لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د امریکې په نوي منتخب شوي کانګرس کې به قانوني سازي ګرانه وي 


  څيړونکي وايي راتلونکي دوه کاله به د صدرباېډن د پاره په موجوده ګانګرس کې فېصلې کول ډېر ګرانې وي خو ځينې داسې فېصلې چې مخالفه ريپبلکن يې هم پلوي کوي هغه به په اسانه کېږي
  څيړونکي وايي راتلونکي دوه کاله به د صدرباېډن د پاره په موجوده ګانګرس کې فېصلې کول ډېر ګرانې وي خو ځينې داسې فېصلې چې مخالفه ريپبلکن يې هم پلوي کوي هغه به په اسانه کېږي

په امريکا کې د مينځمهاله ټاکنو نتيجې ښيي چې د کانګرس په ايوان نماېندګان يا هاوس کې د حکومت مخالفه ريپبلکن پارټۍ اکثريت دی خو په سېنېټ کې د صدر جوبایډن واکمن ډيموکرېټ ګوند وړاندې دی او په داسې کې څيړونکي وايي اینده 118 کانګرس به په قانون سازۍ کې د ډېرو مشکلاتو سره مخامخ وي ځکه چې یوه پارټي هم واضحه اکثریت نه لري.

په هاوس يا ايوان نماېندګان کې د حکومت مخالفه ريپبلکن کنټرول دی او په سېنټ کې واکمن ډيموکرېټ ته په يوه څوکۍ برتري ترلاسه ده.

په جورجیا ریاست کې د سېنېټ په یوه څوکۍ د ډسمبر په میاشت کې سر دوباره انتخابات کېدونکي دي او که چېرې دغه څوکۍ ريپبلکن ګوند وګټله نو په سېنېټ کې به د دواړو پارټيو څوکۍ برابرې شي.

د امريکن يونيورسټۍ پروفېسر جېمز تهربر وايي په دې نو منتخب کانګرس کې به د قانون سازۍ نه زيات خپل مينځي کړکېچ او جګړې وي

پروفېسر تهربر وویل "کانګرس به د قانون سازۍ په لاره کې د خنډانو او کړکېچ سره مخ وي او حکومت به په آسانۍ سره کار نه شي کولی او د راتلونکي انتخاباتو پورې به په کېپټل هېل کې د قانون سازۍ نه زيات د صدارتي او کانګرېس د انتخاباتو د کېمپېن کشالې روانې وي،"

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې امريکايانو له د راتلونکې کانګرس نه کومې هېلې ساتل پکار دي؟ په هاروډ کېنډي سکول کې د ولسي پاليسۍ استاد ډيوډ کنګ ووېل، "د بدقسمتۍ نه امريکايانو د پآره هېڅ بدلون نشته،‌او د فېصلې اختيار به په کانګرېس کې د څو مشرانو په لاسونو کې وي او يو ګوند به هم نه غواړي چې خپل ملاتړ وبايلي"

نوموړي زياته کړه،‌ د کانګرس غړو په لاسونو کې به ډ‌ېر اختيار نه وي او په ډېرو پالیسو کې به حکومت ته فېصله کول ګران وي.

څيړونکي وايي راتلونکي دوه کاله به د صدرباېډن د پاره په موجوده ګانګرس کې فېصلې کول ډېر ګرانې وي خو ځينې داسې فېصلې چې مخالفه ريپبلکن يې هم پلوي کوي هغه به په اسانه کېږي.

رېپبلکن ګوند تېره ورځ د کانګرس په ايوان نماېندګان کې د سپيکر د پاره انتخابات وکړل او موجوده مشر مېک آرتي يې په دغه مهمه څوکۍ وټاکلو.

په سېنېټ کې يو ځل بيا چک شومر د اکثريتي پارټۍ د مشر په څوکۍ وټاکل شو او د تېر کانګرس په څير مېچ مېکانل د مخالفه ډلو مشر ټاکل شوی دی.

هر څه که په موجوده کانګرس کې به صدر جوباېډن په خلاص مټ فېصلې و نه کړی شي خو څيړونکي وايي په ايميګرېش او د پولو په خوندي کولو کې به ورسره مخالفه ريپبلکن ګوند همکاري‌ وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال راب ګارور د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG