګړتياوې شتون لري او هغه شرطونه نه پوره کېږي چې د شرعي عدالتي نظام عملي کولو لپاره مهم دي۔

" اوس چې کوم قاضيان مقرر دي دوی تربيه شوي قاضيان نه دي او اکثره د مدرسو نه فارغه شوي مولوي صاحبان دي بلخوا قضا چې ده يا قضاوت کول جج جوړېدل سپېشلايزېشن يا تخصص دی نو اوس زمونږه په قضايي سسټم کې نيمګړتياوې او نقص شته دی"

د هغه وېنا وه چې په افغانستان کې فقر او بې وزلي ده او داسې يو حالت دی چې ډېر خلک د ولږې نه غلا کوي چې د يو وخت ډوډۍ وخوري۔

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دسترې محکمې له خوا جاري شوي يو بيان کې ويل شوي چې د جنورۍ په 17 مه په کندهار ولايت کې 9 تنانو ته د مختلفو جرمونو په تور شرعي سزاګانې ورکړل شوي او د خلکو په وړاندې په درو وهل شوي دي۔

په برطانيه کې مېشت د قانوني چارو کارپوهه اېډوکېټ عزيزالدين معارج وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې عدالتي او انتظامي اختيارات ټول د طالبانو سره دي او د کار اهل تنانو ته ذمه وارۍ نه دي سپارل شوي.

دی وايي په داسې حال کې د عدالتي نظام څخه ناوړه استفاده کېږي او دغه شرعي احکامات په سمه توګه نه شي پلی کېدای۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې زياته کړه " په اوسني حالت کې طالب ته، طالب چارواکو ته او د هغوی خپلو خپلوانو ته سزا نه ورکول کېږي، مونږ وليدل، غېر طالب او ډېرو غريبو خلکو ته دا سزاګانې ورکول کېږي، بيا که طالب غواړي چې شرعي نظام پلي کړي نو بيا باید ټول احکامات او اصول د شریعت پلي کړي څه چې په قران پاک، حديثو، اجماع او قياس کې دي هغه ټول عملي کړي،

هغه وایي تر اوسه طالبانو کار اهل کار ته نه دی ورکړی، د تعليم حق نجونو ته نه ورکول کېږي حالانکې خپله طالب چارواکې وايي چې دا فرض دی چې بايد ورکړل شي.

طالبانوپخپله لومړۍ واکمنۍ کي هم په افغانستان کې په قتل تورن او محکوم به يي د عام ولس وړاندې وژل، په غلا د تورنو او محکومو تنانو لاسونه به يې پرې کول، مخونه به يې ورله تورول او په لارو کوڅو کې به يې ګرځول۔

دا په داسې حال کې ده چې نړيوالېه تولنه او د بشري حقونو نړيوالې ادارې د قصاص او غلا په تور د نيول شويو کسانو د لاسونو پرې کولو مخالفت کوي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG