لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: امريکا دې د منځنۍ ايشيا په اړه تګلاره د وخت مطابق کړي

په قازقستان او تاجکستان کې د امريکا پخوانی سفير رچرډ هوګلينډ وايي چې واشنګټن خو په ښکاره د جمهوريت او د اقتصادي ترقۍ خبره کوي خو په خاموشۍ په سيمه کې د روس او چين اثر رسوخ په تمبولو کې مصروف دی

امريکايي کارپوهان په دې متفق دي چې د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو وروسته امریکا د منځنۍ ايشيا په حقله باید نوي تګلاره جوړه کړي خو څېړوونکي په دې اختلافات لري امریکا نوي تګلاره څنګه وټاکي.

د کال 2001 پورې ډېرو لږو امريکانو ته د يادې سيمې په اړه معلومات وو خو ولې د منځنۍ ايشيا دوه ملکونو ازبکستان او کيرغستان په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته هوايي اډې ورکړې چې د پوځي اپرېشنو د پاره د رسد بندوبست ترې وکړی شي.

د امريکا د خارجه چارو نايب وزير لېزلي ويګوري ويلي د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو وروستو هم منځنۍ ايشيا ډېره مهمه سيمه ده او وايي “په تېرو لسيزو کې ډېر څه بدل شوي خو زمونږ د تړون مقصد لا په ځای دی چې د استقلال، ازادۍ او د مزکني حق احترام دی”.

د يو ايس انسټيټيوټ اف پيس په يو تازه بحث کې ويګوري ويلي وو د منځنۍ ايشيا ملکونو چې پکې تاجکستان، قازقستان او ترکمنستان شامل دي طالبانو ته د کابل د سقوط وروستو د خپل امنيت په حقله انديښمن شوي دي.

ياد چارواکی وايي امريکا په مستقيمه توګه د سياسي، اقتصادي او ټولنيز اصلاحاتو کلک ملاتړ کوي چې يوه فعاله ټولنه وجود ولري.

په قازقستان او تاجکستان کې د امريکا پخوانی سفير رچرډ هوګلينډ وايي چې واشنګټن خو په ښکاره د جمهوريت او د اقتصادي ترقۍ خبره کوي خو په خاموشۍ په سيمه کې د روس او چين اثر رسوخ په تمبولو کې مصروف دی.

هغه يادونه وکړه چې د 1990 په لسيزه کې د امريکا پاليسي دا وه چې د منځنۍ ايشيا هېوادونه به خلاص مارکيټ او جمهوريتونه ولري خو که پوره مرسته يې وکړی شو ولې داسې يې ونه کړل چې د حيراتيا خبره هم نه ده.

د څېړنيزې ادارې کارنيګي اينډومنټ فا انټرنيشنل پيس يوه کارمنده جينفر مرتضاشيولي وايي د سيمې د پاره د امريکا پاليسي د مزکني حقيقتونو سره سمه نه ده او وايي امريکا نور هم ګټور کردار لوبولی شي خو که خپل ضرورتونه، خواهشونه او مقدونه وپېژني.

هغه وايي امريکا دې يادې سيمې ته د روس او چين په چشمو کې نه ګوري بلکې دغه هېوادونو ته د غبرګون ښودلو په ځای دې خپلې هلې ځلې رامخ ته کړي.

خو د سنټرل ايشيا کاکس انسټيټيوټ مشر فرېډ سټار وايي چې د نور هر څه وړاندې او مهمه امنيتي ملګرتيا ده او وايي د دې ملکونو سره د امنيت، استقلال، خپلواک حکومت او د خپلې ازادۍ په اړه د بحثونو نه ښکاره ده چې دا هر څه دغلته نشته.

هغه وايي په نړۍ کې منځنۍ ايشيا داسې خطه ده چې د بهرنيو د شتون بغير کوم خپل منځي ارګنايزيشن نه لري او په امريکا يې غږ وکړ د داسې ګامونو په اخستلو کې وړاندې وړاندې ووسي.

امريکايي کارپوهان په دې متفق دي چې د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو وروسته امريکې پکار ده چې د منځنۍ ايشيا په حقله تګلاره نوي پکار دي خو په دې يې تر منځ اختلاف شته چې څنګه نوې تګلاره وټاکل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG